1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسد پر رژیم د کیمیاوي وسلو د کارونې تورونه

هما ناصري (آژانسونه)۱۳۹۲ مرداد ۳۰, چهارشنبه

د سوریې پاڅونکوونکو د ولسمشر بشارالاسد رژیم د کیمیاوی وسلو پر کارولو او تر ۲۰۰ د زیاتو کسانو پر وژنه تورن کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د سوریې حکومت دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.

https://p.dw.com/p/19U2I
انځور: Reuters

د اسد د رژیم وسله والو مخالفینو د هغه پوځیان پر دې تورن کړي دي چې پلازمینه دمشق ته څیرمه یې په بمباریو کې له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی دی. د سوریې پاڅونکوونکي او روغتیایي کارکونکي ادعا کوي چې «د دغو کیمیاوي وسلو د کارولو په پایله کې ۲۱۳ کسان و‌‌‌ژل شوي دي»، خو تر اوسه پورې کومې خپلواکې سرچینې دغه خبر نه دی تایید کړی.

تر دې مخکې دمشق ته نزدې د ډیر شمیر کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی وو. سیمه ییزې «انقلابي کمیټې» ویلي وو چې د سختو بمباریو له کبله ۴۳۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. د قربانیانو ډیر شمیر یې د «الخواطه الشرقیه» او «محضمیه» سیمو اوسیدونکي دي. دا سیمې د اسد د رژیم د مخالفینو اصلي مرکزونه بلل کیږي. په همدې حال کې پاڅون کوونکي په دې پېښه کې د ټپي شویو کسانو شمیر ۶۰۰ ښيي.

د دې خبر تر خپریدو یوازې یو څو شیبې وروسته د سوریې دولتي تلویزون اعلان وکړ چې د کیمیاوي وسلو د کارونې په اړه د پاڅونکوونکو له خوا خپور شوی خبر ناسمه دی. د سوریې دولتي تلویزیون دا هم وویل چې د دې خبر په خپرولو سره د الجزیرې، العربیه او دغه شان نورې خبري شبکې «یوازې ترهگري پیاوړي کوي او کوښښ کوي چې په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د کارونې په اړه د ملګرو ملتونو د څیړنو مخه ونیسي.»

د سوریې رژیم او پاڅونکوونکي پر یو بل تورونه لگوي

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان دمشق ته څیرمه د بمباریو تر سره کیدل تایید کړي دي خو د خلکو د مړگ ژوبلې په هکله یې څه نه دي ویلي. دغه سازمان له ملګرو ملتونو څخه غوښتي دي چې بمبار شويو سیمو ته ورشي او له نزدې یې وویني.

د ملګرو ملتونو څیړونکي اوس مهال دمشق ته نزدې په یوې سیمه کې میشت دي او د کیمیاي وسلو د کارونې په اړه پلټنې کوي. د سوریې رژیم دوی ته د هغو درو سیمو د لیدو اجازه ورکړې ده چې ویل کیږي کیمیاوي وسلې په کې کارول شوې دي.

په سوریې کې کورنۍ جگړه څه نا څه دوه کاله مخکې پیل شوه چې تر اوسه پورې یې ۱۰۰۰۰۰ کسانو ته د مرګ ژوبله اړولې ده. د سوریې حکومت او وسله وال مخالفین یې یو بل د کیمیاوي وسلو په کارونې تورنوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب