1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا اتحاديه د افغانستان په شمال کي پر هوايي ببماري خواشيني ده

۱۳۸۸ شهریور ۱۴, شنبه

د اروپا د اتحاديي مشر ديپلومات خاوير سولانا: «زه ډير خواشيني يم د هغو کورنيو لپاره چي خپل غړي يي د تيلو د دو ټانکرونو په دي چادونه کي له لاسه ورکړل، دا يو ډيره غمجنه پيښه ده.»

https://p.dw.com/p/JSjV
افغان پوليس کندوز ته نژدي د سوځول شو ټانکرونو چي طالبانو تښتولي ؤ، پلټنه کوي
افغان پوليس کندوز ته نژدي د سوځول شو ټانکرونو چي طالبانو تښتولي ؤ، پلټنه کويانځور: AP

په کندوز کي د طالبانو له خوا د تيلو په تښتول شوو دو ټانکرونو باندي د ناتو د آيساف د ځواکونو د هوايي بمباريو سره يو ګڼ شمير خلک ووژل شول.

د اروپا د اتحاديي د بهرنيو چارو وزيرانو چي د سويدن په پلازمينه ستاکهلم کي سره ټول شوي ؤ، د دغي پيښي په هکله خواشيني څرګنده کړي ده.

په ستاکهلم کي د اروپا د اتحاديي د بهرنيو چارو وزيرانو يوه غونده چي افغانستان يي هم په اجندا کي وه، د کندوز د پيښي تر سيوري لاندي پريوته. هغوي اصلا په دغه دوه ورځني غونډه کي غوښتل چي د افغانستان په اړه د نوي لاري چاري په هکله سره مشوره وکړي. خو په دو ټانکرونو باندي هوايي بمباري چي ويل کيږي تر 90 کسانو پوري پکي ووژل شول،غونډ ه په دي مصروفه کړه چي ولي دغسي يوه پيښه وشوه..

د اروپا د اتحاديي مشر ديپلومات خاوير سولانا د جمعی په ورځ د دغی يښی په سخته خواشنيي څرګنده کړه:

«زه ډير خواشيني يم د هغو کورنيو لپاره چي خپل غړي يي د تيلو د دو ټانکرونو په دي چادونه کي له لاسه ورکړل، دا يو ډيره غمجنه پيښه ده.»

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير، داويد ملي بند هم خواشيني څرګنده، خود يو ګن شمير وژل شو کسانو په هکله يی خپل قهر او غوصه په احتياط سره ښکاره کړه، که څه هم تر اوسه پوري معلومه نه ده چي آيا د دغي ببماري په نيتجه کي يواځي طالب ياغيان وژل شوي او که ، څرنګه چي ځايي افغان چارواکي ادعا کوي، د حملي قربانيان ماشومان او ملکي خلک دي.

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير:

« دا يوه غوڅه او پريکړنه شيبه ده چي د ناتو سرتيري او د افغانستان وګړي بالاخره يو بل ته لاس ورکړي. ښکاره ده چي دغسي پيښي په دي برخه کي کومه مرسته نه کوي. مونږ بايد په ښکاره توګه په دي هکله وغږيو چي رښتيا څه پيښ شوي دي. او دا هم يقيني کړو چي بيا دغسي پيښي نه تکراريري.»

په عين وخت کي په بروکسل کي چيرته چي د ناتو عمومي مقر دي، د هغه سازمان عمومي منشي، اندرز فوګ رازموسن د پيښي د پلټني لپاره امر ورکړي دي. هغه وويل چي په کابل کي د ناتو عمومي قرارګاه څخه کار پوهان کندوز ته استولي شوي ترڅو د دغي هوايي ببماري په هکله په دقيقه توګه پلټنه وکړي:

« د افغانستان خلک بايد پوه شي چي مونږ د هغوي د ساتني لپاره مکلفيت لرو. په همدي وجه د دغي حملي علتونه به په پوره ځيرتيا او بشپړه توګه وپلټو او روښانه کړو».

نوموړي پيښي سره کيداي شي چي ، د افغانستان په وړاندي د نړيوالي ټولني ستراتيژي باندي بحث او خبري له سره تندي شي، البته نه يواځي په آلمان کي.

که څه هم د سويدن د بهرنيو چارو وزير، کارل بيلت ټينګار وکړ چي په تيرو اونيو کي د ولسي خلکو په مرګ ژوبلو کي کموالي راغلي دي او او داسي ښکاري چي دغي نوي ستراتيژي خپل لومړني ثمري ورکړي دي. سر بيره پر دي دا چي د افغانستان د ټاکني تر زياتي کچي په سوليزه توګه تر سره شوي، اروپايان دا بله ښه نښانه ګڼي. په عين وخت کي هغوي له دي خبري انکار هم نه کوي چي په دي برخه کي لا تراوسه کم کار شوي چي د امنيت مسووليت خپله افغانانو ته وسپارل شي. په خاصه توګه د افغانستان د امنيتي ځواکونو روزنه ډيره ورو روانه ده. خصوصا د پوليسو. د دي نيمګرتيا مسووليت د اروپا د اتحاديي په غاړه دی.

پيترهايلبرونر/ عبدالباري حکيم

کتونکي: احمد ولي اڅکزي