1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ادبيات

«د ادبياتو په برخه کي د نوبل جايزه سږکال نه وېشل کیږي»

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۴, جمعه

د سویډن اکاډمۍ پریکړه کړې ده چې سږکال د ادبیاتو په برخه کې د نوبل جایزې ورکړه وځنډوي او پلان لري چې په راتلونکي کال کې دغه جایزه ووېشي. دغه پریکړه د اختلاس او د جنسي ناوړه استفادې تر یو لړ تورونو وروسته شوې ده.

https://p.dw.com/p/2xAwX
Nobelpreis - Medaille für Literatur, Physik, Chemie und Medizin

د سویډن اکاډمې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د جنسي ناوړه استفادي د تورونو چې د اکاډمۍ د غړو تر منځ د سختې ناکرارۍ سبب شوې او د دغه جایزې پر پرستيژ یې سیوری غوړلوی دی. دوی پریکړه کړې ده چې دغه جايزه سږ کال وځنډول شي. د سویډن اکاډمي د ادبیابو په برخه کي د نوبل جایزه تنظیموي. دغه اکاډمي په پام کې لري چې د ۲۰۱۹م کال د نوبل جایزو پرمهال به د ادبياتو په برخه کې سږنې جایزه هم اعلان کړي.

د اکاډمۍ د انتقالي دورې مشر اندرس اولسن، ویلي دي چې دوی دا اړینه ګڼي چې وخت ته اړتیا ده، څو د راتلونکي جایزې تر اعلانولو د مخه پر اکاډمۍ باندې د خلکو باور بیرته تر لاسه شي. هغه یادونه وکړه چې دغه پریکړه د تیرو او راتلونکو جایزو ګټونکو ته درناوی هم دی.

د نوبل بنسټ مشر کارل هیندرک هیلدن، ویلي چې د سویډن اکاډمۍ کړکیچ د نوبل جایزې شهرت ته سخت زیان اړولی دی. د هغه په خبره دا پریکړه چې سږکال دي د نوبل جایزې ورکړه وځنډول شي، د وضعیت جدي والي په ګوته کوي او ددغې جایزې د ښه نوم د بیرته په ترلاسه کولو کې به مرسته وکړي. خو هغه ویلي دي چې په نورو کتګوریو کې به د جایزې د ورکړې په برخه کې دغه پریکړه نفوذ و نه لري.

د سږنۍ جایزې د ځنډولو شالید د اختلاس او جنسي ناوړه استفادې افتضاح ګانو ته ورګرځي چې په پایله کې یې د منصفه پلاوي ډیر غړي له خپلو دندو لاس پر سر شول. دغه منصفه پلاوی د پریکړې کولو جوګه نه وو. په وروستیو کې د اکاډمۍ له اتلسو غړو څخه یوازې لس په فعاله توګه اکاډمۍ کې بوخت ول. خو د جایزې د ورکړي له پاره ۱۲ رایو ته اړتیا ده. د اکاډمۍ غړي د موجودو مقرراتو له مخې نه شي تبادله کیدای، ځکه چې له مقرریدو راهیسې عمري غړي دي.

د تیرکال په نوامبر میاشت کې یوې سویډنۍ ورځپاڼې د ۱۸ ښځو شاهدۍ خپرې کړې چې پکښې هغوی ادعا کړې وه چې د اکاډمۍ د یوې غړي کاترینا فروستنسن د فرانسوي خاوند ژان کلاود ارناولت له لوري پرې جنسي تیری شوی او جنسي زورول شوي دي. پر دې سربیره پر آرنولد باندې د ادبیاتو جایزې د کاندیدانو د نومونو افشا کولو تور هم لګول کیږي. خو هغه دغه ټول تورونه ردوي.

دغو بربنډونو اکاډمۍ له ناکراریو سره مخامخ کړه او د دې سبب شول چې د دغه اکاډمۍ چې په ۱۷۸۶م کال کې یې بنسټ ایښودل شوی وو لومړۍ مشره هم له خپلې دندې استعفا وکړي.

دغې اکاډمۍ په ۱۹۰۱م کال کې په اول وار د ادبياتو په برخه کې د نوبل جايزې په ورکړه پیل وکړ. په ۲۰۱۷م کال کې دغه جايزه په جاپان کې زیږیدلي بریتانوي لیکوال کازو ایشیګورو ته ورکړله شوه.