1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا او مراکش تر منځ د مهاجرت معضله

۱۳۹۷ آبان ۳۰, چهارشنبه

د مراکش شاهي هیواد ډیر اتباع اروپا ته مهاجر کیږي. دوی په بهرنیو هیوادونو کې د ښه کار او ډیرې ګټې په لټه کې وي. د دغه هیواد شاوخوا ۵ میلیونه وګړي له هیواد څخه د باندې ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/38f9l
Marokko Migration Afrika Mittelmeer
انځور: picture alliance/AP Photo

په حقیقت کې مراکش له ډیري مودې راهیسې د مهاجرو له پاره په یو کوربه هیواد بدل شوی دی. د ځينو افریقایې هیوادونو مهاجر دغه هیواد ته مخه کوي. دغه کسان یا خو په مراکش کې پاتيیږي او ځانته د کار پیدا کولو کوښښ کوي او یا هم له دې هیواد څخه د اروپا پر لور خپل سفر ته ادامه ورکوي.

دې وضعیت مراکش له یو ستونزمن حالت سره مخامخ کړی دی. له یوې خوا دغه هیواد غواړي په اصطلاح له خپلو افریقایې خویندو ورونو سره مرسته وکړي او له بلې خوا د اروپا پر لور د افریقایې پناه غوښتونکو د بهیر د مخنيوي له پاره له اروپایې اتحادیې سره د سرحدونو د ساتنې په برخه کې ګډه همکاري لري. 

په همدې حال کې دغه هیواد په پرله پسې ډول انکار کوي چې ګوندی مراکش د مهاجرت سیاست په برخه کې په اروپا کې د یوه ژاندرما یا ساتونکي پولیس په توګه عمل کوي. خالد ظروالي د دغه هیواد په کورنیو چارو وزارت کې یو مهم کس او د مهاجرو او سرحدي حفاظت د څانګې مشر دی. هغه وایې: «مراکش هیڅکله هم نه پخوا، نه اوس، او نه هم په راتلونکي کې د هیچا له پاره د ژاندرما رول نه لوبوي».

کله چې له هغه څه پوښتنه وشوه چې ولی نو اوس په پرله پسې ډول دومر ډير خلک له مراکش څخه هسپانيا ته ځي؟ هغه درې دليله وړاندې کړل. یو دا چې ویل کیږي له ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو راهیسې مهاجر په اروپا کې په قانوني ډول د پاتېدو ښه چانس ترلاسه کوي. دویم دا چې په مدیترانه کې د مرستندوی سازمانونو د ژغورنې ماموریتونه د دې سبب کیږي چې پناه غوښتونکي فکر کوي چې که د اوبو له لارې لاړ شي نو وبه ژغورل شي.

دریم دا چې د نشه یې توکو قاچاقبرانو داسې آوازې خپرې کړي دي چې پناه غوښتونکي او مهاجر په وړیا توګه له مراکش څخه هسپانيا ته انتقالیږي. خالد ظروالي په دې باور دی :«په سیمه کې هغه عوامل چې مهاجرت خلکو ته په زړه پورې کوي، تر هغو اقداماتو ډیر غښتلي دي چې د پناه غوښتونکو د مخنيوي له پاره شوي دي».

۱۴ کلن پناه غوښتونکی چې مستعار نوم یې محمد دی د «تنګر» له بندري ښار څخه د هسپانيا ساحل لیدلي شی. نوموړی وایې غواړي چې هسپانيا ته لاړ شي. محمد ادعا کوي چې په یولس کلنۍ کې له خپل ټاټوبي «فیس» څخه وتلی دی. هغه له خپل پلندر سره مشکل درلود او تل به وهل ټکول کیدی. وروسته هغه په «تانګر» کې له خپل تره سره کار پیل کړ، خو دا کار یې هم بیا پریښود.

وروسته هغه په یو بازار کې په مسلکي ډول خیاطي زده کړه او بیا یې په همدې برخه کې کار کاوه. خو د کار د څيښتن د ناوړه چلند له امله هغه له دې کار هم ستړی شوی دی. اوس محمد غواړي د نورو ځوانانو په څیر ځان په یوه بار وړونکي کښتۍ کې پټ کړي او هسپانيا ته مهاجر شي.

محمد د دې کار دليل داسې بیانوي: «زه فکر کوم چې هغه ځای یعنې هسپانیا له مراکش څخه ښه دی. هغوی تاسې یو مرکز ته انتقالوي خواړه او جامې درکوي، زده کړه درکوي. په مراکش کې د ځوانانو مرکزونه لکه د زندان په څیر دي. له تاسې څخه ناوړه استفاده کیږي او په کافي اندازه خواړه هم نه شته».

محمد دا ټول معلومات په هسپانیا کې له خپلو ملګرو څخه ترلاسه کړي دي. خو هغه د مهاجرت پر لار له خطرونو چې کیدای شي ورسره مخامخ شي هم خبر دی. محمد پوهیږي چې حتی مرګ یې ګواښي.

Marokko Migration Afrika Mittelmeer
مراکش په لس ګونو زره کډوالو ته ځای ورکړی دی.انځور: picture-alliance/dpa/dpaweb

لږ وړاندې په یوه بله چوکۍ کې افریقایان ناست دي. دوی هم د مدیترانې له لارې اروپا ته د رسیدو په تمه دي. دا مسئله د مراکش له پاره په سرخوږې بدله شوې ده. دغه پناه غوښتونکي د افريقا له سویلي هیوادونو څخه راغلي دي.

یو شمیر یې له جګړو تښتیدلي دي او ځيني نور یې بیا د ښې راتلونکې په لټه کې دي. ځنې بیا غواړي په مراکش کې پاتې شي او ځيني یې بیا د اروپا پر لور د خپل سفر په تکل کې دي. یو شمیر له دوی څخه په ښارونو کې خیمه وهي او یو شمیر نور یې د مراکش د شمال په ځنګلونو کې ځان پټوي او له مدیترانې څخه د تیریدو له پاره د موقع په تلاش کې دي.

کله چې چارواکي له ساحل څخه د پناه غوښتونکو د لیري کولو او د هیواد سویل ته د دوی د انتقالولو له پاره عملیات پیلوي، بیا پر دوی تور لګول کیږي چې پولیس بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

په مراکش کې د بشري حقونو له سازمان څخه خدیجه ایناني وایې: «د مراکش امنیتي چارواکي د افريقا د صحرا له مهاجرو سره په پراخه پیمان او تر اندازې ډیر زور زیاتی کوي. دغه مهاجر په هیواد کې یو له تر ټولو کمزورو ډلو څخه دي».

د مراکش د کورنیو چارو وزارت بیا دا ډول ادعاوې ردوي. سربیره پر دې خالد ظروالي اشاره کوي چې مراکش په لس ګونو زره کډوالو ته ځای ورکړی دی. خو دلته یوازې د نورو افریقایې هیوادونو مهاجر نه دي مطرح. ډیر مراکشیان غواړي اروپا ته لاړ شي.

د خالد ظروالي له پاره یوه موضوع ډیره روښانه ده او هغه دا چې د انساني قاچاق مافیا د پيسو ترلاسه کولو له پاره له هر څه څخه کار اخلي. نوموړی زیاتوي: «کله چې د قاچاقبرانو شبکې پوه شي چې د مهاجرو مشخصې ډلې له اروپا څخه نه اخراجیږي، بیا نو دوی د پناه غوښتونکو پر همدې ډلې تمرکز کوي».

ظروالي وایې دا چې یو شمیر اروپایې هیوادونه لکه هسپانیا، فرانسه او آلمان تر۱۸ کلنۍ کښته کسان نه اخراجوي، نو ډیرې کورنۍ او د انساني قاچاق مافیا هم همدغه ډله کسان په نښه کوي. هغه وایې چې اروپایې او افریقایې هیوادونه باید د دې کار پر ضد ګډه همکاري وکړي.

مراکش په ځانګړي توګه غیرقانوني مهاجرت، په انساني قاچاق پورې اړوند جرایم او د افراطیانو د داخلیدو خطر ته د ملي امنیت د مهمې مسئلې په سترګه ګوري او وروسته بیا له اروپا سره د همکارۍ موضوع ورته مطرحه ده.

خو مراکشي چارواکي وایې چې محدود مالي او انساني منابع په اختیار کې لري. خالد ظروالي وایې چې له اروپایې اتحادیې سره یې د نویو مالي مرستو له پاره خبرې اترې پيل کړي دي. 

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ: