1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسامه په کور کي نسکوره سوي الوتکي باندي لانجه

۱۳۹۰ مرداد ۲۴, دوشنبه

پاکستان د امريکايي ورځپاڼو هغه راپورونه رد کړل، چي ګواکي دوی چينايي انجينرانو ته اجازه ورکړي، چي د هغي څرخي الوتکي پلټنه وکړي، چي د اسامه بن لادن د وژلو د عملياتو پر وخت راغورځيدلي وه.

https://p.dw.com/p/12GiN
انځور: AP

فايننشل ټايمز ورځپاڼي د امريکا د استخباراتي شبکي د يوي سرچيني له خولي چي هويت يي نه دي بربنډ، رپوټ ورکړی، چي د پاکستان څارګري اداري (آيي ايس آي) چينايي څيړونکو ته اجازه ورکړي چي د هغي څرخي الوتکي عکسونه واخلي، کومه چي د اسامه بن لادن پر کورد بريد پر وخت راغورځيدلي وه.

په رپوټ کي زياته سوي، چي چينايي کارپوهانو ته اجازه سوي، چي د نوموړي څرخي الوتکي له بهرني پوښ څخه سمپل واخلي. د دغه پوښ په درلودو سره الوتکه د پرواز په وخت کي په رادار کي نه ښکاره.

د پاکستان د پوځ وياند جنرال اطهر عباس وويل:« دغه رپوټَونه په پشپړه توګه بې بنسټه دي او موږ دغه په کلکه ردوو. دا رپوټونه د امريکايي رسنيو د هغه تبليغاتو يوه برخه ده چي غواړي د پاکستان پوځ بدنامه کړي.»

د نيويارک ټايمز ورځپاڼي هم کټ مټ دغسي يو رپوټ خپور کړی دی. د پلازميني اسلام آباد څخه ۶۱ کيلومتره ليري د ايبټ آباد په ښار کي د امريکا متحده ايالاتو د ځانګړي ځواک له خوا د شپي په تياره کي د بن لادن پرکور د حملې پر وخت د سمندري ځواک يوه « Black Hawk» ډوله څرخي الوتکه راولويده.

په دې حملې سره پاکستان هک پک حيران پاتي سو، ځکه چي پوځ يې په دې ونه توانيدی، چي د دغو الوتکو څرک ولګوي. ويل سوي، چي دغه کوماندويي الوتکي د افغانستان له دنني څخه پاکستان ته اوښتي وي. د عملياتو د تر سره کولو وروسته امريکايي کوماندو پرته له دي چي پاکستان پري خبري سي، بيرته ستنه سوه.

دغه څرخي الوتکه چي د بن لادن د کور په انګړ کي رالويدلي وه، د امريکايي کوماندو له خوا والوزول سوه، خو له ډيري بيړي ونه توانيده چي د هغې لکۍ چي د انګړ د ديوال دباندي لويدلي وه، ويجاړه کړي.

تردې مخکي پاکستان نوموړي پيښي ته په اشاري سره ويلي ؤ، چي په انترنتي پاڼو کي د الوتکي د لکۍ د عکسونو له خپريدو وروسته چينايانو له دغي څرخي الوتکي سره ليوالتيا پيدا کړه.

خو د فايننشل ټايمز ورځپاڼه په خپل رپوټ کي زياتوي:« سپيني ماڼي او استخباراتو ته نږدي کسانو هغي ورځپاني ته وويل چي په حقيقت کي دغي څرخي الوتکي ته د لاس رسي لپاره چينايانو ته زمينه برابر سوي ده.»

د پاکستان او د امريکا د متحده ايالاتو د ترينګلو اړيکو د سمولو لپاره د سناتور جان کيري د سفر څخه وروسته پاکستان د دغه څرخي الوتکي پاتي برخي بيرته امريکا ته وسپارلي.

د پاکستان له لوري چينايانو ته د څرخي الوتکي د پلټلو خبره په داسي وخت کي رامنځ ته کيږي چي امريکا او پاکستان غواړي خپلي ترينګلي اړيکي بيرته ورغوي، خو داسي رپوټونه کيدای سي د دواړو هيوادونو تر منځ بي باروي لاپسي زياته کړي.
اژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: عبدالباري حکيم