1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د احمدي نژاد نامشروع حکومت په کار پيل وکړی

۱۳۸۸ شهریور ۱۶, دوشنبه

د يکشنبې په ورځ د ايران حکومت نوي کابينې په مشهد کښي غونډه وکړه ،چي د محمود احمدي نژاد ددوهم واري جمهوررييس کيدو رسمي شروع وه...

https://p.dw.com/p/JVMM
د احمدي نژاد نوي کابينې په کار پيل وکړی
د احمدي نژاد نوي کابينې په کار پيل وکړیانځور: AP

ددې دمخه د ايران پارلمان د ۱۲ پيشنهاد سوو وزيرانو څخه تر ډيرو جروبحثو وروسته ۱۸ وزيرانو ته د اعتماد رايه ورکړې وه .

اوس نو بايد جمهوررييس پارلمان ته ددرو مياشتو په موده کښي ددرووزيرانو په عوض دغه پوستو ته نور وزيران پيشنهاد کي . خو د کابينې مهم وزيران لکه د تيلو ،دفاع ،داخله او خارجه وزيران منل سوي دي .

ليکن د نوي کابينې په جوړولو سره په ايران کښي د قدرت پر سر مبارزه مبارزه پای ته نده رسيدلې ، او نه هم د اصلاحاتو په خاطر د احتجاجونو ختميدل دي،چه دډيري ديموکراسۍ دپاره يې مبارزه کوله .

د محمود احمدي نژاد په دوهم واري راتلو او د هغه د کابينې په منلو سره ،که څه هم نوي حکومت د قانوني لحاظه رسمأ په کار شروع کړيده ،خو هغه غير قانوني دی . پخواني او اوسني جمهوررييس د خپلي دورې د قانونيت دپاره د محافظه کارانو د رهبرۍ تاييد ،او همدارنګه د شورای نګهبان او د پارلمان تاييد ته ضرورت لري .

محمود احمدي نژاد د پارلمان لخوا د خپلي کابينې تاييد ته د ولس د تاييد سترګه ګوري ،خو په ايران کښي نبايد سړی د پارلمان د اعتماد رايه د خلګو د اعتماد درايي سره يو شی وبولي . په ايران کښي اوسنی پارلمان د ولس سياسي نمايندګي نده ، بلکه د روحاني رهبرۍ ايات الله علي خامينه اي د قانونيت د لاس آله ده .

لکه څنګه چه محمود احمدي نژاد يې ادعا کوي ،نوی حکومت قانوني جنبه نلري . په داخل کښي واقعي تاييد ته ضرورت لري ،او په بين امللي سويه خو بيله هغه هم ډير منزوي دی .

محمود احمدي نژاديوازي دده په رقم مطلق العنانانو لخوا لکه د وينزويلا د جمهوررييس هوګو چاويز لخوا حمايه کيږي ،چه د ايران څخه يې د خپلي ليدني پر وخت د محمود احمدي نژاد سره پر ستراتيژي ملګرتيا باندي ټينګار وکۍ .

په اټومي شخړه کښي ايران نوي بنديزونه تهديدوي ،او که څه هم چين او روسيه لا د هغه سره مخالفت کوي ،خو تر څه وخته پوري . د همسايه او نورو هيوادو لکه اسراييلو حوصله هم پای ته رسيدلې ده ،ځکه ددفاع د وزير په حيث د جنرال احمد وحيدي تعينول د ايران په تګلاره کښي د هيڅ ډول تغير معني نه ورکوي . پر وحيدي باندي په ۱۹۹۴ کال کښي په ارجنټاين کښي د يهودانو پر مرکز باندي د حملې تور لګيدلی دی،او د انتر پول لخوا تعقيبيږي .

Faroughi, Jamsheed/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل