1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اریانا سعید یو پلان شوی کنسرت بیا جنجالي شوی

۱۳۹۶ مرداد ۲۴, سه‌شنبه

د کابل د علماو شورا مشر هوډ کړی چې د افغانستان د خپلواکۍ د لمانځنې په مناسبت د افغان سندرغاړې اریانا سعید د یوه پلان شوي کنسرت مخه به ونیسي. خو میرمن سعید وایي چې په کابل کې به هرو مرو کنسرت ورکړي.

https://p.dw.com/p/2iH7D
Bildergalerie Rap und Rock musik in Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/M. Hossaini

اریانا سعید چې له کلونو راهیسې په افغانستان کې د یوې مطرح سندرغاړې په توګه خپل کار ته دوام ورکوي، دا ځل غواړي په کابل کې د خپلواکي د لمانځنې په موخه یو کنسرت ورکړي خو د دغه پلان شوي کنسرت پر وړاندې لا اوس سخت مخالفتونه رامنځ ته شوي دي.

د هغو کسانو په ډله کې چې نه غواړي میرمن سعید د خپلواکۍ د لمانځي په مناسبت سندرې ووايي، یو هم د کابل د علماو د شورا مشر او د پلازمینې د ولایتي شورا غړی مولوی عطاالله فیضاني، دی. هغه ټینګار کوي چې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو سره باید افغانان د یو بل په غم کې ځان شریک وګڼي ځکه په خبره یې هره ورځ د بیګناه کسانو وینه تویږي.

هغه دویچه ویله ته وویل: «د خپلواکۍ ورځ باید داسې ولمانځل شي چې له یوې خوا تاریخ په یاد پاتې شي او له بلې خوا باید داسې څه وکړو چې د خپلو هیوادوالو په درد، غم او رنځ کې شریک پاتې شو.»

مولوي فیضاني ټینګار کوي چې دغه شان کنسرتونه د افغانستان له پاره زیان لري: «د نڅا، موسیقي او کنسرت دغه شان برنامې د دې پر ځای چې خلکو ته یې خیر ورسیږي، زموږ دین، عقیدې او د تمدن ودې ته ضرر لري.»

خو اریانا سعید بیا وایي چې افغانان همدا اوس تر بل هر وخته ډیر داسې برنامو ته اړتیا لري چې هغوی ته خوښي وبخښي او پر شونډو یې مسکا راولي. هغه وایي: «که رښتیا ووایم په اصل کې په همداسې یوه وخت کې دې ته اړتیا شته چې د خلکو روحیه یو څه ښه شي. په همداسې یوه بد حالت کې هغوی مثبتي روحیې ته اړتیا لري.»

د سعید په خبره په افغانستان کې جګړې او ناامنۍ له کلونو راهیسې دوام لري خو تینګار کوي چې که د خپلواکي په جشن کې د خوښي محافل جوړ شي نو خلک به مثبته روحیه وموندي.

تر دې مخکې هم په پاریس کې د اریانا سعید یوه کنسرت په ټولنیزو رسنیو کې تاوده بحثونه راپارولي ول. يو شمیر کسانو پر میرمن سعید باندې د دې کنسرت له پاره د انتخاب شویو جامو له کبله نیوکې کولې او هغه یې د افغانستان کلتور ته په تاوان رسولو تورنوله. پخپله اریانا بیا په وار وار ویلي چې د هغې د پاریس کنسرت په انځورونو کې لاس وهل شوی او له دې کبله په ټولنیزو رسنیو کې یې د یو شمیر کسانو نیوکې راپارولي دي.

د افغانستان د علماو شورا په وار وار د هیواد په رسنیو کې د بهرنیو سریالانو او د موسیقي داسې خپرونو چې دوی یې له دین او ټولنې سره په ټکر کې بولې، له کبله خپل غږ پورته کړی دی.

مولوي فیضاني له دویچه ویله سره په خبرو کې هوډ وکړ چې په هر صورت به په کابل کې د میرمن سعید د کنسرت مخه نیسي که نه نو په خبره یې آن افغان حکومت ته ټولنیزې ستونزې راولاړیدای شي. خو اریانا سعید بیا پر خپلې پریکړې کلکه ولاړه دا او وایي چې د کنسرت چارې به پر مخ یوسي: «زه هیچا ته اجازه نه ورکوم چې څوک زموږ د دغه کنسرت مخه ونیسي ځکه موږ کوم ناسم کار نه کوو. موږ یوازې غواړو د افغانستان غریبو او بیچاره خلکو ته مسکا وبخښو.»