1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ازبکستان نوی ولسمشر پرانیستی تجارتي سیاست لري»

۱۳۹۵ آذر ۱۵, دوشنبه

شوکت میرزایوف د دوشنبې په ورځ د ازبکستان ولسمشر انتخاب سو. په بلخ ولایت کې د سوداګرۍ خوني مشر آرش یونسي، وایي چې میرزايوف د کریموف په پرتله له افغانستان سره پرانیستی تجارتي سیاست لري.

https://p.dw.com/p/2TkzC
Usbekistan Wahlen Premierminister Schawkat Mirsijajew
انځور: Imago

۵۹ کلن میرزايوف د ازبکستان د پخواني ولسمشر اسلام کریموف تر مړیني وروسته، د حکومت سرپرستي مشري کوله. میرزايوف چې د اسلام کریموف د واکمنۍ پر مهال ۱۳ کاله لومړی وزیر وو، د ازبکستان د جیزاک او سمرقند ولایتونو د والي په توګه هم کار کړی دی.

د منځنۍ آسیا دغه هیواد له افغانستان سره نژدې سوداگريزي اړیکي لري. دا چې د کریموف ځای ناستی، شوکت ميرزايوف به له خپل گاوندي هیواد سره په دې برخه څه ډول اړیکې و پالي، د بلخ ولایت د سوداگرۍ خوني مشر آرش یونسي، دویچه ویله ته په مرکه کې وویل چې ميرزایوف، د پخواني ولسمشر په پرتله له افغانستان سره پرانیسی سوداګریزي اړیکې پیل کړي دي: «په تیرو دوو میاشتو کې د افغانستان او ازبکستان تر منځ په سوداګریزو اړیکو کې د پراخ بدلونو شاهدان یوو.»

یونسي وویل چې د میرزايوف تر واک ته رسیدو وروسته یو لوړپوړي ازبک پلاوي افغانستان ته سفر وکړ او د دواړو هیوادونو د سوداگرۍ اړیکو د پراخیدو ژمنه یې وکړه: «د هغوی یو ډیر با صلاحیته او عالي رتبه هيئت افغانستان ته راغلی وو، چې د لومړي ځل له پاره یې په کابل کې د ازبکستان او افغانستان د ګډي تجارتي خونې پر جوړیدو خبري وکړې. په عین حال کې د ازبکستان شرکتونو په افغانستان کې د کانونو، اورګاډي پټلۍ او په نورو برخو کې له پانګوني سره لیوالتیا وښوله.»

له حیرتانو څخه د افغانستان صادراتو پیلیدل

له دې کبله چې افغانستان سمندر ته لار نه لري، نو د وچې له لاري یې صادرات ډیر وخت گران تمامیږي او همدا موضوع بیا د دې سبب کیږي چې افغانستان په نړیوالو بازارونو کې ډیر ښه سیالي و نه شي کولای.

خو یونسي روښانه کړه چې په وروستیو وختونو کې ازبکستان له افغانستان سره ژمنه کړې ده چې د حیرتان د بندر له لاري به روسیې او نورو هیوادونو ته د افغانستان صادراتو ته لاره اواره کړي.

هغه زیاته کړه: «تر دې وروسته موږ کولای شو چې د حیرتانو بندر له لاري روسیې او اروپايي هیوادونو ته د افغانستان تولیدات په واګونونو کې واستو.»

دغه افغان چارواکي همداراز روښانه کړه چې ازبکستان په وروستیو وختونو کې افغان سوداګرو ته اوږد مهاله ویزې ورکړي دي چې و کولای شي په دې هیواد کې خپلو سوداګریزو فعالیتونو ته دوام ورکړي او د پخوا په پرتله په اسانۍ سره له یوه هیواده بل ته سفر وکړي.

نور مطالب: