1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائيل هوايي بريدونو په سوريه کې مرګ ژوبله اړولې ده

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۴, شنبه

په سوريه کې د اسرائيلي هوايي بريدونو په نتيجه کې د سوريايي رسنيو په حواله پنځه تنه وژل شوي دي. دولتي خبري آژانس سانا د پوځ په حواله خبر ورکړی چې يو تن ورڅخه يو ملکي نفر و.

https://p.dw.com/p/4BI8W
Symbolbild Syrien Luftangriffe
انځور: Sana/REUTERS

د سوريې د دولتي خبري آژانس سانا د رپوټ له مخې د پنځو وژل شوو کسانو تر څنګ اووه تنه نور د يوه ماشوم په ګډون ټپيان شوي دي. خو د بشري حقونو د څار سوريايي اداره د ټول ټال څلورو وژل شوو او اوو نورو ژوبل شويو عسکرو خبره کوي.

په بريتانيا کې مېشته دغه اداره وايي چې اسرائيلي جنګي الوتکو د سوريې په مرکزي ولايت حماه کې مصياف ته څېرمه پر ايراني تاسيساتو او د وسلو په زېرمتونو لږ تر لږه اته توغندي ويشتلي دي. دغه اداره په سيمه کې د خبرورکوونکو له يوې شبکې څخه معلومات تر لاسه کوي.

په سوريه کې په ۲۰۱۱ کال د کورنۍ جګړې د پيل راهيسې اسرائيل په دغه هېواد کې په هدفونو باندې په سلګونو هوايي بريدونه کړي چې هم يې حکومتي ځواکونه او هم د لبنان د حزب الله ډلې او نورو له ايران څخه ملاتړ لرونکو ځواکونو جنګيالي په نښه کړي دي. د اسرائيل حکومت دغه ډول پوځي ماموريتونه په ندرت سره تائيدوي، خو په تکرار سره يې ويلي دي چې په سوريه کې د ايران نفوذ ډېرېدل به ونه زغمي.

تهران په سيمه کې د سوريې د واکمن، بشار الاسد، تر ټولو مهم متحد بلل کيږي. د جمعې په ورځ هم اسرائيلي پوځ وويل چې د بهرنيو رسنيو د رپوټونو په هکله خپل نظر نه شريکوي. د اپريل مياشتې په پای کې د فعالينو په حواله د سوريې د پلازمېنې دمشق په څنډه کې لس جنيالي وژل شوي ول چې شپږ تنه ورڅخه سوريايي عسکر ول.

آ./ن.ص./ا.ا.