1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا په پارلماني ټاکنو کې د خلکو ونډه زياته ښکاري

۱۳۹۸ خرداد ۵, یکشنبه

د لومړنيو راپورنو په حواله داسې ښايي چې د ۲۰۱۴ کال په پرتله د اروپا په ټاکنو کې د خلکو ونډه زياته ده.

https://p.dw.com/p/3J6gZ
Symbolbild | Europawahlen 2019
انځور: Getty Images/AFP/N. Hallen

په آلمان کې د غرمې وروسته مودې تر ماسپښينه پورې د ټاکنو د سمبالونکو په خبره ۲۹،۴ سلنه خلکو خپلې رايې کارولې وې چې د ۲۰۱۴ کال په پرتله کابو څلور سلنه زياتولی ښيي.

په هنګري او سلواکيا کې هم د تېرو انتخاباتو په پرتله زياتو خلکو رايې ورکړې دي. په سلواکيا کې ښايي د پخوا په پرتله تر ټولو زياته ونډه هم تر سترګو شي. دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې په سلواکيا کې د نورو اروپايي هېوادونو په نسبت تر ټولو کمو خلکو ټاکنو کې ګډون کاوه. په پولنډ کې د انتخاباتي مرکزونو تر پرانيستنې پنځه ساعته وروسته د ۲۰۱۴ کال په پرتله دوه برابر ډېرو خلکو رايې ورکړې وې. په هسپانيا کې هم د خلکو لېوالتيا دا ځل ډېره ښکاري. د اروپايي شورا رئيس دونالد توسک، داسې انګېري چې د اروپا په پارلمان کې به د اروپا ضد سياسي حرکتونو رول پياوړی نه شي. دا په داسې حال کې ده چې د آلمان ولسمشر هم په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون غوښتی وو.  

DPA/ns/ms