1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ارجنټاين د پوځي دکتاتورۍ د غړو پر ضد محاکمه پېل سوه

۱۳۹۱ آذر ۹, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16sVc

په ارجنټاين کي د پوځي دکتاتورۍ په وخت کي د جنايتونو د پلټلو له پاره تر ټولو پراخه محاکمه پېل سوې ده. په دغه محاکمه کي هغه جنايتونه پلټل کيږي، چي د تورونو له مخي د وخت دکتاتورۍ د ۱۹۷۶ او ۱۹۸۳مېلادي کلنو تر منځ وه. د پلازمېني بوينس آئرس په فدرالي محکمه کي نزدې ۶۸ تورن کسان محاکمه کيږي چي ورباندي د انسان تښتوونو، زهيرونو او د خلکو د ورکولو تورونه لگول سوي دي. په دغه محاکمه کي به د دکتاتورۍ د ۷۹۸ قربانيانو پر ضد د جنايتونو پلټنه وسي او تقريباً د ۹۰۰ شاهدانو شاهدي به واورېدل سي. د لومړي ځل لپاره به د الوتکو هغه پلوټان هم محاکمه کيږي چي ورباندي تور دی، چي ژوندي زندانيان به يې له الوتکي څخه سمندر ته غورځول. د يوه اټکل له مخي په ارجنټاين کي د دکتاتورۍ پر وخت تر ۱۰ زرو زيات انسانان ورک او وژل سوي دي. د بشري حقونو ټولنې حتی د ۳۰ زرو قربانيانو خبره کوي.