1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د استاد محمد گل نوري څلوېښتمه تلینه

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار۱۳۹۲ اردیبهشت ۳۰, دوشنبه

د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی د پښتو ادبياتو څانگي له خوا د پېژندل سوي فولکلوريست، ليکوال او شاعر محمد گل نوري څلوېښتمه تلينه ولمانځل سوه.

https://p.dw.com/p/18b0Z
Gathering in Kandahar Province of Afghanistan on 19.05.13. The gathering was held to commemorate the achievements of Pashto poet Mohammad Gul Nuir. *** The photos were taken by DW colleague Mohammad Ibrahim Spesalai on 19. 05. 13. All rights belong to DW.
Würdigung des Dichters Mohammad Gul Nuir in Afghanistanانځور: DW/M.I.Spesalai

استاد محمد گل نوري د پښتو ولسي ادبياتو د سرلارو په لومړي مقام کي ځاى لري. د هغه له خوا راټوله سوې د نکلونو ټولگه (ملي هنداره) هغه کتاب دى، چي د رحمان بابا د ديوان په شان د هر پښتون په کور کي سته او د ژمي اوږدې شپې په دغه خوندورو نکلونو لنډوي.

د محمد گل نوري په جوړه سوې تلينه کي د کندهار، خوست او کابل پوهنتون يو شمېر استادانو، ليکوالانو او پرمحصلينو سربيره د دوى د کورنۍ ځينو غړو د هغه له ژوند سره تړلي مقالې او خاطرې دغونډي گډونوالو ته واورولې.

په کندهار پوهنتون کي د باچا خان علمي او څېړنيز مرکز مسئول څېړندوى شېرشاه رشاد د محمد گل نوري د څېړني پرمهال د ځانگړې ميتودولوژۍ يادونه وکړه او زياته يې کړه، د ده کارونه د ولسي ادبياتو له څېړونو څخه راپيل سوي او په داسې لياقت يې سرته رسولي، چې نه د ده ترمخه او نه تر ده وروسته کوم چا په داسې ډول پوخ کار کړى دى:

«محمد گل نوري هره څېړنه په خورا دقت سره ترسره کړې د، د ده هره فولکلوريکه څېړنه، چې اوسمهال څوک لولي، داسي ښکاري، لکه استاد، چي د څېړني په ميتودولوژي خبر څوک وي او په معيار پوره څېړنه يې کړې ده.»

محمد گل نوري په پښتو ټولنه کې تر ډېرو کلنو کار کولو وروسته د يوشمېر ځان غوښتونکو کسانو له خوا جبراً تقاعد او همداسي شين زړه بيرته کندهار ته راغی.

ليکوال کاکا اسدالله پوپل وايي، دا چي محمد گل نوري تل د معنويت گټلو هڅه کړې وه، نو کندهار ته له راتگ سره سم يې د خپل عيال له پاره د يوې گولې ډوډۍ پيدا کولو په موخه خټگري، ورسته بيا د سړک پر غاړه مستې او يخى خرڅاوه، خو له خپلو څېړنو څخه پرشا نه سو:

«محمد گل نوري، په غريبه کورنۍ کي زېږېدلى او په غربت کي خاورو ته سپارل سوی دی، هيڅکله يې د ماديت له پاره قلم نه دى پورته کړى. موږ ويلاى سوو، چي نوري، يو امين فولکلوريست دى، ځکه له ولس څخه چي يې هر څه اورېدلي، کټ مټ يې د کتاب غېږي ته سپارلي دي.»

د ده دغه حالت د کندهار ميشتو فرهنگيانو له خوا د زغم وړ نه و او بيرته يې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور په رياست کي د طلوع افغان د تصحيح کوونکي په دنده وگومارئ.

د کابل پوهنتون پخوانی استاد او ژبپوه ډاکټر عبدالرازق پالوال وايي، په هغه وخت کي به ده ليدى، چي محمد گل نوري به د طلوع افغان ورځپاني د حرفچينۍ ستونزمنه تصحيح څو، څو ځله تر سره کول، خو په ژوند کي يې ماته نه منله:

«يو وخت زه، استاد محمد انور نوميالى او د هغه وخت د اطلاعاتو مدير محمد ولي ځلمى په مطبوعاتو کي سره ناست وو، چي بحث ياد سو، چي محمد گل نوري له اقتصادي ستونزو سره مخ دى او د لور جوړي کړي کندهارۍ خامکي غاړي په بازار کي خرڅوي. وروسته پرېکړه وسوه، چي بيرته يې د مطبوعاتو مديريت ته راولي، هغه وو چي يوڅو ورځي وروسته راوغوښتل سو او د طلوع افغان د تصحيح مسئوليت ور وسپارل سو او دا يوه ډېره سخته وظيفه وه، خو ده په خورا صبر او زغم سره خپل مسئوليت سرته رساوه.»

استاد محمد گل نوري د مرحوم عبدالصمد نوري زوى او د غلام نبې صاحبزاده لمسى دى. دی په ١٣٢٠ هجري سپوږميز کال د کندهار د کاريزک د منارې په سيمه کي زېږېدلى دى. استاد د خپل وخت مروجه علومي لوستي او د ملايي درجې ته رسيدلى وو.

نوري په ١٣٠٢ هجري لمريز کال کي د کندهار په شالمار ښوونځي کي د ښوونکي په توگه مقررسو. هغه په صرف، نحوه، منطق، احاديث، اخلاق او دينيات ولوستل په عربي او دري ادبياتو کي يې ژور معلومات درلودل او هم په رياضياتو ښه پوهيدى.

هغه وخت، چي په کندهار کي پښتو ادبي انجمن (١٣١١هجري لمريز) کي جوړ سو، نو محمد گل نوري يې له لومړيو همکارانو څخه وو او په پښتو مجله کي به يې ليکني او شعرونه خپرول. وروسته بيا په کابل کي د پښتو ټولني غړى سو.

د استاد نوري ١٦ اثار چاپ او ٢٦ يې ناچاپ دي. استاد د خپلو پلټنو پرمهال د پښتو ژبي د پيژندل سويو کلاسيکو شاعرانو تر لس زيات قلمي ديوانونه موندلي او په وړيا ډول يې پښتو ټولني ته ورکړي دي.

لنډه دا چي د پښتو ادبياتو استادان د محمدگل نوري کارونه د يوې اکاډمۍ له کارونه سره يو ډول گڼي.