1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسامه وژل د اوباما د بيا ټاکل کيدو چانس ډير کړی

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۴, چهارشنبه

په امريکا کي يوه نظر پوښتنه ښيي چي د القاعدي د مشر له وژلو وروسته د بارک اوباما محبوبيت په خپل هيواد کي زيات شوي. خو دغی نظر پوښتنی خبرداری ورکړي چی د امريکا د مالي ستونزو له امله دغه محبوبيت ښايی ډيرزيات دوام ونه کړي

https://p.dw.com/p/1193r
باراک اوباما او د هغه میرمن
باراک اوباما او د هغه میرمنانځور: AP

په امريکا کي يوه نظر پوښتنه ښيي چي د القاعدي د مشر له وژلو وروسته د بارک اوباما محبوبيت په خپل هيواد کي زيات شوي. خو په عین وخت نظر پوښتنی خبرداری ورکړي چی د امريکا د مالي ستونزو له امله دغه محبوبيت ښايی ډيرزيات دوام ونه کړي

په متحده ايالاتو کي يوه نظر پوښتنه ښيي چي په دغه هيواد کي د دي خبري کچه چي باراک اوباما دي يو ځل بيا د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر په توگه وټاکل شي، په سلو کي يولس لوړه شوي.

د نوي نظرپوښتني له مخي اوس په سلو کي 57 امريکايان غواړي چي بارک اوباما يو ځل بيا د متحده ايالاتو ولسمشر شي. د دغي ناڅاپي لوړوالي لامل د امريکايي سرتيرو لخوا د دوشنبي په شپه، پاکستان کي د القاعده د شبکي مشر، اسامه بن لادن، وژل بلل کيږي.

اسامه په 2001 کال پر امريکا کي د تروريستي بريدونو مسوليت په غاړه اخيستي وه چي په ترڅ کي يي څه نا څه 3000 کسان ووژل شول.

په متحده ايالاتو کي دغه نظر پوښتنه د نيويارک ټايمز لخوا په لاره اچول شوي وه. د دغي نظر پوښتني په لاره اچونکو دا خبره هم کړي چي د اوباما په راييو کي دغه لوړوالي کيداي شي د يوي لنډي مودي لپاره وي. په دغي ټول پوښتني کي همدا راز راغلي چي ډير شمير امريکايان بيره لري چي ښايي د دوي پر هيواد به په نږدي راتلونکي کي نوي تروريستي بريدونه ترسره شي.

د يوي بلي نظر پوښتني له مخي چي د 645 کسانو څخه پوښتل شوي دي، په سلو کي 62 امريکايان په دي باور دي چي په راتلونکو اونيو کي به د دوي پر هيواد تروريستي حملي تر سره شي. په داسي حال کي چي امريکايان په لنډ وخت کي د تروريستي بريدونو په هکله انديښمن دي خو دا باور لري چي د اسامه بن لادن د مړيني سره سم به د دوي هيواد په اوږدمهال کي له امن څخه برخه من وي.

په دغي نظر پوښتني کي په سلو کي 40 کسانو ويلي دي چي دوي باور لري متحده ايالات به د تروريزم په وړاندي جگړي کي بريالي شي.

په نظر پوښتني کي شاملو نيمايي کسانو ويلي دي، چي متحده ايالات بايد په افغانستان کي د خپلو سرتيرو شمير کم نه کړي. دا په داسي حال کي ده چي بارک اوباما اعلان کړي چي د روان کال په جولاي کي به افغانستان څخه د خپلو پوځيانو په ايستلو پيل وکړي.

د نظرپوښتني په پايلو کي همدا راز راغلي چي د اوباما په عام ملاتړ کي دغه ناڅاپي لوړوالي به ډير دوام و نه کړي ځکه چي د متحده ايالاتو د پخواني ولسمشر، جورج بوش، څخه حمايت هم په سلو کي اته فيصده وروسته د صدام حسين د نيوليو څخه لوړ شو خو دغه لوړوالي بيا د يوي مياشي په اوږدو کي له منځه لاړ.

د اوباما څخه ملاتړ په امريکا کي د روان مالي کړکيچ له وجي کم شوي. دغه خبره په نويو نظرپوښتنو کي هم راغلي ده چي ډير شمير کسان، مالي مسايلو کي د اوباما لاس ته راوړنو څخه خوښ نه دي.

اژانسونه/ مسعود چهش

کتونکي/ عبدالباري حکيم