1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا پارلمان په اړه ځينې واقعيتونه

۱۳۹۸ خرداد ۱, چهارشنبه

د اروپا پارلمان د می مياشتې په پای کې يو ځل بيا ټاکل کيږي. خو د رايه ورکوونکو شمېر پر کمېدو دی. دغه د اروپايي اتحاديې قانون جوړونکې مرجع کومې وظيفې لري؟

https://p.dw.com/p/3IofK
Symbolbild EU Ukraine
انځور: picture-alliance/dpa

د اروپا انتخاباتو کې د رايه ورکوونو شمېر تل پسې کميږي. په پارلمان کې د ښی اړخو شمېر البته پر ډېرېدو دی. د اروپا دغه قانون جوړونکې مرجع څه کوي چې د می په پای کې بيا ټاکل کيږي؟

د اروپا د پارلمان له ۷۵۱ استازو څخه يې اکثريت په دې وياړي چې د يوې بې ساري مرجعې غړي دي. دغه پارلمان چې له ۱۹۷۹م کال راهيسې د اروپايي اتحاديې په ټولو غړو هېوادونو کې ټاکل کيږي، په ټوله نړۍ کې يوازنۍ ديموکراتيک مشروعيت لرونکې فرا ملتي مرجع ده.

دغه استازي د اروپايي اتحاديې د ۲۸ غړو هېوادونو د ۵۱۲ ښځينه او نارينه اتباعو له پاره قوانين جوړوي. که بريتانيا له اروپايي اتحاديې ووځي، نو د استازو شمېر ۷۰۵ ته راکښته کيږي. خو د می پر ۲۳مه او ۲۶مه نېټه بريتانويان اجازه لري او بايد يو ځل بيا د اروپا په ټاکنو کې خپله رايه ورکړي، چې دا د برېکزيت په اړه د دوی په دريځ پورې هم اړه لري.

ښی اړخي بريالي کيږي

هره انتخاباتي دوره پنځه کاله دوام کوي، او که بريتانيا له بلې يعنې نهمې دورې په ټاکنو کې برخه واخلي، نو د پارلمان پر جوړښت باندې به ډېر څرګند اغېز ولري. د هغو۷۱ استازو په منځ کې چې بريتانيا به يې استوي، ښايي د اروپايي اتحاديې ډېر منتقدين او ښی اړخي عوام پال هم وي، چې په پارلمان کې د ښی اړخو ډلو ونډه به ښايي لا زياته کړي.

تر ټولو تازه اټکلونه داسې ښيي چې په اروپايي پارلمان کې د بريتانويانو په شتون سره د ښي اړخو عوام پالو برخه ښايي تقريبا ۲۳ سلنې ته ورسيږي. که د هنګري د حکومتي فيدېس ګوند ۱۳ احتمالي استازي هم يوه نوي ښي اړخي فراکسيون ته واوړي، نو ښايي هغه به د ۲۵ سلنې په درلودلو سره په پارلمان کې تر ټولو پياوړې ډله جوړه شي چې د اوس مخکښو مسيحي ديموکراتانو څخه به لا مخکې وي.

د ښي اړخو عوام پالو او اروپايي اتحاديې د منتقدينو شمېر په تېرو کلونو کې وار په وار پسې زيات شوی دی. د ۲۰۱۴م کال په ټاکنو کې د ښي اړخو عوام پالو او اروپايي اتحاديې ته د شک په سترګه کتونکو درو ډلو برخه ۲۰ سلنې ته رسېدلې ده، په داسې حال کې چې دغه شمېر په ۲۰۰۹م کال کې ايله تقريبا ۱۱ سلنې ته رسېد.

د اروپا په قانون جوړونه کې مساوي برخه

تر اوسه پورې د اروپا په پارلمان کې د اتو فراکسيونو څخه دوو لويو فراکسيونونو، يعنې مسيحي ديموکراتانو او سوسيال ديموکراتانو، په يو ډول نا اعلان شوي لوی ائتلاف کې سره ګډ کار کاوه. د دې له پاره چې اکثريت تشکيل کړي، ښايي دوی په راتلونکي کې ليبرالانو يا زرغونو ته هم اړتيا ولري.

غير رسمي ائيتلافونه د پارلمان د کاري وړتيا له پاره اهميت لري، ځکه چې په اوس ختمېدونکې دوره کې يې څه باندې۱۱۰۰ قوانين تصويب کړي دي. دغه قوانين بيا د غړو هېوادونو ملي پارلمانونه په ملي قوانينو بدلوي.

