1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي ټولنې د مشرانو نننۍ غونډه د مالي بحران او اقليم په هکله

۱۳۸۷ مهر ۲۴, چهارشنبه

نن د چارشنبي په ورځ د اکتوبر د مياشتي په 15 نيټه د اروپايي ټولني د 27 غړيو هيوادونو د دولتي او حکومتي مشرانو يوه پلان شوي غونډه په بروکسل کي جوړيږي.

https://p.dw.com/p/FZwS
انځور: DW

د تيري يکشنبي په ورځ د اکتوبر مياشتی په 12 نيټه دوي په پاريس کی يوه فوق العاده غونډه هم درلوده، چي په هغه کي د مالي بحران په موضوع باندې خبري شوي. په تيره بيا چی د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه د دغه بحران سره د مبارزې لپاره خپل فعاليتونه څنګه د یوبل سره تنظيم کړي. د اروپايی ټولني د مشرانو په روانه ستره غونډه کي به بیاهم په مالی بحران، د چاپيريال ساتنې، د ليزابن تړون او د روسيي سره د اروپايي ټولني د اړيکو په مسايلو باندي هم خبري وشي.

که څه هم د مالي بحران مساله لا تراوسه سل په سلو کي نده حل شوي، خو بيا هم د اروپايي ټولني مشران بروکسل ته د آرامي په يوه احساس سره راځي. څکه کومو موافقو ته چي دوي د تيري يکشنپی د ورځي د بيړني غونډي په ترڅ کي په پاريس کي سره رسيدلي وو او عملي شوي، په تيره بيا په هغه هيوادونو کي چي يورو چليږي، مثبتي اغيزي کړي.

او د بهادارو اسنادو په ټولو بازارونو کي د اسهامو بيي لوړ شوي. او نن به په بروکسل کي د اروپايي ټولني د27 غړيو هیوادونو مشران د روان مالي بحران په اړوند داسي پريکړي وکړي چی په مالی بازارونو کي د اوږدي مودي به رڼا کي بايد ثبات راشي.

د آلمان لمړي وزيره انګيلا مرکل په عقیده که څه هم د روان مالي بحران سره د مبارزي لپاره ملي پلانونه ضروري وو، خوبیا هم د بحران سره د مبارزاتو تنظیمول په يو اغيزه من کار وي.

دا خو ښه کار دي چی مونږ اروپايی هیوادونه، له فرانسي نه نیولي تر هسپانيي او لندنه پوري ټول د روان مالي بحرانه سره د مبارزي لپاره د يو ډول وسايلو څخه کار اخلو.

هيله ده چی د اروپايې ټولني 12 نور غړي هیوادونه او برطانيا هم هغه لاره غوره کړي، چي د آيرو هيوادونو غوره کړي.

EU Gipfel zu Energie und Klima Plakat in Brüssel
باروسو: د اقلیم ساتني موضوع مونږ بايد له نظره ونه غورزوانځور: AP

تر اوسه د اروپايي ټولني 13 غړيو هیوادونو د بانکونو مالي بحران سره د مبارزي لپاره د دولتي مالي مرستو او دولتي مالي ژمنو په شکل سره دوه بليونه يورو منلي.

که څه هم روان مالی بحران يوه مهمه مساله بلل کیږي، خو بيا هم د اروپاي ټولني د کميسيون مشر خوزي مانول باروسو وايی چی د اقلیم ساتني موضوع مونږ بايد له نظره ونه غورزو:

« دا مساله په اصطلا يو لوکس شي ندی چی مونږ تري صرف نظر وشو کړاي.»

او بیا مخ په وړاندی باروسو وايی چي د مالي بحران په منځ ته راتلو سره د اقلیمی وضع موضوع له منځه نه ځي، نو له دی کبله مونږ بايد د اقلیمي وضع د ښه کيدلو لپاره خپلی پخواني پريکړې په نظر کی ونيسو.

او دا چي د قفقاذ لانجي په اړوند د روسيي سره د اروپايی ټولنې راتلونکي سلوک څه وي، په دی هکله د اروپايی ټولنې د بهرنیو چارو وزيران تراوسه هم يوي ګډي موافقي ته سره ندی رسيدلي. په دی هکله بايد اروپايی ټولني مشران وروستۍ پریکړه وکړي.

د اروپايی ټولنی د نوي تړونلیک په موضوع باندی به د دغي ټولنی د مشرانو په راتلونکي دسمبر غونډه کې خبرې وشي.

په دغه غونډه کې به اروپايي دولتي اوحکومتی مشران د اروپايی ټولنی په چوکاټ کی د کډوالو او سیا سي پناه غوښتني طرحه تصويب کړي. په دغي طرحي سره اروپایان غواړي له یوي خوا اروپا ته په قانوني ډول سره د مهاجرت کولو لپاره یو چوکاټ ولري. خو له بله پلوه د اروپا وچی ته د غير قانوني مهاجرتونو مخه په جدی او اغيزه منه توګه ونيسی.