1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اسد د گوتو په شمار ورځې پاته دي»

۱۳۹۱ مرداد ۱۷, سه‌شنبه

متحده ایالاتو ویلي دي چې د سوریې رژیم له دنني څخه د متلاشي کیدو په حال کې دﺉ. دا په داسې حاکې ده چې د سوریې پخواني لومړي وزیر ویلي دي چې هغه به د اسد د رژیم له مخالفینو سره یوځای شي.

https://p.dw.com/p/15kzR
انځور: AP

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کرني، د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د سوریې له رژیم څخه د لوړپوړو چارواکو تېښته ښيي چې پر قدرت باندې د اسد ولکه د ماتیدو په حال کې ده. کرني وویل:

«که اسد پخپله حلقه کې اتحاد نه شي ساتلی دا په دې معنی ده چې هغه نه شي کولای د سوریې خلک هم له وسلې پرته پر خپل ځان راټول کړي.»

کرني زیاته کړه چې د اسد له رژیم څخه د لوړ پوړو چاواکو جدا کیدل ښيي چې د هغه رژیم له دننه څخه د متلاشي کیدو په حال کې دﺉ او خلک په دې باور دي چې نور نو د اسد د واک ورځې د ګوتو په شمار دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند وویل چې امریکا به د اسد له مخالفینو او نړیوالې ټولنې سره خپل ګډ کار ته دوام ورکړي چې په دې هیواد کې د سیاسي لیږد یو سوله ییز بهیر رامنځ ته شي.

«له ترهګر رژیم څخه جدا شوم»

لومړی وزیر ریاض حجاب تر اوسه پورې د اسد له رژیم څخه جدا شوی تر ټولو لوړ پوړی چارواکی دﺉ. تر هغه لږ وروسته چې حجاب اردن ته ورسید، هغه د اسد له مخالفینو سره خپله ملګرتیا اعلان کړه.

د حجاب له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «زه نن له وژونکي او ترهګر رژیم څخه خپل بیلیدل اعلانوم. زه دا خبره هم اعلانوم چې د ازادۍ او ویاړ له ځواکونو سره یوځای شوی یم. زه د انقلاب یو سرتیری یم.»

دا په داسې حال کې چې د اسد د رژیم یو شمیر غړي وایي چې د سوریې له پاڅون کوونکو سره د حجاب یوځای کیدل به د دې هیواد په جګړه کې د پام وړ کوم بدلون رامنځ ته نه کړي ځکه چې د هغوی په اند حجاب د اسد د اعتمادي کسانو په ډله کې نه وو.

حجاب به په راتلونکو څو ورځو کې قطر ته سفر وکړي.

آژانسونه: مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض