1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسامه بن لادن د وژلو څرنګوالی تر پوښتني لاندي راغلئ

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۴, چهارشنبه

د سپيني ماڼۍ وياند اعتراف وکړ، چي پر اسامه بن لادن ډزي وشوي، هغه بي وسلي ؤ. که څه هم متحده ايالات د هغه له دا ډول وژلو څخه دفاع کوي ، د بشري حقونو په پام کي نيولو سره د هغه دا ډول وژل نړيوال شخړييز بحث راپارولی دی

https://p.dw.com/p/118kM
د پاکستان په ایبټ آباد کی د اسامه بن لادن د پټي هستوګڼي کور
د پاکستان په ایبټ آباد کی د اسامه بن لادن د پټي هستوګڼي کورانځور: picture alliance/abaca

سپينه ماڼي وايي کله چي امريکايي ځواکونو اسامه بن لادن واژه نو هغه له ځان سره وسله نه لرله. دا په داسي حال کي ده چي سپينه ماڼي په دي هڅه کي ده چي ددي خبري تل ته ورسيږي چي آيا پاکستان په تيرو لسو کلونو کي د هغه په پټ ساتلو کي کومه مرسته کړي وه او که نه.

پر په پاکستان دغه فشارونه ورځ پر ورځ زياتيږي چي دا خبره روښانه کړي چي څنګه د دنيا تر ټولو مطلوبه کس د پاکستان د ايبټ آباد ښارکي د پوځي چاوڼي تر څنګ لس کاله پټ وو. خو پاکستان بيا دا خبره ردوي ګني چي دوي بن لادن ته پناه ورکړي وه.

تر دي وړاندي داسي متضادي خبري وي چي ګواکي د القاعدي مشر په هغه څرخي الوتکو کي چي د امريکايي کوماندويان پکي وو مخامخ جګړه کړي وه.

د سپيني ماڼي وياند Jay Carrney په يوي خبري غونډه کي وويل: د «جګړي اړو دوړ»، هغه جمله چي په لومړي سر کي د خبريالانو له خوا عنوان شوي وه، د لمړيو معلوماتو د سوي تفاهم دليل وباله.

امريکايي چارواکي لا تر اوسه هم دي فيصلي ته نه دي رسيدلي چي آيا د بن لادن د جسد عسکونه خپاره کړي او که نه. بن لادن په سر په ګولي باندي ويشتل شوي چي دا د هغه مرګ ثابتوي، خو امريکايي چارواکي له دي ويريږي چي مسلمانان به په دي را وپاريږي.

Carrney وويل : « دا مناسبه خبره ده چي ووايو داعکسونه ډير ويرونکي دي.» هغه د خپلو خبرو په دوام کي وويل:« په هغه کور کي چي بن لادن اوسيده د کور په لمړي منزل کي په مخامخ ډزو کي د القاعدي دوه غړي او يوه ښځه وژل شوي. د کور په دوهم او دريم منزل کي د بن لادن کورني اوسيده.

په دي اړه له مخکي ويره وه چي بن لادن به د حملي پر وخت مقاومت وکړي او همداسي وشول. د بن لادن سره په کوټه کي د هغه ښځه د امريکايي ځواکونو مخي ته راغله خوهغه د سرتيرو له خوا په پښه وويشتل شوه خو وژل شوي نه ده. او ترهغي ورسته بن لادن بيا ووژل شو. خو هغه د ځانه سره کومه وسله نه لرله.»

پاکستان د بن لادن د وژني هر کلي کړي خو د باندنيو چارو وزارت په دغه بريد خپله ژوره خواشيني څرګنده کړي او دا يي يو « غير قانوني او يو اړخيز» عمل بللي .

د امريکا استخباراتي اداره سي آي اي وايي چي پاکستان يي ځکه د دي څخه نا خبره ساتلي وو چي چيري دا راز رسوا نه شي. نو په دي خاطر فيصله وشوه چي د استخباراتي معلوماتو شريکول دغه عمليات له ناکامي سره مخ کولي شي.

د دوشنبي په سهار وختي هغه څرخي الوتکو چي امريکايي کوماندويان پکي ؤ له هغه تکنالوژي څخه ګټه اخيستي وه چي دغه څرخي الوتکي د رادار پر مخ نه ښکاريدي، او د افغانستان د پولي څخه بيا دغه څرخي الوتکي پاکستان ته را داخل شوي وي.

د سپيني ماڼي وياند په دي خبره ټينګار کوي چي کله امريکايي ځواکونه د بن لادن انګړ ته داخل شول نو هغه مقاومت کړي وو ، خو دا نه وايي چي څنګه .

د سي آي اي مشر ليون پينيټا ويلي چي د امريکايي پوځونو دغي ځانګړي ډلي د بن لادن د وژلو پوره صلاحيت درلود.

د دوشنبي په ورځ امريکايي امنيتي چارواکو رويټرز خبري اژانس ته ويلي وو چي دغه عمليات اصلا د هغه د وژلو لپاره وو خو که چيري هغه تسليم شوي وايي نو ژوندي به مو نيولي وو.

امريکايي چارواکي اوس د خپلي هغي خبري څخه هم په شا شوي چي ګواکي د بن لادن ښځه د انساني ډال په توګه استعمال شوي وه.

پينيټا د پي بي اس تلويزون سره په يوه مرکه کي ويلي چي د حملي ټيم چي کله ددغه کور دريم منزل ته ورسيد چيري چي بن لادن اوسيده نو د هرخطر د لري کولو په خاطر يي ډزي شروع کړي.

هغه زياته کړه: « اصلا د بن لادن د وژلو امر وو، او که چيري هغه په ښکاره ډول په حقيقت کي د اصولو له مخي خپل لاسونه جګ کړي وي او تسليم شوي او داسي څه يي نه واي کړي چي کوم خطررا مخي ته کوي نو دوي به هغه ژوندي نيولي وو خو دوي د هغه د وژلو پوره صلاحيت له ځانه سره درلود.»

که څه هم د نړي د ډيرو مشرانو له خوا د امريکا په پوځي عملياتو کي د بن لادن وژنه ستايلي شوي، خو د اروپا په ځيني برخو کي د امريکا دغه اقدام غلط ګڼل کيږي، په يو وخت کي يو څوک هم پوليس، هم قاضي او هم جلاد کيداي نه شي.

د سي شنبي په ورځ د امريکا د متحده ايالاتو لوي څارنوال، ايرک هولډر له دغه عمل څخه ملاتړ کړي او دغه اقدام يي يو قانوني عمل بللي خو په اروپا کي ځيني خلک وايي چي بن لادن بايد ژوندي نيول شوي وي او محاکمه شوي وي.

د المان پخواني صدراعظم هيلموټ شمت ويلي چي « دا په ښکاره ډول د نړيوال قانون څخه سر غړونه ده.» د المان يوه تلويزون سره په مرکه کي هغه ويلي « دغه عمليات په عربي نړي کي د نا اراميو بي شميره پايلي ښايي د ځانه سره ولري.»

اژانسونه/سيد رياض

کتونکي/ عبدالباري حکيم