1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا د اتحاديي غړي ولسونه خپل اروپايي پارلمان ټاکي

۱۳۸۸ خرداد ۱۷, یکشنبه

نن د اروپا د اتحاديي د پارلمان د استازو د ټاکنو د لړۍ په دوام کي په آلمان او 18 نورو اروپايي هيوادونو کي خلک خپل نوی اروپايي پارلمان ټاکي...

https://p.dw.com/p/I4wV
د اروپايي پارلمان د ټاکلو له پاره په ټوله اروپا کي رايي ورکول کيږي
د اروپايي پارلمان د ټاکلو له پاره په ټوله اروپا کي رايي ورکول کيږيانځور: AP

په آلمان کي د دغو ټاکنو له پاره وروستي انتخاباتي مبارزه پرون ماښام پای ته ورسيده. د جرمني د 64,3 مليون راييو مستحق وګړو باندي ږغ شوی، چي د اروپا په پارلمان کي خپل 99 استازي وټاکي. د آلمان لومړۍ وزيري، انګلا ميرکل چي د مسحي ديموکرات ګوند مشره ده هم پر خپلو خلکو ږغ وکړی، چي له خپلو راييو څخه استفاده وکړي او د راييو صندقونو ته ورشي.

« موږ اروپا ته د نړیوال مالي مقرراتو د جوړولو له پاره اړتيا لرو. موږ اروپا ته اړتيا لرو، کله چي موږ د اقليم او چاپيريال ساتني پر سر په نړیواله کچه خبري کوو»

د اروپايي پارلمان د څوکي د نيولو له پاره د سياسي ګوندونو تر منځ هسي سيالي روانه ده، لکه چي هغوي خپل ملي پارلمانونه ټاکي... هر ګوند هڅه کوي چي د خپلو ملي ګټو په پام کي نيوني سره د اروپايي پارلمان له پاره د خپل ګوند پروګرامونه معرفي کړي او په دې ډول رايي ورکونکي راخپل کړي.

د آلمان د سوسيال ديموکرات د ګوند مشر، فرانز ميونترفيرنګ د اروپا د پارلمان له پاره په خپلي انتخاباتي مبارزه کي د انګيلاميرکل د مسيحي ديموکرات او د جرمني د آزادو ديموکراټانو د يوه راتلونکي احتمالي ايتلاف چي ميونترفيرنګ هغه د« تور او ژيړ» دايتلاف په نامه يادکړ، په خلاف ږغ پورته کړ، چي نه يوازي د آلمان په ملي پارلمان کي،بلکي د اروپا په پارلمان کي هم د هغو د برياليتوب مخه ونيسي:

يوه جرمنۍ مېرمن د رايي ورکولو پر مهال
يوه جرمنۍ مېرمن د رايي ورکولو پر مهالانځور: AP

« د تور او ژيړ ايتلاف مخه نه يوازي په آلمان کي، بلکي په اروپا کي هم بايد ونيوله شي.. د يکشنبي د ورځي د راييو ورکولو پيغام هم دغه دی. سوسيال ديموکراټانو ته رايي ورکړی چي په اروپا کي هم غښتلي شي.»

خو د آزادو ډيموکراټانو مشر، ګويدو وستر، ويلي پرته له دې چي پر سيالو ګوندونو باندي حمله وکړي د اروپايي پارلمان له پاره خپله انتخاباتي مبارزه د اروپايي مقرراتو د نفوذ د پراخيدو په خلاف یادونو سره پای ته ورسوله:

«اروپا د سولي له پاره ښه ده موږ اروپا ته اړتيا لرو،خو اروپا بايد مقررات ونه ټاکي او نه اجازه بايد ورکړل شي، چي مقررات وټاکي. د هغې دنده بايد داوي چي يوازي بنسټيزو مسايلو ته پام واړوي.»

د اروپا د پارلمان د څوکيو د نيولو له پاره دغه ډول سيالي د اروپا د اتحاديي د 27 غړو هيوادونو د ټولو سياسي ګوندونو ترمنځ د پنجشنبي د ورځي راهيسي څخه پيل شوي وي ..په وروستيو کلونوکي د ختيځي اروپا هيوادونه، لکه د چک جممهوريت، هنګري، پولنډ، سلواک، رومانيا او بلغاريا هم د اروپا د اتحاديې غړي شوي او په اروپايي پارلمان کي استازي لري..د اروپا پارلمان د پخوا په نسبت ډير غښتلی شوی دی، اصلي موخه د اروپايي خلکو يو والی دی،هغه چي پخوايي د يوبل پر خلاف جګړه کوله اوس د یو موټی کیدو او د یوه «ولس کیدو» په لور ګام اخلي. د اورپا د پارلمان رييس هانز پوتيرينک:

« په پخوا زمانه کي زموږ په ټولو پخوانيو پېړيو زموږ نسلونه د يو بل پر خلاف جنګېدل، خو نن په ګډه د يو سوله ايز راتلونکي له پاره تصيمم نيسو...»

Schmitz, Werner/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل