1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائيلو او حماس تر منځ اوربند بيا مات سو

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مرداد ۲۹, چهارشنبه

اوربند تر اوسه سوله ټينگه کړې نه ده. تر يو لنډ ځنډ وروسته د حماس ډلي او اسرائيلو ترمنځ جنگ بيرته پيل سوی دی. دواړه اړخونه يو پر بل باندي د اوربند ماتولو تورونه لگوي. اسرائيلو د اوربند په اړه خبري درولي دي.

https://p.dw.com/p/1CxJn
انځور: REUTERS

په قاهره کي د حماس له خوا د خبرو اترو مشر عزام الاحمد، تور لگولو دی چي اوربند د اسرائيلو له خوا مات سوی دی. هغه ويلي دي چي اوربند نور نسته او «د دې مسئوليت د اسرائيلو پر غاړه دی».

د حماس يوه لوړپوړي چاروکي له نوی زورزياتيو څخه خبر ورکړی دی. هغه ويلي دي، تر هغه وخته پوري چي د فلسطينيانو امنيت خوندي نه وي، د اسرائيلو دا به هم خوندي نه سي.

پر تل ابيب باندي توغندي

اوربند لا ختم سوی نه وو، چي له غزې تراډي څخه د اسرائيلو پر ستر ښار تل ابيب او جنوبي ښار «بيرشبع» باندي توغندي وتوغول سول. اسرئيلو دغو بريدونو ته پر ساحلي تراډه باندي په هوايي يرغلونو جواب ووايه، او له قاهرې څخه يې خپل استازي چي له حماس سره په غير مستقيمو خبرو کي پر يوه دوامداره اوربند باندي ږغېدل راوغوښتل.

د فلسطينيانو د استازي يوه لوړپوړي چارواکي ويلي دي چي دوی هم غواړي د مصر له پلازمېني قاهرې څخه ووځي.

د فلسطينيانو د معلوماتو له مخي د سه شنبې په ورځ ماښام د اسرائيلو په هوايي يرغلونو کي درې تنه فلسطينيان وژل سوي دي او نزدې ۴۰ کسان نور ټپيان سوي دي. ويل کيږي چي په وژل سوو کسانو کي د حماس ډلي د يوه مشر مېمن او لور هم شاملي دي.

د حماس وسله والي ډلي «عز الدين القسام» ويلي دي چي د اسرائيلو تر يرغل وروسته يې پر تل ابيب باندي څو توغندي توغولي دي.

د اسرائيلو پر نورو سيمو باندي هم توغندي توغول سوي دي، خو تر اوسه پوري د مرگ ژوبلي او مالي تاوان د رسېدو په اړه څه ويل سوي نه دي. د پوځي چارواکو د معلوماتو له مخي په ټوله ييزه توگه د سه شنبې په ورځ پر اسرائيلو باندي ۵۰ توغندي توغول سوي دي.

په قاهره کي د فلسطينيانو او اسرائيلو ترمنځ په غير مستقيمو خبرو کي د فلسطيني استازي مشر الاحمد ويلي دي چي د اسرائيلو دغه پريکړه چي خپل استازي يې ورغوښتي دي، په خبرو کي هرډول پرمختگ بدلوي.

د اسرائيلي رسنيو له خوا ويل کيږي چي دواړه اړخونه د يوه دوامداره اوربند پر سر موافقه ته نژدې سوي ول. خو د اسرائيلو له خوا دغه خبره تائيد سوې نه ده.

په غزه کي د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخي له جولای مياشتي راهيسي په پيل سوې جگړه کي تر ۲۰۰۰ زيات فلسطينيان وژل سوي او تر ۱۰۰۰۰ډېر نور ټپيان سوي دي. د اسرائيلو بيا ۶۴ عسکر او درې تنه ملکي وگړي وژل سوي دي او په سوونو نور ټپيان سوي دي.