1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي ټولني او پاکستان ترمنځ سرمشريزي ته تياری

۱۳۸۹ فروردین ۲۰, جمعه

د اروپايي ټولني او پاکستان ترمنځ اړيکي ډيري نژدې ندي. د اروپا له نظره پاکستان ډير ليري پروت دی، او ډيره د لچسپي د پاکستان سره دده د ګاونډيو هيوادونو، لکه افغانستان او هندوستان په خاطر لري...

https://p.dw.com/p/MrPW
دپاکستان جمهوررييس آصف علي زرداري
دپاکستان جمهوررييس آصف علي زرداريانځور: AP

د اروپايې ټولني د پاکستان په تړاو ستره غونډه به په نژدي راتلونکې کي د سياسي ډاډمنتوب په اړه پوښتنو ته جوابونه وايې.

د تير کال په جون کي د پاکستان جمهورريس آصف علي زرداري بروکسل ته مېلمه رابلل سوی و، او دا په اصل کي د پاکستان او اروپايې ټولني لومړۍ غونډه ول. په هغه وخت کي د اروپايې ټولني اصلي موخه او هدف دا وه، چي پاکستان يو سياسي ثبات ولري.

پدغه هيواد کي په اصل کې سياسي نا آرامۍ د زرداري د مېرمني بې نظير بوټو د مرګ نه وروسته يو دومدار او مسلسل شکل غوره کړی، د عدالت، پوځيانو او ملکي حکومت ترمينځ شخړي په اصل کي د زياتي انديښني وړ دي.

پاکستان يو اټومي ځواک دی او دبله اړخه د افغانستان او پاکستان تر منځ پولو کي اسلامي بنسټپال اروپايې ټولني ته د سر درد دی. د اروپايي ټولني د کميسون مشرجوزي مانويل بروزو تيرکال د پاکستان د جمهورريس زرداري د طالبانو پر ضد مبارزه کي د هڅو ستاينه وکړه.

«موږ د پاکستان د جمهورريس د هغو څو نه ډير متاثره يو، چي پاکستان يو ډيموکراټيک هيواد جوړ سي، ځکه چي پاکستان په نوره نړۍ کي د ترهګرۍ ، او لانجو مرکز و نه ګرځي.»

اروپايې ټولني په تير کال کي د پاکستان سره د مالي او سياسي مرستو ژمنه وکړه، خو دغه ژمنه، د څو هيلو سره تړلي وه، پدي هکله د اروپايې ټولني د بهرنيو چارو کوميساره بينيټا فيريرو والډنر وايې.

«زموږ د مرستو په مقابل کي د پاکستان څخه د اغوښتنه کو، چي د ترهګرۍ پر ضد مبارزه جدي ونيسي، او دا انتظار هم تري لرو چې، د خپل ځان په تړاو هم يو څه په لاره کړي، د پاکستان په ټولو برخو کي بايد يو ښه حکومتي رهبري رامينځ ته کړای سي، تر څو چي موږ وه کولای سو، د پاکستان سره د تعليم په تړاو ګډ کار وکړو. پاکستان بايد خپل ټول کارونه جدي ونيسي، لکه څنګه چې موږ خپل کارونه جدي نيسو.»

Pakistan Asif Ali Zardari neuer Präsident
انځور: AP

دغه خبري خو په اصل کي د تير کال خبري وي، خو ايا پاکستان ددغه ټولني غوښتني او هيلي پوره کړي دي؟ شادا اسلام د پاکستان پيژندني ما هره او په بروکسل کښي د اروپايي پاليسۍ د مرکز غړې، پدې هکله وايې.

«زما په فکر پاکستان د ښه حکومت کولو د رهبرۍ خبره جدي نيولي ده ، ځکه چي دا موضوع په پاکستان کي په اوسني وخت کي يوه ستره موضوع ده، دا چي پدي هکله به پوځي او که ملکي حکومت بر لاسه کيږي، تر اوسه پوري پوره جوته نده، خو زما دا ډار دی، چي پوځيان به بيا يو برلاسه حالت ته راځي، د تعليم خبره په اصل کي د يوي اوږدي پروسي خبره ده، د پاکستان په غرب کي اسلامي مدرسې يوه غټه سردردي ده ، خو دا په اصل کي د يوه نسل پروژه ده. پاکستان بايد د ټولو دمخه ښه دولتي ښوونځی ولري، تر څو پلرونه او ميندي خپل زامن اسلامي مدرسو ته نه، بلکي دولتي ښوونځيو ته وليږي، په حقيقت کي د ترهګرۍ پر ضد مبارزه په پاکستان کي د يو نسل دنده ده.»

ترهګري، پاڅون، او زور زياتی په پاکستان کي د يو څو خبرو اترو په کولو سره د مينځه نه ځي، بلکي د راتلونکي اوږده وخت د پاره کوټلو هلو ځلو ته اړتيا ده، خبره داده، چې پاکستان هم د اروپايي ټولني څخه غوښتني لري او د خپلو غوښتنو په لومړي قطار کي دا خبره ولاړه ده چي د اروپايي ټولني مارکيټونه بايد د پاکستان رختونو ته دروازې خلاصي کړي.

تراوسه پوري ددې موضوع په تړاو نژديوالی ندی راغلی، پاکستان نه غواړي چي ددې څخه وروسته يوازي د مرستو اخستونکی و اوسي، شادا اسلام پدې نظر ده، چي د افغانستان د لانجي څخه پرته به پاکستان دومره د اروپايانو د توجه وړ نه وي ګرځيدلی.

ددي د پاره چي اروپايي ټولنه د اوږده وخت د پاره اغيزه ولري، پکار ده چي د پاکستان سره ګډ کار وکړي، پرته له هغه ددي څخه به اروپايي ټولنه پدغه سيمه کي بي اغيزه پاته سي.

هازلباخ/ ګرديوال

کتونکي : محمد قاسم نوري