1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپاڅخه افغانستان ته

۱۳۹۰ مرداد ۱۸, سه‌شنبه

د نړۍ زیاتره خلک د2001 کال د سپټمبر یولسمه نیټه د یوی ټاکونکې ورځ په نامه پيژنې. د امریکا د متحده ایالاتو وحشیانه پيښو د ټولۍ نړۍ د خلکو لپاره د ځانسره عواقب درلودل چی اروپا هم پکی شامله وه.

https://p.dw.com/p/12Dh0
انځور: DW

د فریتس اورباخ په نامه د یو المانې ډګروال استول هم شامل وو. نوموړی څو ځله د جرمنی د پوځ د افسر په توګه د خپل ټاټوبی څخه ډير لری په افغانستان کی دنده ترسره کړیده تر څو په دغه ځای کی د ترورستانو ځالې لمنځه یوسی.

« زه مطمین نه وم چی دا به یو واقعی انځور وی. دا ډير غیر واقعی په نظر ښکاریدله، او زما لپاره د منلو وړ نه وه. په هغه وخت کی ماته دا اندیښنه هم راپیدا شوه چی دغه پيښي به مونږ، او عربې نړۍ ته څه عواقب ولري.»

فرینس اورباخ چی 52 کلن دی متاهل او د دریو زامنو پلار دی د 1997 کال راهیسی د جرمنی په پوځ کی دنده ترسره کوی. نوموړی په 2001 کال د سپټمبر د میاشتی په یولسمه نیټه په یوی عسکری قشلی کی ؤ، او پر نړیوال تجارتې مرکزونو ترورستی بریدونه یی د تلویزون له لاری تعقیبول.

دغه ترورستی حملې د ناټو په تاریخ کی د لومړی ځل لپاره د دی سبب شو چی د دغه تړون ملګری یو د بل مرستی ته ور ودانګی. د المان پوځ د دغه هیواد د پارلمان د تصویب څخه یواځي څو میاشتی وروسته په نړیوال ماموریت کی د افغانستان د ثبات په خاطر برخه واخسته.

« ما په هغه وخت کی د پوځ د کمانډو په مشریزی کی په غیر مستقیمه توګه د پلانونو په جوړونه کی برخه درلودله. د لومړی پوځی قطعی راټولول ، روزل او د هغوی کابل ته په استولو کی می ونډه درلودله.

د نومبر د میاشتی په پای کی او یا هم شاید د همهغه کال د دسمبر د میاشتی په پیل کی د ترکیی په هیواد کی د ناټو په تعلیمی مرکز کی وم. په همهغه ځای کی د افغانستان څخه خبری کیدل او په هوا کی د( بی52 )بم غورزونکو الوتکو لوګی چی د افغانستان په لور روان وو تر سترګو کیدل، چی د توره بوره د د سیمی د بمباری دنده ورته سپارل شوی وه. په همهغه ځای کی می یو بل ډول احساس پيدا کړ، چی دا یو خیالې یا تصورې صحنه نه ده، بلکی دا یو واقعت دی چی اوس ورسره مخامخ یو.»

په دی توګه اورباخ د لومړی ځل لپاره په 2003 کال کی افغانستان ته لاړ. هغی باید خپل کم عمره ماشوم او میرمنه په جرمنی کی پریښۍ وایی: د اورباخ د وینا له مخی چی میرمنه یی د یوی پوځی کورنې څخه ده، د ده د دغی دندی سره یی تفاهم ښودلو او له ده څخه به یی ملاتړ کاوه.

اورباخ د افغانستان د بیارغونۍ په برخه کی خپله ونډه ترسره کوی. نوموړې د 6 ځله څخه زیات په کابل او د افغانستان په شمال فیض آباد کی دنده ترسره کړی ده. هغه د خپلو دندو په اړه وایی:

« کله چی افغانستان ته وکتل شی زمونږ ماموریتونو مختلفی مرحلی تیری کړی دي. په لومړی سر کی په 2002 کال کی زمونږ ماموریت نسبتآ په یوه آرامه امنیتی فضا کی پیل شو. د دی لپاره د نسبتآ کلیمه استعمالوم چی وروسته مونږ په پرلپسی توګه لیدل چی دا ډول نه دی. خو مونږ د دغه حالت سره د ځان برابرولو لپاره وخت درلودلو. داسی یو حالت چی د پخوا په پرتله پکی تهدیدونه ډیر احساسیدل یعنی امنیتی وضعه لا پسی خرابیدله.»

د جرمنی د پوځ مشریزی ته ډیر ژر معلومه شوه چی د دوی لومړی هدف چی افغانستان تر ټولو د مخه یو با ثباته ډیموکراسی ته ضرورت لری حقیقت نه لری. فریتس اورباخ څو ځله په افغانستان کی د بنسټ
پالو د کرکجنۍ څیری سره مخامخ شوی دی.

نوموړې چی کله په فیض آباد کی د المان د پوځي قرارګان د قوماندان په توګه دنده ترسره کوله د خپلو دری تنو سرتیرو د ووژل کیدو شاهد ؤ. نوموړی وایی هغه تر ټولو زیات د 2010 کال د اپریل د برید شاهد دی چی په هغی کی د دوی د ولایتی بیارغونۍ د ټیم دری تنه المانې سرتیری ؤ وژل شول او 5 تنه نور ټپیان شول.

په افغانستان کی د جرمنی د پوځ د ماموریت له پیل څخه تر اوسه یعنی (د 2011 کال د جون د میاشتی د لومړی نیټی) پوری ټول 50 تنو المانې سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

فریتس اورباخ پوهیږی چی هیڅ داسی ضمانت نشته چی د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته دی دغه هیواد یو ځل بیا د ترورستانو د فعالیتونو په مرکز بدله نه شی. نوموړی وایی:

« مونږ واقعآ په 2002 کال کی د خپل ماموریت په پيل کی داسی وویل چی په افغانستان کی د خپل درک او پوهی پر اساس دیموکراسی عملی کوو، بشری حقونه او د ښځو د حقوقو مساوات رامنځته کوو.

خو فکر کوم چی د ترخو تجربو سره باید د دی تصور سره خدای پامانې وکړو. زما په نظر اوس باید خپله افغانان تیار شی چی د امنیت مسوولیت په خپله غاړه واخلې، او یو خود کفا رهبری رامنځته کړی. کله چی په دی بریالې شو نو په هغه وخت کی کولای شو دوی یواځی پریږدو.»