1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انتونيو تاجاني: د برکزيت شاته اچول يوازې څو اوونۍ ممکن دی

۱۳۹۷ اسفند ۱۸, شنبه

د برکزيت (له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا وتل) پر سر کشمشکونه لا هم ادامه لري. دا ځل ورباندې د اروپايي اتحادې د پارلمان مشر تاجاني هم نظر ورکړی دی. هغه د برکزيت د تمديد له پاره د اوږدې مودې مهلت ټاکل رد کړی دی.

https://p.dw.com/p/3EiOr
Antonio Tajani, Präsident des Europäischen Parlaments
انځور: Reuters/F. Lenoir

د اروپا د پارلمان مشر انتونيو تاجاني له نظره، د برکزيت له پاره ټاکل شوې موده کيداي شي يوازې د څو اوونيو له پاره تمديد يا وغځول شي.

تاجاني، د فونکه رسنيزې ډلې سره په مرکه کې وويل چې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا وتل کولای شو «حد اکثر د څو اوونيو» او حد اکثر تر جولای مياشتې پورې «شا ته وغورځوو.» په هغه وخت کې د اروپا د پارلمان استاځي، تر انتخاباتو وروسته کوم چې په می مياشت کې ترسره کيږي، خپله غونډه جوړوي.

تاجاني د خپلو خبرو په دوام وويل: «په هر حال، په دغه صورت کې بريتانويان بايد موږ ته دا ووايي چې ولې دوی برکزيت شاته غورځوي. د بيلګې په توګه ښايي هغوی وغواړي له دغه وخت څخه د نوو انتخاباتو یا د نوو انتخاباتو د ترسره کولو له پاره استفاده وکړي.» تاجاني زياته کړه: «دا بريتانويان دي چې له اروپايي ټولنې څخه يې د وتلو تصميم نيولی دی. دا د هغوی ستونزه ده، نه زموږ.»

په قرارداد کې تغيير نه رامنځ ته کيږي

تاجاني دغه راز وويل: «موږ د شمالي آیرلند او جمهوري آیرلند ترمنځ سرحد له پاره داسې يوې حل لارې ته اړتيا لرو چې اعتدال په کې وي.» د هغه په خبره د ۱۹۹۸ کال را په دې خوا د «نيکې جمعې د تړون» لاسته راوړنې بايد په خطر کې ونه لويږي، له دې پرته د نوو تاوتريخوالو د راوتلو امکان شتون لري.

د اروپا د پارلمان مشر د داسې يو «نامنظمه برکزيت چې د قرارداد له جوړيدو پرته ترسره شي، د مخنيوي» غوښتونکی شو. هغه په دې اړه وويل: «دا ډول وضعيت د بريتانيا له پاره سخت عواقب لري او دا زموږ له پاره هم زيان لرونکی دی.» تاجاني په عين وخت کې له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو په تړون کې د تغيراتو رامنځ ته کول رد کړل.

بارنير: آیرلند سره سرحت بايد سخت نه وي

د برکزيت په اړه د اروپايي اتحاديې د مذاکره کونکې ډلې مشر میشل بارنير په ټويټر شبکه کې ليکلي، اروپايي اتحاديه لندن ته له ګمرګي اتحاديې څخه د وتلو «يو اړخيز اختيار» ورکوي، خو بايد د يو «سخت سرحد» د مخنيوي له پاره هڅې وکړو.

EU-Sondergipfel zum Brexit in Brüssel
په بريتانيا کې د برکزيت وزير ستيفن بارکليانځور: AFP/Getty Images/E. Dunand

بارنير همدا ډول د اروپايي اتحاديې يوه پخواني وړانديز ته هم اشاره کړې ده. په بريتانيا کې د برکزيت وزير ستيفن بارکلي بيا پر دغه سياست نيوکه کړې او په ټيوټر کې ېې ليکلي: دا چې اوس د دغې مودې پاي ته دومره ډير وخت نه دی پاتې،«نو د دې وخت نه دی چې زاړه استدلالونه يو ځل بيا مطرح کړو... مهمه خبره د يوې متوازنې حل لارې پيدا کول دي چې دواړو لورو متوازنه وي.»

راتلونکې اوونۍ او مهم تصميمونه

د بريتانيا ولسي جرګې په جنورۍ مياشت کې له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو په اړه په لاس راغلی توافق د رايو په غوڅ اکثريت رد کړ. د بريتانيا صدراعظمه ترزا مې غواړي دغه تړون د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۱۲مه نېټه) يعني د برکزيت له پيل څخه دوه اوونۍ د مخه يو ځل بيا د رای اخيستلو له پاره پارلمان ته وړاندې کړي.

که چيرته د برکزيت تړون د سه شنبې په ورځ  بيا رد شي، په هغه صورت کې به استاځي په دوهمه ورځ یعنې د مارچ په ۲۹مه له اروپايي اتحادېې څخه د بريتانيا د قرارداد پرته وتلو په اړه، خپل تصميم نيسي. که چيرته دا هڅه هم رد شي، بیا به نو استاځي د پنجشنبې په ورځ له اروپايي اتحاديې څخه د برکزيت د نيټې د شاته غورځولو د غوښتنې په اړه راېې ورکړې.