د اروپا پارلمان د قانون جوړونې دويمه خونه ده. هغه د لومړۍ خونې په پرتله، يعنې شورا ته، چې ټول غړي هېوادونه پکې برخه لري، تقريبا ورته صلاحيتونه لري. په عادي صورت کې د اروپايي اتحاديې د کميسيون قانوني مسودې په يوه چټک بهير (تريالوګ) کې د شورا او پارلمان له خوا رامنځ ته کيږي او بيا عمومي غونډې ته وړاندې کيږي. استازو د ډېرو کلونو په تېرېدو سره لا زيات واک او صلاحيتونه تر لاسه کړي دي. «پخوا په ۱۹۷۹م کال کې موږ اووه هېوادونه درلودل او ډېر واک هم راسره نه وو. نن موږ ۲۷ يا ۲۸ هېوادونه يو او ټول واک لرو.» دغه خبره د اروپا د پارلمان تر ټولو سابقه لرونکي استازي ايلمار بروک دويچه ويله ته کړې ده.

د هغه په خبره «د اروپا پارلمان د ځينو ملي پارلمانونو په پرتله زيات قدرت لري. له دې کبله هغه خبره غلطه ده چې وايي د اروپا پارلمان بايد تقويه کړل شي. دغه پارلمان قدرتمن دی!»

ګرځنده پارلمان

د اروپا پارلمان، چې له کبله يې ډېر استازي ورباندې سخت انتقاد هم کوي، يو ګرځنده سرکس دی: هغه درې مقرونه لري. د فرانسې په شتراسبورګ کې په هرو څلورو اوونيو کې عمومي غونډې جوړيږي، په بروکسل کې پلاوي او فراکسيونونه سره راغونډيږي او په لوکسمبورګ کې د پارلمان اداره ناسته ده. په درو واړو ښارونو کې پارلمان په بشپړ ډول سمبال تالارونه هم لري. خو د لوکسمبورګ تالار داسې برېښي چې هيڅکله ورڅخه ګټه هم اخيستل شوې نه وي. د پارلمان د غړو پر ډېرو هڅو سربېره چې دغه زحمتونه دې راکم شي، په تېره فرانسه يې مخه نيسي، چې نه غواړي له شتراسبورګ څخه تېر شي چې د پارلمان لومړی مقر دی. د فرانسې پخواني ولسمشر نيکولا سارکوزي يو وارې وويل چې هغه هم د پارلمان له پاره يو واحد مقر غواړي. خو هغه بايد شتراسبورګ وي. د هغه په خبره په بروکسل کې غونډو ته هيڅ اړتيا نه شته.

آزادې ټاکنې، خو برابرې نه دي

د اروپا په پارلمان کې د ډېرو ژبو تر څنګ څه باندې ۲۰۰ ملي ګوندونه هم شته، چې اوسمهال په اتو فراکسيونونو يا ډلو کې سره تنظيم شوي دي. دلته يو واحد د ټاکنو قانون هم نه شته. ټول غړي هېوادونه دغه ټاکنې د خپلو مقرراتو له مخې تنظيموي. ځينې د حد اقل رايو مقررات لري، خو نور، لکه آلمان، داسې څه نه لري.

د آلمان سترې محکمې انتقاد کړی دی چې د اروپا ټاکنې آزادې او عمومي دي، خو په حقوقي لحاظ برابرې نه دي. په تر ټولو کوچني هېواد لوکسمبورګ کې د يوه رايه ورکوونکي رايه د تر ټولو لوی هېواد آلمان په پرتله زيات ارزښت لري. لوکسمبورګ اته استازي ورلېږي، خو آلمان ۹۶. دا د متسحقو رايه ورکوونکو او اصلي رايه ورکوونکو په تناسب د آلمان له پاره ډېر لږ استازي دي.

په دغه بې سارې او په ټوله نړۍ کې يوازنۍ دغه ډول مرجع کې د مستحقو رايه ورکوونکو علاقه له ۱۹۷۹م کال راهيسې په تدريجي ډول پر کمېدو ده. هغه وخت د ټولې اروپايي اتحاديې په کچه په ټاکنو کې برخه اخيستنه ۶۳ سلنې ته رسېده. په ۲۰۱۴م کال کې په ټاکنو کې د خلکو ونډه په اوسط ډول يوازې ۴۲ سلنې ته رسېدلې ده.

بيرند ريگرت