1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اروپا په مسير کې باید د مهاجرو د راتګ مخه ونیول شي»

۱۳۹۵ اسفند ۳۰, دوشنبه

د آلمان د کورنیو چارو د وزیر توماس دیمیزیر په اند هغه مهاجر چې په اروپا کې د قبلیدو چانس نه لري، باید ډیر ژر یې د لارې په اوږدو کې د راتګ مخه ونیول شي.

https://p.dw.com/p/2ZY2M
Deutschland Innenminister Thomas de Maizière
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر د ایټالیا په پلازمېنه روم کې وویل چې شمالي افریقایې هیوادونه باید په ګډه کوښښ وکړي چې د هغو مهاجرو د راتګ مخه ونيسي، چې د لیبیا له مسیر څخه اروپا ته راځي.

دیمیزیر ټینګار وکړ: «موږ باید د سرحدونو ساتنه او په لیبیا کې د ساحلونو حفاظت لا پسې پياوړی کړو. موږ باید په قاطعیت سره هغه کسان چې له دې لاري اروپا ته راغلي دي بیرته ستانه کړو.»

د آلمان د کورنیو چارو وزیر نن دوشنبه دغه څرګندونې په روم کې وکړې، په کوم ځای کې چې د ایټاليا، فرانسې، اتریش، مالتا، سلوانیا او سويس د کورنیو چارو وزیران سره راټول شوي دي.

ټاکل شوی ده چې همدا نن به د شمالي افریقا، الجزایر، تونس او لیبیا هیوادونو د کورنیو چارو وزیران هم د مشورو له پاره له دوی سره یوځای شي.

دغه غونډه د ایټالیا په ابتکار جوړه شوی ده. ایټالیا په خاص ډول د مهاجرت له کړکیچ سره لاس او ګریوانه ده او په اوس وخت کې هلته زیاتره مهاجر د مدیترانې بحیرې له لارې ورغلي دي.

د ایټالیا د کورنیو چارو زویر مارکو مینتي، غواړي چې د اروپا او شمالي افریقايي هیوادونو تر منځ د اړیکو یوه مستقله ډله رامنځته کړي، تر څو د مهاجرت ستونزه تر کنترول لاندې راوستل شي.

د آلمان د کورنیو چارو زویر د دغو غونډو په هکله وویل: «موږ کوښښ کوو چې دلته د اروپایانو او هلته د شمالي افریقایانو له تقابل څخه یوه ګډه ډله رامنځته کړو.»

په روم کې د کورنیو چارو وزیرانو په دغه غونډه کې د اروپایې اتحادیې کمیسار دیمیتریس آوراموپولوس هم ګډون کوي.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: