1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسامه د وژنې رپوټ، که د اسرارو د پټولو هڅه؟

مسعود جهش (شامل شمس، گبریل دومینگیز)۱۳۹۲ تیر ۱۹, چهارشنبه

کارپوهان په دې نظر دي چې د الجزیزې تلویزیون له خوا د اسامه بن لادن د وژل کیدو په اړه د پاکستان د یوه رسمي رپوټ خپریدل کيدای شي د هغو کسانو د اشتباهاتو د پټولو یوه هڅه وي چې په دغه هیواد کې د بن لادن په استوگني خبر ول.

https://p.dw.com/p/195t9
انځور: Reuters

د پاکستان یوه افشا شوي رپوټ د دغه هیواد استخباراتي ادارې یو ځل بيا د القاعدې د مشر اسامه بن لادن، د وژل کیدو په قضیه کې په نړیوال کچه شرمولي دي. دغه رپوټ د دوشنبې په ورځ د الجزیرې شبکې له خوا خپور شو. په دې رپوټ کې د پاکستان د امنیتي، سیاسي او استخباراتي چارواکو پر ډله ییزو اشتباهاتو باندې نیوکې شوې دي. رپوت ویلي دي چې اسامه بن لادن د دغو سازمانونو د بې احیتاطي او ناکارایي په پایله کې د نهو کلونو له پاره په پاکستان په اوسیدو توانیدلی وو.

هغه کمیسیون چې دغه رپوټ یې جوړ کړی دی له پنځو غړو څخه جوړ شوی وو چې دنده یې د هغو پېښو څېړل وو چې په پایله کې یې اسامه تر نهو کلونو وروسته د ۲۰۱۱ کال د می میاشتې په دویمه نیټه د امریکايي ځانگړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو. د رپوټ جوړوونکو له ۲۰۰ کسانو سره مرکې کړې دي چې پکې د پاکستان لوړپوړي ملکي او پوځي چارواکي او د بن لادن د کورنۍ غړي هم شامل دي. دغه رپوټ تر هغه وخته پورې چې د الجزیرې رسنۍ لاس ته نه وو ورغلی پټ ساتل شوی وو. دا لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې الجزیرې دغه رپوټ څرنگه او له چا څخه ترلاسه کړی دی.

امریکايي چارواکي د اسامه د وژنې د عملیاتو د څارنې پر مهال
امریکايي چارواکي د اسامه د وژنې د عملیاتو د څارنې پر مهالانځور: The White House, Pete Souza/AP

په جوړ شوي رپوټ کې په مستقیم ډول پر یوه کس باندې دا تور نه دی لگول شوی چې په پاکستان کې د اسامه بن لادن د اوسیدو له ځایه باخبر وو، خو په عین حال کې دغه امکان رد شوی هم نه دی. لا تر اوسه پورې د پاکستان پوځ د دې رپوټ په اړه نظر نه دې ورکړي.

په خپور شوي ۳۳۶ مخیز رپوټ کې راغلي دي: «دا ضروري نه ده چې نومونه واخیستل شي، ځکه دا خبره روښانه ده چې هغه کسان څوک دي. دا له سیاسي لحاظه یو عملي کار نه دی چې هغوی ته د سزا ورکولو وړادیز وشي [...] خو له دې کبله چې هغوی ښاغلي کسان دي باید په ښو اقداماتو لاس پورې کړي چې په هغه کې په رسمي ډول د بخښې غوښتل هم راځي.»

دا په داسې حال کې ده چې د استخباراتي چارو کارپوه، د امریکا د استخباراتي ادارې او دفاع وزارت پخوانی کارکوونکی بروس ریدل، وایي چې د رپوټ محتویات تر ډیره حده پورې له هغه څه سره مطابقت لري چې تر دې مخکې یې امریکايي استخباراتي سازمانونو اټکل کاوه. هغه زياتوي: «په دې رپوت کې یو څه ډیر جزئیات راغلي لکه دا چې په مشخص ډول کله اسامه بن لادن ایبټ آباد ته وکوچید. خو د رپوټ تر ټولو مهمه برخه د پاکستان له اړخه د دغې پېښې بيانول دي.»

ناکارايي او بې احتیاطي؟

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر لویدیځ کارپوهان د دې خبرې منلو ته چمتو نه دي چې پاکستاني امنیتي سازمانونه د اسامه بن لادن د استوگنې په ځای خبر نه ول او هغه یوازې د دغو سازمانونو د بې احتیاطۍ په پایله کې د نهو کلونو له پاره په پاکستان کې په اوسیدو توانیدلی دي. دغه کارپوهان باور لري چې په اصل کې پاکستاني امنیتي سازمانونو د اسامه ساتنه کوله.

د ترهگرۍ څیړنې او امنیتي پالیسي له آلمان میشته انیستیتوت څخه رولف توفوفین، وايي چې دغه رپوت په اصل کې د هغو پاکستاني چارواکو د پټولو یوه هڅه ده چې د اسامه بن لادن له ځایه باخبره ول او د هغه ساتنه کوله. هغه وایي چې دا سمه خبره ده چې یو شمیر پاکستاني چارواکي د اسامه له پتنځایه خبر نه ول، خو په عین حال کې ادعا کوي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې یو شمیر چارواکي په دې پوهیدل چې اسامه چیرې دی او د هغه ساتنه یې کوله. دغه کارپوه وایي: «د پاکستان استخباراتي اداره [ISI] په هیڅ صورت دومره بې احتیاطه نه ده، لکه څرنگه چې په رپوټ کې ښوول شوې ده. »

ښاغلي توفوفین وايي چې د پاکستان استخباراتي اداره پر قبایلي سیمو باندې ډیر ځیر نظر ساتي او له هغو ډولو سره چې په دې سیمه کې فعاله دي او له القاعدې سره تړلې دي، نزدې اړیکې لري. د دغه کارپوه په خبره امریکا متحده ایالاتو د دغو اړیکو او د پاکستان پر استخباراتي ادارې باندې د بې اعتمادۍ له کبله، د اسامه بن لادن د موندل کیدو او د هغه د وژنې د عملیاتو په اړه له دې ادارې سره معلومات شریک نه کړل.

د استخباراتي چارو کارپوه ریدل هم په همدې نظر دی. هغه وايي په هر دلیل چې وي اوس هم د پاکستان پر استخباراتي ادارې باندې له ترهگرۍ سره د مبارزي په برخه کې اعتماد نه شي کیدای. دغه کارپوه زیاتوي: «که دا د بې احتیاطي له کبله وي او که د ناکارايي او که د دواړو، د پاکستان پر ادارې باندې د القاعدې پر ضد د جگړې په برخه کې اوس هم اعتماد نه شي کیدای.»

په هر حال ډیر شمیر کارپوهان په دې نظر دي چې دغه رپوټ به د امریکا متحده ایالاتو او پاکستان تر منځ په اړیکو کې کوم بدلون رامنځ ته نه کړي. د کارنیگې د سولې له نړیوال سازمان څخه فریدریک گرارې، وايي چې تر راتلونکو ۲۴ میاشتو پورې به د پاکستان او امریکا اړیکې له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو تر اغېزې لاندې وي.

پاکستاني مظاهره کوونکي د امریکا پر وړاندې د خپلې غوسې د ښوولو په حال کې
پاکستاني مظاهره کوونکي د امریکا پر وړاندې د خپلې غوسې د ښوولو په حال کېانځور: AP

پر کورنیو سیاستونو باندې اغېزه

دا په داسې حال کې ده چې گرارې وايي چې د نوازشریف په مشري د پاکستان نوی حکومت ښايي د دغه رپوټ په خپریدو يو څه خوشحاله وي ځکه دغه اداره هم د اسلام آباد د مخکنۍ ادارې پر سیاستونو باندې نیوکې کوي. کارپوهان په دې نظر دي چې دغه رپوټ کیدای شي د پاکستان نوي حکومت ته په دې برخه چې غواړي له پوځه څخه خپل استقلال ترلاسه کړي مرسته وکړي. د پاکستان نوی حکومت غواړي بیا په خاصه توگه د بهرني سیاست او امنیت په برخو کې د پوځ له ډیرې اغیزې څخه خپل ځان خلاص کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني کارپوهان په دې اړه شک لري چې پوځ یا د پاکستان استخباراتي اداره دې د اسامه د قضیې په برخه کې له پاکستاني ملت څخه بخښنه وغواړي. هغوی دا خبره هم کوي چې د دې امکان هم ډیر لږ دی چې لومړی وزیر نواز شریف، دې د اسامه د قضیې مسئولې ادارې او یا هم کسان ونیسي او محکمې ته دې راکش کړي.

«د پوځ د کنترولولو وخت رارسیدلی دی»

پاکستاني خبریال او سیاسي مبصر سلیم اسمې، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دغه رپوت په روښانه ډول پر پوځ باندې نیوکه کول او د هغه بدنامول دي. په عین حال کې اسمي په دې باور دی چې نوازشریف دومره واک نه لري چې هغه جنرالان محاکمه کړي چې په احتمالي ډول د اسامه د ساتلو په قضیه کې ښکیل دي. خو هغه دغه راز پر دې خبره باندې ټینگار کوي چې اوس د دې وخت رسیدلی دی چې د پاکستان ملکي چارواکي د دغه هیواد پوځ کنترول کړي.


 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب