1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د استانبول بريدگر د بريد پړه منلې ده»

۱۳۹۵ دی ۲۸, سه‌شنبه

د استانبول والي ويلي دي چي پر رينا کلب باندي د بريد په تور نيول سوي کس منلې ده چي بريد هغه کړی دئ. «دغه کسه په افغانستان کي وخت تير کړی دئ او هلته روزل سوی دئ.»

https://p.dw.com/p/2VtqK
Türkei Istanbul - Festnahme des Attentäters aus der Silvesternacht
انځور: picture-alliance/Zuma Press/Depo Photos

د استانبول والي واصب شاهين د سه شنبې په ورځ په يوه خبري غونډه کي وويل چي په دغه ښار کي د نوي کال په شپه پر رينا کلب باندي بريد کوونکی نيول سوی دئ او دا ئې منلې ده چي بريد ئې کړی دئ. شاهين وويل چي۳۴کلن نيول سوی کس عبدالقدير ماشريپوف نوميږي او ازبک دئ.

د استانبول والي شاهين زياته کړه چي دغه کس په افغانستان کي روزل سوی دئ: «هغه په افغانستان کي روزل سوی دئ او په څلورو ژبو خبري کوي. هغه ښه روزل سوی تروريست دئ.»

د دغه شکمن کس د نیولو په عملياتو کي د دوشبنې په ماښام په استانبول کي ۲۰۰۰ پوليسو ونډه لرله. له بريد راهيسي د دغه کس د پيدا کولو په موخه تر ۱۵۰ زيات ځايونه پلټل سوي ول او ۵۰ شکمن کسان نیول سوي.

د شاهين په خبره د استانبول په اسن يورت سيمه کي د دغه کس په کور کي ۱۹۷۰۰۰ډالره، دوې وسلې او مرمۍ موندل سوي دي. د استانبول والي د رسنيو هغه راپورنه رد کړي دي چي گويا له نيول سوي کس سره د هغه څلور کلن زوی هم نیول سوی دئ. خو دا ئې وويل چي نيول سوی شکمن کس «غير قانوني» ترکيې ته رسېدلی دئ.

له دغه شکمن کس سره په کور کي درې ښځي چي يوه ئې د مصر بله د سنيگال او دريمه د سوماليا ده او يوه قرغيزه ژوند کاوه.

د ترکيې رسنيو داسي انځورونه خپاره کړي دي چي نيول سوی کس په وينو لړلی دی او پوليسو تر غاړي نيولی دئ.

د ترکيې صباح ورځپاڼي چي دولت ته نژدې ده تيره شپه خبر ورکړ چي نيول سوی کس ازبک دئ. دغي ورځپاڼي تيره اوونۍ ويلي ول چي شکمن کس د قرغيزستان دی خو اصلي ازبک دئ.

په استانبول کي د نوي کال په شپه پر رينا کلب باندي په بريد کي ۳۹ کسان ووژل سول چي ۲۶ ئې بهرنيان ول. په دغه بريد کي يو کس له وسلې سره کلب ته ننوت او له يوه مخه ئې پر انسانانو ډزونه وکړل. په دغه بريد کي په لسونو نور کسان ټپيان سول.

د دغه بريد پړه بيا وروسته داعش پرغاړه واخيسته او په خپله اينترنيټ پاڼي کښي ئې اعلان کړی وو چي بريد د دوی يوه عسکر کړی دئ.

نور مطالب: