1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپايي ټولنه کې لا هم د مهاجرو د ویش پر سر توافق نه شته

۱۳۹۸ تیر ۲۸, جمعه

د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو د کورنیو چارو وزیران په دې کې پاتې راغلي دي چې د مدیترانې له لارې دې بلاک ته د ډیرو رسیدونکو پناه غوښتونکو د مدیریت له پاره موقتي تدابیر ونیسي.

https://p.dw.com/p/3MJAp
Spanien | Migranten in Malaga
انځور: picture-alliance/Zumapress

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ په فنلند کې سره راټول شوي ول، څو یوې داسې موافقې ته سره ورسیږي چې له مخې یې په دې ټولنه کې د مهاجرت او په ځانګړې توګه د نویو رسیدلو پناه غوښتونکو د مسئولیت په اړه، د نظر اختلافونه له منځه ولاړ شي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریستوف کاستنر، وویل چې د غونډې ګډونوالو «ډیر متفاوت نظرونه» سره لرل. هغه زیاته کړې ده چې یو شمیر وزیرانو د دې مخالفت کاوه چې هیواد یې نور تازه رارسیدلي مهاجر ومني او ځينو نورو وزیرانو بیا په اروپايي ټولنه کې د لا ډیر یووالي غوښتنه کوله.

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو د وزیرانو تر غونډې مخکې د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر، روښانه کړې وه چې غواړي يوې داسې موقتي توافق ته سره ورسیږي چې له مخې یې د اروپايي ټولنې پر غړو هیوادونو باندې پناه غوښتونکي وویشل شي. خو هغه په عین حال کې په دې اړه چې دغه شان یو تړون په یوه ورځ کې ترلاسه کیدای شي شک څرګند کړ.

خو د اروپايي ټولنې د مهاجرت کمیشنر دیمیتریس اوراموپولوس، بیا هڅه وکړه چې په غونډه کې د نظر اختلافات کم وښيي. هغه وویل: «تیره شپه د پریکړي کولو له پاره نه وه رابلل شوې.»

د دغه اروپايي چارواکي په حواله په دې شپه د غونډې ګډوانو یو له بل سره خپل نظرونه تبادله کړل. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریستوف کاستنر، بیا روښانه کړې ده چې غواړي په راتلونکې اوونۍ کې په پاریس کې د اروپايي ټولنې د ۲۸ غړيو هیوادونو له ډلې څخه د ۱۵ د کورنیو چارو له وزیرانو سره غونډه وکړي.

د لوګزمبورګ د بهرنیو چارو وزیر بیا ګواښ کړی دی چې که د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه سره اتحاد ښکاره نه کړي نو دغه ټولنه د ماتیدو له ګواښ سره مخامخیدای شي.

هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې د آلمان، فرانسې او یو شمیر نورو هیوادونو په څیر غړي، د داسې یوې اروپايي ټولنې له پاره کار کوي چې مدني وي، خو په خبره یې یو شمیر نور غړي بیا د دې مخالف دي او مخه یې نیسي.

آلمان او فرانسه غواړي د لسو هیوادونو یو داسې اتحاد رامنځ ته کړي چې له مخي يې اروپا ته رسیدونکي مهاجر وویشل شي خو د دې پلان له مخې باید پخپله ايټالیا هم یو شمیر مهاجرو ته ځای ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې د ایټالیا ښی اړخی د کورنیو چارو وزیر ماتیو سلواني، له دې کار سره سخت مخالفت کوي.

(ms/nz (AFP, dpa