1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اخراج د مخنیوي له پاره مهاجرین پر سختو جرمونو اعتراف کوي

۱۳۹۶ خرداد ۶, شنبه

په آلمان کې یو شمیر مهاجرین په خپلو اصلي هیوادونو کې د قتل په شان پر یو شمیر درنو جرمونو اعتراف کوي ترڅو دوی له دې هیواد څخه اخراج نه شي. د آلمان د مهاجرت د ادارې د معلوماتو په اساس، د دې راز کسانو شمیر مخ پر ډیریدو دی.

https://p.dw.com/p/2dg9x
Deutschland Symbolbild Identitätsprüfung von Flüchtlingen
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

د آلمان خبري آژانس «ډي. پي. اې» لیکلي دي چې د آلمان په هسن آیالت کې یو شمیر مهاجرین د اخراج له ویرې په درنو جرمونو اعتراف کوي.

نادیا نیزن چې د فرانکفورت ښار د څارنوالۍ ویانده او لوړ پوړې څارنواله ده په دې هکله وايي: «په هغه صورت کې چې د اعدام خطر موجود وي، د اخراج حکم نه عملي کیږي.»

تر دې مخکې د «بیلد» په نامه یوې آلمانۍ ورځپانې هم په دې هکله یو رپوټ خپور کړی وو. د ۲۰۱۶م کال د نومبر میاشتې راهیسې، د داسې مهاجرینو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې د مصاحبې پرمهال په درنو جرمونو اعتراف کوي.

نیزن یوازې د آلمان د هیسن په ښار کې د دې راز پیښو په کله وویل: «یوازې په سیاسي برخه کې اوسمهال ورته ۶۰ دوسیې پرتې دي.»

د قاضیانو له پاره لا ډیر کار

د یو مهاجر د اعتراف په اساس، د دې راز پیښو هر مورد ته یوه جنايي دوسیه تشکیلیږي. خو ستونزه دا ده چې دغه مهاجرین د مصاحبې پرمهال د ترسره شوي جرم په هکله ډیر سطحي معلومات ورکوي.

د نیزن په حواله له دې ډلې زیاتره کسانو په سیاسي جرمونو اعتراف کړی دی. د بیلګې په توګه په یوه پیښه کې یوه مهاجر ویلي دي چې د طالبانو لخوا تښتول شوی وو او د تیښتې پرمهال یې د تښتونکې ډلې یو ساتونکی وژلی دی.

په یوه بله پیښه کې یو مهاجر ویلي چې کله چې ځوان وو هغه وخت د غلا پرمهال یې یو څوک وژلی دی.

دا او ورته نورې داسې پیښې د دې لامل کیږي چې مهاجرینو ته جنايي دوسيي رامنځته شي، پلټنې ترسره او ان د هغوی محکمه باید ترسره شي. او په دې ترتیب دا د دې لامل کیږي چې د پناه غوښتنې د دوسیو د پلټنې لړۍ هم کمزورې شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.01.2017):