1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د استراليا نوې پاليسي کيدای سي نړيوال قانون تر پښو لاندي کړي

۱۳۸۹ آذر ۲۴, چهارشنبه

استراليا اعلان کړی چي په افغانستان کي نيول سوي بنديان به په هغه هيواد کي افغان او امريکايي ځواکونو ته وسپاري.

https://p.dw.com/p/Qaxz
استراليا وايي چي د نيول سوو کسانو له ډلي څخه يوازي 64 يي امريکا او افغان ځواکونو ته سپارل سوي.
استراليا وايي چي د نيول سوو کسانو له ډلي څخه يوازي 64 يي امريکا او افغان ځواکونو ته سپارل سوي.انځور: Roadside Attractions

د بخښني نړيوال سازمان نن ويلي چي د استرليا د حکومت لخوا نوي اعلان شوي پاليسي نړيوال قانون تر پښو لاندي کوي.

د سې شنبې په ورځ د استرليا د دفاع وزير، ستيفن سميت، هغه پريکړه اعلان کړه چي په ترڅ کي يې په افغانستان کي نيول سوي هغه وګړي چي خطر رامنځ ته کوي، امريکانو او هغه بنديان چي کم خطر رامنځ ته کوي افغان چارواکو ته سپارل کيږي.

د بخښني په نړيوال سازمان کي د اسيايي چارو مسؤل، سم ظريفي په دې نظر دی چي افغان او امريکايي ځواکونو ته د بنديانو سپارل، د بشري حقونو د تر پښو لاندي کولو د احتمالي پيښو په اړه ډيري انديښنې منځ ته راوړي.

« امريکايي ځواکونه پرته له دې چي بنديان قانوني پروسيجرونو ته لاس رسی ولري، په خپلو زندانونو کي ساتي. د افغانستان د ملي امنيت اداره چي د ځينو زندانونو مسوليت په غاړه لري د بنديانو سره په بد چلني او د هغوی په شکنجه کولو هم تورنه سوې ده.»

دا په داسي حال کي ده چي تر دې د مخه هالنډي ځواکونو د هغو بنديانو مسؤليت چي د استرليايي قواوو لخوا نيول کيدل په غاړه اخيسته.

سم ظريفي دغه راز زياتوي، دغه کار موږ په افغانستان کي د بنديانو د وضعيت د ښه کولو څخه يو بل گام لري کوي.

« د هالنډ په گډون د ناټو ډيرو نورو غړو په افغانستان کي کوښښ کوی چي په دغه هيواد کي بنديان امريکايي ځواکونو ته تسليم نه سي. دغو هيوادونو هغه ستونزي چي د افغانستان د ملي امنيت اداري د بنديانو په مسايلو کي درلودې درک کړي.»

د استراليا د دفاع وزارت په حواله، د دغه هيواد ځواکونو په افغانستان کي د روان کال د اگست د لومړۍ نېټې څخه را په دې خوا څه نا څه 300 کسان نيولي دي.

«امريکايي ځواکونه پرته له دې چي بنديان قانوني پروسيجرونو ته لاس رسی ولري، په خپلو زندانونو کي ساتي»
«امريکايي ځواکونه پرته له دې چي بنديان قانوني پروسيجرونو ته لاس رسی ولري، په خپلو زندانونو کي ساتي»انځور: AP

استراليايي چاوراکي زياتوي چي نيول سوي کسان په اورزگان کي مؤقتاً ساتل سوي ول چي د يوې لنډي مودي څخه وروسته يې يو ډير شمير بيرته آزاد سوي هم دي.

استراليايي چارواکي همداراز وايي چي د نيول سوو کسانو له ډلي څخه يوازي 64 يي امريکا او افغان ځواکونو ته سپارل سوي.

په افغانستان کي د ملي امنيت ادارې ته د بنديانو په سپارلو سره، چي هلته د دغو بنديانو د شکنجه کولو امکان هم سته، استراليا خپل نړيوال مسوليتونه تر پښولاندي کوي.

د نړۍ ټول هيوادونه مسؤليت لري ترڅو بنديان په داسي وضعيت کي پرې نه ږدي چي د دوی د شکنجه کيدولو امکان شتون ولري.

د استراليا د دفاع وزير ويلي چي دوی پر هغو ډيپلوماتيکو ژمنو چي ورته د امريکا او افغانستان چارواکو ورکړي، اعتماد کړي.

ده زياته کړې چي افغان او امريکايي ځواکونو ته د سپارل سوو بنديانو د وضعيت څخه به د سره صليب سازمان او استرالياي چارواکي ليدني کوي.

خو بيا سم ظريفي وايي چي هغه ژمني چي امريکايي او افغان حکومتونو استراليا ته ورکړي بايد په ډيري ځيرتيا سره وکتل سي.

دا په داسي حال کي ده چي د روان کال په جون کي يوي برتانوۍ محکمي وروسته له هغي چي معلومات يي تر لاسه کړل چي افغان او امريکايي چارواکو بنديان تر شکنجي لاندي نيولي، دوي ته د افغان بنديانو پر سپارلو بنديز و لگوی.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل