1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي ټولني په غړو هيوادو کي د بهرنيانو سره دښمني ډيره سوې

۱۳۸۷ تیر ۶, پنجشنبه

د اروپايي ټولني د اساسي حقوقو د سازمان کلنی رپوټ په ويانا کي د حيرانتيا سبب وګرځېدی

https://p.dw.com/p/ERQ5
د اروپايي ټولني د غړو هيوادونو بيرغونه
د اروپايي ټولني د غړو هيوادونو بيرغونهانځور: EU

داروپايي ټولني د اساسي حقوقو سازمان چي د کلو کلو راهيسي يې د خپلو تجهيزاتو او وظايفو پر سر دعوه درلوده ، بلاخره د 2007 عيسوي کال په مارچ کښي يې په خپل کار پيل وکړی .

ددغه سازمان چارواکو په ويانا کښي د خپل دفتر څخه درې روځي مخکي خپل لمړنی کلنی رپوټ وړاندي کړی. د دويچه ويلي خبريال پيتر هال برون ليکي چي، په هغه اندازه چي دغه لمړني کلني رپوټ ته خوشالي موجوده وه په هغه اندازه د حيرانتيا سبب هم وګرځيدی، او هغه داچي د اروپايي ټولني په غړي هيوادو کښي د پرديانو سره دښمني ډيره سوې ده. ددغي ادارې مشره اناستازيا ګريک لي وويل چي « دغه حالت هغه احتمال او اټکل زياتوي، چي د2000 م او 2006 مو ميلادي کلو تر مينځ د بهرنيانو سره ددښمنۍ له کبله حملې ډيري سوي دي . او دغه تمايل په 11 هيوادو کي ډير سوی دی . خو د بلي خوا په دغه هيوادو کښي د بهرنيانو سره دښمنۍ ته پاملرنه هم ډيره سوې ده .»

که رپوټ ته ښه ځير سو، نو په هغه کي دوې مساوي خواوي موجودي دي . د يوه طرفه د اروپايي ټولني غړو هيوادو د راسيزم او پرديانو سره د دښمنۍ کولو په وړاندي خپله مبارزه زياته کړې ده، ځکه چي د اروپايي ټولني پريکړو دوی دغه کار ته مکلف کړي دي . د بلي خوا سره له هغه د پرديانو سره دښمني او پر هغو باندي حملې ډيري سوي دي.

د غه ډول موزې په پښه کول په آلمان کي د فاشيز سمبول دی
د غه ډول موزې په پښه کول په آلمان کي د فاشيز سمبول دیانځور: picture-alliance/dpa

مثلاً په جرمني کښي د بهرنيانو سره د دښمنۍ له کبله په 2000 م کال کي 14700 حملې، او په 2006 عيسوي کال کي هغه18000 ته رسيدلي دي، چي دا يو پر پنځمه حصه ډيروالی ښي . په نورو هيوادو کي بيا دغه حملې دوه چنده سوي، او لکه په سلواکيا کي درې چنده سوي دي .

په راپور کي راغلي، فضاد پرديانو او بهرنيانو په وړاندي ګرځېدلې ده. دخلګو سره زيادتره د اروپا فکر او اندېښنه موجوده ده، چي ددغه ډول فضا په وړاندي بايد بې تفاوته ونه اوسيږو. ځکه نو بايد سياسي غوښتني څرګندي او روښانه وي ، او کله کله داسي تصاميم هم ونيول سي چي د خلګو نه خوښيږي.

که په واضح ډول وويل سي، نو هغه داچي، دا کفايت نه کوی چي په بروکسل کي همدغه کسان قوانين تصويبوي، او بيا په خپلو هيوادوکي همدغه کسان چي قوانين يې تصويب کړي دي، هغه نه عملي کوي .

اناستازيا ګريک لي وايي چي د اروپايي ټولني په هيوادو کښي د تبعيض پر ضد قوانينو سره تقريباً په پورته ډول چلند کيږي . ددغه دفتر مقامات وايي چي ډير غړي هيوادونه، د هغې جملې څخه جرمني د تبعيض پر ضدد قوانينو څخه ځان ناخبره اچوي، او مثلاً آلماني مقاماتو په تيرو دوو کلونو کي ددغه ډول اعمالو پر ضد هيڅ چاته نه جزآ او نه هم په نقدی ډول جريمه کړي دي .

د اساسي حقوقو ددغه دفتر مشره پر دې عقيده لري چي، د پرديانو په وړاندي به د سختو قوانينووضع کول د تبعيض په مقابل کي د مبارزې ښه جواب وي . دا وايي : «طبعاً يوازي قوانين د خلګو کردار او رفتار ته تغير نه ورکوي . خو د قوانينو د بدلېدو پرته بله لار هم نسته »

په ويانا کي دغه دفتر وايي چي، اصلي مشکل د قوانينو نه دی، بلکي د اروپايي ټولني د اهدافو او په ساحه کي د هغو د عملي کولو تر مينځ اختلاف دی .