1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي کډوالو پر سر بحثونو باندي نيوکه

محمد قاسم نوري/ دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۱۵, یکشنبه

د اروپايي ټولني د اجتماعي چارو کميسار اندور وايي چي د دغي ټولني له خوا د کډوالو په مقابل کي د سختو مقرراتو د وضع کولو غوښتنه په اروپا کي د ازاد تګ راتګ له حق سره په ټکر کي ده.

https://p.dw.com/p/1AlRC
انځور: picture-alliance/dpa

د اروپايي ټولني د اجتماعي چارو کميسار لاڅلو اندور، آلمانۍ ورځپاڼي «دي ويلټ» ته ويلي دي چي «موږ بايد خامخا د اساسي حقوقو، لکه د ازاد تګ راتګ او مسافرت له حق څخه دفاع وکړو او د کډوالو په مقابل کي بايد بې ځايه په قهر نه سو.» هغه زياته کړې ده: «اروپايي ټولنه يوه سلسله مقررات لري، چي د سواستفادې مخنيوی کوي. له دې کبله موږ نه غواړو او نه هم داسي نوو قوانينو ته اړتيا لرو چي د تګ راتګ او مسافرت ازادي دي محدوده کړي.»

اندور په عين حال کي دا ومنله چي په ځينو برخو کي کيدای سي، د اروپايي ټولني د مهاجرينو د راتګ له کبله مشکلات رامنځته سي، د بولګې په توګه په تعليمي، د کورونو پيدا کولو او يا اجتماعي مصارفو په برخه کي.

خو د ده په خبره «سړي بايد دغه ستونزي حل کړي، د مثال په ډول هغه مالياتي عايدات چي سړی يې له باندنيو کارګرانو او کارکوونکو څخه په لاس راوړي، يوه برخه يې په دې برخه کي ولګوي.» خو د باندنيو کارګرانو او کارکوو نکو په مقابل کي نوي خنډونه رامنځته کول د مسلې حل نه دی.

دغربت د مهاجرينو پر سر بحثونه

د اندور، په خبره د اروپايي ټولني غړي هيوادونه کولای سي په راتلونکې کي د اروپايي ټولني د مهاجرينو له پاره د ټولني له ټولنيز صدوق څخه نزدې۲۰ فيصده پيسې په ښارونو او ناحيو کي په مصرف و رسوي.

د اروپايي ټولني کميساري، د انترنيټ له لاري روزنيز کورسونه وړاندي کوي، څو په ښارونو او ناحيو کي له مسوولو مامورينو سره مرسته وکړي، چي د اروپايي ټولني د وګړو د ازاد تګ راتګ او مسافرۍ له حق څخه خبر او د هغه مطابق عمل وکړي.

د شک په صورت کي فشار واردول

د آلمان د سوسيال ديموکراټ ګوند مشر او د صدراعظمي مرستيال زيګمار ګابريل د «بيلډ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼي ته ويلي دي، چي په ځينو غټو ښارونو کي به د هغو مهاجرينو په راتګ سره مشکلات رامنځته سي، چي کارونه پيدا نه کړي، په نامه ځان مستقل درج کړي او په خرابو او غير انساني شرايطو کي ژوند وکړي.

په دې ډول نو ښارونه تر ډيره حده پوري يوازي پريښوول سوي دي. ګابريل وايي چي «د دغو ښارونو او تر ټولو دمخه له انسانانو سره بايد موږ مرسته وکړو.» د دې دمخه د آلماني ښارونو او ناحيو د اتحاديې مسوول ګېرد لنډس بيرګ ويلي ول: «موږ اصلاً د اضافي مالي په تمه يوو.»

موږ د هغوی له پاره د اوسيدلو ځايونه نه لرو، موږ داسي مسلکي اجتماعي کارکوونکي هم نه لرو چي د دغو خلګو په ژبه پوه سي. که دوی نه پيسې او نه هم د اوسيدلو امکانات ولري نو سختي ستونزي به ولري.»

خو د ګابريل په خبره په عين حال کي بايد د دوی په هيوادونو کي له فقر او بې وزلۍ سره مبارزه وسي. د دې کار له پاره اروپايي ټولني ډيري پيسې په اختيار کي ور کړي دي. په دې برخه کي رومانيا او بلغاريا هم راځي.»

ميرکل د ګوندونو ترمنځ شخړه ختمه کړه

د اتحادي ګوندونو يعنی مسيحي ديموکراټ او سوسيال مسيحي ګوند او سوسيال ديموکراټ ګوند تر منځ په اروپايي ټولنه کي د رومانيايانو او بلغاريايانو د ازاد تګ راتګ پر سر بحثونه دوام لري. پر سوسيال مسيحي ګوند باندي انتقاد ورځ په ورځ مخ پر ډيريدو دی. خو مخکي تر دې چي دغه شخړه ډيره جدي سي، صدراعظمي انګيلا ميرکل مداخله وکړه.

د دغو بحثونو دليل دادی، چي د ۲۰۱۴ مېلادي کال د جنورۍ میاشتي له لومړۍ نېټې څخه بلغاريايي او رومانيايي کارګران کولاي سي د اروپايي ټولني په ټولو هيوادونو کي ازاد کار وبار وکړي.

دوی نور ويزې او د کار اجازې ته اړتيا نه لري. خو تشويش ځکه مخ پر ډيريدو دی، چي په دې وسيله به اجتماعي سيستم تر فشار لاندي راسي. په همدې دليل سوسيال مسيحي ګوند غواړي، چي د اروپايي ټولني د غريبو مهاجرينو له پاره تګ راتګ سخت کړي چي په همدې کار سره يې بيا سوسيال ديموکراټان او اوس هم د اروپايي ټولني کميساري مخالفت کوي.