1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایي پارلمان له ايران سره د اټومي تړون بدلون رد کړ

۱۳۹۶ دی ۲۷, چهارشنبه

ولسمشر دونالد ترمپ له اروپايانو څخه د ايران پر ضد د کلک دريځ خپلولو غوښتنه کړې. خو اروپايي پارلمان د امريکا پر مقاومت سربيره هم غواړي پر دغه تړون ټينگ پاته شي. اروپايي پارلمان د تړون له لغو کولو څخه خبرداری ورکړی.

https://p.dw.com/p/2qyfr
Europäisches Parlament beschließt Resolution über die Empfehlung zur Östlichen Partnerschaft
انځور: DW/I.Sheiko

د اروپايي ټولنې د پارلمان ويناوالو د ايران د ملايانو پر رژيم د وروستيو مظاهرو پر وخت پر زورزياتي سختې نيوکې وکړې. د اروپايي ټولنې د کميسيون د اټکلونو پر اساس په دې حکومت ضد مظاهرو کې کابو۲۰ تنه ووژل شول. خو په عين حال کې د امريکا متحدو ايالاتو پر ولسمشر دونالد ترمپ هم چي له ایران سره یې د اتومي تړون د لغو کولو گواښ کړی، سختې نيوکې وشوې. دوه کاله مخکې د ملگرو ملتونو، امريکا، اروپايي ټولنې او روسیې سره د رامنځته شوي تړون له مخې ايران ځان مکلف کړی چې د اټومي وسلو له جوړولو څخه به ډډه کوي. خو ترمپ دا تړون ناقص بللی او په دې کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي.

خو په بروکسل کې بهر ميشت ایرانيان د زاړه رژيم له بيرغ سره د اروپايي پارلمان د ودانۍ مخې راټول شوي، څو د ننني ايران د ستونزو يادونه وکړي. د مظاهرې يو گډونوال وايي:

«ايران په خپلو گاونډيو هيوادونو کې ناآرامي رامنځته کړې ده. که دا افغانستان وي او که سوريه او که عراق. دا هيواد  د حزب الله په څير ترهگرې ډلې د ايرانيانو په پيسو تمديلوي.»

اروپايي ټولنه او امريکا هم له ترهگرو ډلو سره د ايران اړيکو ته په انتقادي نظر گوري. خو په بروکسل کې د ايران د بهرنيو چارو له وزیر سره په تازه ليدنه کې د اروپايي ټولنې له خوا روښانه شوه چې اټومي تړون بايد د ایران له نورو ستونزو سره مخلوط نه کړل شي.

د اروپايي ټولنې د پارلمان د زرغون گوند غړې باربره لوخبيلر په دې هلکه وويل: «زه فکر کوم ولسمشر ترمپ دا خبره هيره کړې ده چې دا تړون تر څو کالو هلو ځلو وروسته رامنځته شوی. دی فکر کوي چې دا تړون به په يوه اوونۍ کې بدل کړای شي. خو دی ‌ډير ساده دی. نوي خبري اترې به د تړون د لغو کولو په معنا وي او پوهيږو چې دا به کومې پايلې ولري.»

ترمپ بايد مسئولانه چلند وکړي

د اروپايي ټولنې د پارلمان د سوسيالستانو د گوندي له جناح څخه کنوت فليک شتاين وويل: «اوس وخت رارسیدلی دی چې د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر مسئولانه چلند وکړي.» د گاونډي هيوادونو د سياست کميسار يوهانس هان وويل چې موږ دې نتيجې ته رسیدلي يو چې دا اتومي تړون د امريکا متحدو ايالاتو د څرگندونو برخلاف په سمه توگه عملي کيږي او له امله یې د سیمې امنيت ښه شوی دی. ده وويل: «موږ بايد په هر حال کې پر دې تړون ټينگ پاته شو.» هان زياته کړه: «دا په کلکه څارل کيږي او ايران یې تر اوسه ټولې مادې عملي کړي دي.»

Knut Fleckenstein, SPD-Abgeordneter aus Hamburg im EU-Parlament
کنوت فليک شتاين: ترمپ بايد خپل مسئوليت وپيژنيانځور: Christiane Rogge

هان وويل: «د اروپايي ټولنې ټول غړي بې له کومه شرطه د دې تړون ملاتړ کوي.» د اروپايي ټولنې د پارلمان کابو ټول غړي هم په همدې نظر ول.

اروپايي ټولنه غواړي په اقتصادي برخه کې مرسته وکړي

له گاونډيو هيوادونو سره د اروپايي ټولنې د سياست کمیسار يوهانس هان په نظر په ايران کې د مظاهرو اصلي علت خراب اقتصادي حالت دی: «اروپايي ټولنه غواړي چې د دغه هیواد له اقتصاد سره مرسته وکړي، خو د بشري حقونو ستونزې به هم له نظره ونه غورځوي.» ده زياته کړه چې د ایران د ټولو وگړو اقتصادي وضعه بايد مثبت بدلون ومومي. د اقتصادي بندیزونو ځنډول او يا لغو کول به مرسته ونه کړي. هان زياته کړه: «اروپايي ټولنه د ځينو اړينو اقتصادي اصلاحاتو په برخه کې مرستې ته چمتو ده. دا مهمه ده چې د پیسو سپينولو او فساد پر ضد مبازره وشي.»

د اروپايي ټولنې د پارلمان غړي ديود مک الیستر د ايران پر مشرتابه غږ وکړ چې د مظاهره کوونکو د غوښتنو درناوې وکړي. ده وويل: «خلک د فساد او خويش خورۍ او واسطه بازۍ له وجې خفه دي. دوی نه غوښتل چې د مالیې پیسې یې په سوريه او يمن کې پر نيابتي جگرې مصرف شي او يا د افراطي ډلې حزب الله حسابونه ته ولويږي.»

د مسيحي ديموکرات گوند دغه سياستوال زياته کړه چې مظاهرې بايد په زور ونه ځپل شي او سياسي بنديان بايد آزاد کړل شي.

د مسيحي اتحاد يوه بل غړي ميشل گالر له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې که چیرې موږ شمالي کوريا او ايران سره پرتله کړو نو شمالي کوريا د ایران برعکس اتومي وسلې لري او تل د دې وسلو د کارولو گواښ هم کوي. دی زياته کړه: «که چيرې موږ د شمالي کوريا غوندي وضعه په ايران کې ولرو نو نه غواړم په دې اړه فکر وکړم چې بيا به حالات څرنگه وي. موږ خوښ يوو چې له ايران سره دا تړون لرو چې رامنځته کيدو یې لس کاله وخت  ونيو.»

Georg Mathes/ Bernd Riegert (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: