1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا سړه هوا د مهاجرو ژوند ګواښي

۱۳۹۵ دی ۲۲, چهارشنبه

د یونان، پولنډ رومانیا او بالکان حوزې په ګډون ډيرو اروپایې هیوادونو کې د سړۍ هوا لړۍ پیل شوی ده. د یونان په لیسبوس ټاپو کې مهاجر له ډیرې سختې یخنې سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/2VcB5
Griechenland - Schnee in einem Flüchtlingslager im Norden Athens
انځور: Reuters/Y. Behrakis

په یونان کې له تیري جمعې ورځې (د جنوري میاشتې۷) راهیسې هوا ډیره سړه شوې او واورې اوریږي. مهاجر په منفي درجه کې بند پاته دي. په مختلفو کمپونو کې د مهاجرو خېمې د واورو په مقابل کې مقاومت نه لري.

د یونان حکومت ویلي دي چې یو شمیر مهاجر به په موقتي ډول په سمندري بیړیو کې استوګن کړي. مهاجر به په دغو بیړیو کې ګرمو اوبو او د ځان ګرمولو له پاره بخاریو ته لاس رسی ولري.

د بشري حقونو سازمانونو په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو د مهاجرو ادارې پر یونان فشار ډیر کړی دی، څو دغه هیواد له سړئ هوا څخه د مهاجرو ژوند ژغورني له پاره عملي اقدامات وکړي.

په یونان کې د ایس او ایس ولیجز، نړیوالې ادارې د دفتر په حواله په دغه هیواد کې د ډیري سختي يخي هوا له کبله وضعه ډیره زیاته خرابه شوې ده او ماشومان له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

په یونان کې ۶۰۰۰۰ مهاجر شته چې اکثریت یې د سوريې مهاجر دي. ډیري دغه مهاجر موقتي کورونو ته انتقال شوي دي. په یونان کې د لیسبوس ټاپو د مهاجرو د کمپونو له امله ډیر مهم ګڼل کیږي. په دې ټاپو کې د موریا کمپ د مهاجرو وضعه ډیره زیاته خرابه ده.

د موریا په کمپ کې د بې سرحده ډاکټرانو له سازمان څخه اپاسولوس وازس وایې چې په دې کمپ کې مهاجر په ډیرو نازکو خیمو کې شپې ورځې تیروي. د هغه په خبره دوی ګرمي اوبه او د ځان تاودولو له پاره بخارۍ نه لري.

وازس زیاته کړه چې د چهار شنبې په ورځ (د جنورۍ میاشتې په ۱۱) د ناروغانو د لیږدولو له پاره یوه الوتکه د لیسبوس ټاپو ته رسېدلې. د دغې الوتکې په وسیله به د هغو مهاجرو مناسبو ځایونو ته د انتقالولو کوښښ هم وشي چې په ډیرو سختو شرایطو کې ژوند تیروي.

په دې پرواز کې به ۵۰۰ تنه انتقال کړای شي. د موریا په کمپ کې شاوخوا ۲۵۰۰ مهاجر موجود دي چې په دوی کې ماشومان او معیوبین هم شامل دي.

په اروپا کې د سختې یخنې له کبله د وژل شویو کسانو شمیر۶۰ ته رسیدلی دی. په دغو کسانو کې د مهاجرو تر څنګ بې کوره کسان هم شامل دي. چارواکو تر اوسه پورې د یخنې له کبله د وژل شویو مهاجرو دقیق شمیر نه دی اعلان کړی.

د ډیري سختې یخنې له کبله د یونان، پولنډ، رومانیا او بالکان د حوزې په هیوادونو کې مهاجر له ډیرو سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.