1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د احمد شاه بابا او خرقې شریفې ودانۍ بیا رغول کیږي

محمد ابراهم/ کندهار۱۳۹۲ آبان ۲۵, شنبه

په کندهار کي د احمد شاه بابا مقبره او د خرقې شريفي پارک، پلي لاري، د احاطې دېوال، دروازې ميناتورۍ او د نورو برخو د رغېدو چارې په رسمي ډول راپيل سوې. د کندهار والي دغه پروژه پرانیستله.

https://p.dw.com/p/1AITf
انځور: M.Ibrahim

د دواړو تاريخي ځايونو پر جوړېدو ٢٢ ميلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا ورکول کېږي. د کندهار والي توريالي ويسا، د يادو دوو تاريخي ځايونو د رغنيزو چارو د پيليدو پرمهال خبريالانو ته وويل، چې يادي چارې به د يوه کال په اوږدو کې پاى ته ورسيږي.

د نوموړي په خبره د احمد شاه بابا او خرقې شريفي د زيارتونو او نورو ملحقاتو په جوړېدو سره به د کندهار ښار په ښکلا کې هم زياتوالى راسي. توريالي ويسا زياته کړه، دوى پلان لري، چې په کندهار کي نور مقدس ځايونه او تاريخي ابدې هم ورغوي:

«دا يو کلنه پروژه ده، چې د کندهاريانو او په ځانګړي ډول د ولسمشر يو ارمان وو، نن ډېره د خوشحالۍ ورځ ده، چې د ټولو دا ارمان پوره کېږي او پر دواړو تاريخي ځايونو په اساسي ډول د بيا رغووني کار پيلوو. په دې کار بايد ټول هيوادوال خوشحاله سي، ځکه لوى احمد شاه بابا او خرقه مطهره يوازې د کندهار، نه بلکي د ټول افغانستان وياړونه دي او په رغيدو يې بايد ټول افغانان خوشحاله سو.»

په کندهار کي قلموال او عام خلک د دولت دا کړنه ستايي، خو يادونه کوي چې د خرقې شريفي او لوى احمدشاه بابا د تاريخو گنبدونو، دروازو، ميناتوريو او نورو هنري کارونو ترميم په داسي ډول په کار دى، چې تاريخي قدامت ته يې تاوان ونه رسيږي.

د دوی په وینا د تاريخي ځايونو د بيا رغاووني کارونه بايد د مسلکي کسانو ترڅارنې لاندې په ډېر مهارت سره ترسره سي:

«دا زموږ يوه غوښتنه وه او په دې ډېر خوښ يو، خو موږ غواړو، چې د رغېدو چاري يې په داسې ډول مخ ته ولاړې سي، چې تاريخي قدامت ته يې تاوان ونه رسيږي. د دې ځايونو په جوړېدو سره به يو ځل بيا کندهار ته د سیلانیانو مخ راواوړي او زموږ پر اقتصاد به هم مثبت اغېز وکړي.»

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال هم وايي، چې دغه ټکي ته يې پام دى او پرهمدې بنسټ يې له کابل څخه مسلکي انجنيران او نور په کار پوه کسان راغوښتي دي، چې د دغو تاريخونو ځايونو له رغيدو څخه له نزدې څارنه وکړي. د مينه پال په خبره د دې ترڅنګ يې دلته په کندهار کي د پوهنتون له استادانو سره هم مشورې کړې دي او د ټولو مسلکي کسانو د لارښوونو پر بنسټ به يادي رغنيزي پروژې مخ ته وړي:

«زموږ دغه ټکي ته له اوله پام وو او پر همدې بنسټ مو د پروژو د څار له پاره له کابل څخه مسلکي کسان راغوښتي دي چې ياد هنري او تاريخي کارونه د دوى تر مستقيمي څارنې لاندې ترسره سي .»

د يادو تاريخي ځايونو د جوړېدو چاري په داسې حال کې پيليږي، چې څه موده مخکي په رسنيو کې داسي اوازې خپرې سوې وې، چې په کندهار کي د ايران کونسلګرۍ د خرقې شريفي پخوانۍ تاريخي دروازه له ځانه سره وړې او پرځاى یې بله نوې دروازه نصب کړې ده، خود توريالي ويسا په ګډون د کندهارسيمه ييزو چارواکو دا خبره په هماغه ورځو کې تشه اوازه وبلله او د ايران کونسلګرۍ په دې اړه تراوسه پټه خوله پاته ده.