1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا د مهاجرت سیاست پر ضد د ۲۶۲ سازمانونو سرخلاصی لیک

۱۳۹۸ فروردین ۱۵, پنجشنبه

د مدني ټولنو ډیر سازمانونه د مهاجرو له روان وضعیت څخه د دفاع په برخه کې بې وسه دي. په زرونو انسانان پر دې لاره خپل ژوند بايلي. دوی د آلمان له صدراعظمې څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3GEf3
BG Die vielen Gesichter Europas
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Palacios

د مدني ټولنو ۲۶۲ سازمانونو د آلمان له صدراعظمې انګلا میرکل څخه د مهاجرت سیاست په برخه کې د یوې نوې تګلارې غوښتنه کړې ده. دغو سازمانونو د آلمان حکومت ته په یوه سرخلاصي لیک کې لیکلي دي: «موږ د اروپا اوسني سیاست ته په کتلو سره ټکان خورو، کوم چې په پرله پسې ډول سختیږي او محدودیتونه وضع کوي چې دا بیا د په زرونو انسانانو د مړينې سبب کیږي.»

په دقیق ډول درې غوښتنې مطرح شوي دي: په کښتیو کې د سپاره مهاجرو له پاره د یوه بیړني پلان جوړول، د یوه ډاډمن او مطمئن سرپناه رامنځته کول او لیبیا ته د دغو مهاجرو د بیرته ستنولو لړۍ بندول دي.

د اروپایې هیوادونو د مرستو نشتوالی

د دغه لیک لاسلیک کونکي په دې ارتباط د ملکي مرستندویانو د خدماتو په ارتباط سختې نیوکې کړي دي: «کوم چې غواړي د اروپایي هیوادونو د مرستو نشتوالی، بی تاثیره ښکاره کړي.» دغه سیاست نه یوازې د انسانانو ژوند ته ګواښ پیښوي، بلکې زموږ بشري مرستې او ارزښتونه هم تر پوښتنې لاندې راولي. همدرانګه په دې سرخلاصې لیک کې زیاته شوې ده: «په سمندر کې د ډوبیدونکو پناه غوښتونکو د ژغورنې وجيبه یو نړیوال بشري حق دی او د ژوند کولو حق د بحث وړ نه دی.»

په هغو سازمانونو کې چې دغه غوښتنې یې مطرح کړې دي د بشري حقونو د سازمانونو لکه د بخښنې نړیوال سازمان ترڅنګ، د آلمان د کډوالو مدافع سازمان(پرو ازوول)، د بې سرحده ډاکټرانو سازمان، د «دیاکوني» په څیر د کلیساو د هوساینې ټولنې، خواړه د ټولو له پاره سازمان، د سره صليب سازمان او لکه د «پاولي» او د FC په نوم د فوټبال ټیمونو په شان صنفي اتحادیي شاملې دي.

دوی د مهاجرو له پاره د قبولۍ د مناسب چانس او په عادلانه ډول د دوی دوسیو ته د رسیدګۍ او همدارنګه د آلمان ناحیو ته دا امکانات ورکول چې وکولی شي په داوطلبانه شکل مهاجر ومني. دغه غوښتنې په می میاشت کې د اروپایي اتحادیي له پاره تر ټاکنو مخکې «د بل هر وخت په پرتله ډیرې مهمې دي». د آلمان صدارعظمې ته په استول شوي لیک کې د انګلا میرکل د هغو اقداماتو ساینه شوې ده چې په ۲۰۱۵م کال کې د مهاجرت د کړکیچ د اوج پر مهال يې کړي ول. 

له ۲۰۱۷ م کال راهیسې ۵۴۰۰ پناه غوښتونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

د ملګرو ملتونو له خوا د ورکړل شویو ارقامو له مخې اروپا ته د کښتیو په وسیله د ځان رسولو په هڅه کې تیرکال تر ۲۲۶۰ ډیر انسانان مړه شوي دي. تر هغه یو کال مخې ۳۱۳۹ پناه غوښتونکو په سمندر کې ډوب شوي دي.

اروپایي کمیسیون په هغه وخت کې په مدیترانه کې د"Sophia"  په نوم په بیړنیو حالاتو کې د سمندري ژغورنې ماموریت بند کړ، حتی په داسې وخت کې چې د اروپا د سمندري ځواکونو رسمي ماموریت هم دوام درلود. د دې اقدام دلیل له ایټالیا سره په کښتیو کې د ژغورل شویو مهاجرو د منلو پر سر لانجه وه.  

په روم کې پوپوليستي حکومت د کار له پیل راهیسې، په مديترانه کې د خصوصي ژغورونکو مرستندویانو خدماتو په اساسي ډول تغیر کړی دی.

sti / ش. ن

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: