1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي ټولني د مهاجرو د سیاست پرسختیدو نیوکي

۱۳۹۶ اسفند ۲۴, پنجشنبه

مهاجر پلوه سازمان(Pro Asyl) مشر گوينتر بورکهارد، د اروپايي ټولني د مهاجرو د سیاست پلان سوي سختیدل، غیر انساني او «د بشر د حقوقو په مقابل کي یې یو شرم آوره خیانت بللئ » دئ.

https://p.dw.com/p/2uLwZ
Deutschland Günter Burkhardt Pro Asyl
انځور: Imago/J. Heinrich

د اروپايي ټولني کمیساري غواړي په راتلونکي کي د ویزې ورکول په دې شرط پوري مربوط کړي چي د هغه اصلي هیواد بيرته خپل مهاجر هم ومني. بورکهارد پردې باندي په داسي الفاظو باندي انتقاد کړی دی: «اروپايي ټولنه غواړي چي مهاجرين په سختي بې اعتنایۍ سره اخراج او د هیچا پروا ونه کړي.»

بورکهارد د اروپايي ټولني او ترکيې ترمنځ له تقریباً دوو کلونو راهیسي تصویب سوي د مهاجرو د تړون پای ته رسیدل غوښتي دي، د کوم پر اساس چي اروپايي ټولنه کولای سي د ۲۰۱۶م کال له مارچ مياشتي راوروسته یونان ته غیرقانوني داخل سوي مهاجر بیرته ترکيې ته واستوي.

بورکهارد د پنجشنبې په ورځ د آلمان له «نويه اسنابروکر» ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي چي دغه تړون «په توهین آمیزه ډول سره عملي کیږي»،ځکه چي اروپا ته د مهاجرو په راتگ کي ډیر کمښت راغلی دی. د ده په خبره «دغه تړون د پناه غوښتني پر یوې حقیقي پروسې باندي حق له منځه وړي».

بورکهارد زياته کړې، څنگه چي دغه تړون کوم حقوقي اساس نه لري، اروپايي ټولنه اوس غواړي داسي حقوقي اساسات رامنځته کړي،چي په وسیله یې اروپا ته د پناه غوښتني حق ته انفرادي مراجعه ډیره محدوده کړي: «په دې ډول سره اروپايي ټولنه له دغي ستونزي څخه مخ اړوي.» هغه وايي چي د پناه غوښتني عریضو ته به نو بیا په عمومي او متحد الشکل ډول سره اجازه ورنه کول سي او د تیښتي دلایل به هیڅ ارزیابي نه سي.

د بورکهارد په خبره د مهاجرو د سیاست پر دغه ډول سختیدو باندي په اوس وخت کي د اروپا پارلمان، د اروپايي ټولني کمیساري او حکومتونه په گډه سره کار کوي.

ارقام او اعداد ښيي چي په ۲۰۱۷م کال کي اروپايي ټولني ته د یوه کال مخکي په پرتله تقریباً نیمايي، یعني څه ناڅه ۶۵۰۰۰۰ انسانان راغلي دي. د بورکهارد په نظر اصلأ باید خبره ددې برعکس وای: «دا یو ډیر تأسف آواره خبر دی، ځکه چي د اروپا په دروازو کي د مهاجرو تعداد بې حده لوړ سوئ دی».

زموږ د آرشیف څخه انځوریز البوم(14.03.2018)