1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر اسرائيلو بیا توغندي توغول شوي دي

عبدالباري حکیم/ دویچه ویله۱۳۹۳ تیر ۱۷, سه‌شنبه

د منځني ختیځ په کړکیچ کې د وروستیو پیښو په تعقیب، په زور زیاتیو کې د چوپیتا هیله نه کیږي. فلسطیني سازمان حماس په وروستیو ساعتونو کې پر اسرائیلو پر له پسې توغندي توغولي او اسرائیل بیرته له هوایي بمباريو سره ځواب ورکړی.

https://p.dw.com/p/1CXvm
انځور: SAID KHATIB/AFP/Getty Images

فلسطیني راډیکاله ډله حماس ځان له اسرائیلو کم نه گڼي. د اسرائیلو د پوځ د وینا له مخې حماس د غزې له تراډې څخه د اسرائیلو د خاورې په دننه کې تر ۸۰ کیلو مترۍ پورې توغندي توغولي دي. دا د منځني ختیځ په کړکیچ کې تر ټولو لسمونکی تحول دی.

په داسې حال کې چې د اسرائیلو مشرۍ په تیرو ورځو کې د چوپیتا د غوره کولو زیگنالونه ورکړل او ټینگار یې وکړ چې چوپیتا ته به په چوپتیا سره ځواب ورکړي، خو اوس د دغه هیواد پوځ د غزې د تراډې پر ضد د سترو عملیاتو له پاره تیاری نیسي.

د فلسطینیانو د معلوماتو له مخې د اسرائیلو هوايي ځواک تیره شپه په غزه کې یو گڼ شمیر هدفونه تر بمبارۍ لاندې ونیول. د اسرائیلو د پوځ یوې ویاندې دا خبره تصدیق کړه چې یو لړ هوایي عملیات پر لاره دي. د فلسطیني عیني شاهدانو او د روغتونونو د معلوماتو له مخې د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۹ کسان ټبیان شوي دي.

له دې مخکې د دوشنبې په شپه هم د اسرائیلو هوایي ځواک پر غزې بمبارۍ کړې وې. د حکومت یوه ویاند مارک ریکیف، ویلي دي: «موږ د خپلو خلکو د ساتلو له پاره عمل کوو. موږ په غزه کې تروریستان تر هدف لاندې نیسو چې پر موږ توغندي وروي. حماس باید پوه شي. دې عمل ته باید خاتمه ورکړي.»

خو حماس په خپل وار سره دغه ډول بمبارۍ هغه یو دلیل گڼي چې ولې پر اسرائیلو باندې توغندي وروي. د حماس یوه ویاند سمیع ابو زوهیر وویل: «د قسام د وسله وال ټولگي د نهو تنو غړ وژل یو خطرناک تیری دی. اسرائیلي اشغالگر د تیري لارې ته دوام ورکړی دی. اسرائیل له چوپتیا سره لیوالتیا نه لري. نو په دې وجه موږ ځان ته دا حق ورکوو چې د خپلو خلکو ساتنه وکړو. دښمن به د هغه تاوان ورکوي.»

دسیلانیانو په بیړۍ باندې د توغندي ټوټې لگیدلي

له دې مخکې ټوله ورځ د اسرائیلو په جنوب باندې توغندي لگیدل. چارواکو د اسرائیلو په لویدیځ کې د نیگیف په سیمه کې اوسیدونکو ته خبرداری ورکړ چې د ځان ساتنې له ځایونو څخه حتی ۱۵ ثانیې هم لیرې نه شي. په دې منځ کی د تل ابیب په بهرنۍ ناحیو او بیت المقدس کې هم د توغندي بریدونو د خبردارۍ ورکولو زنگونه غږول شوي ول. خو پولیسو بیا وروسته وویل چې دا اشتباهي زنگونه وو.

د رپوټونو له مخې د توغندیو ځینې ټوټې په سیمه کې د آلمان د سیلانیانو په یوې سترې بیړۍ هم لږیدلي دي. د «اې آر ډي» په نوم د آلماني تلویزوني چینل یوه خبریال د یوې سیلانۍ د معلوماتو له مخې رپوټ ورکړی چې د آلمان د «ایدا کروزیس» د سیلانیانو د شرکت بیړۍ د اسرائیلو د اشدود په بندر کی ولاړه وه چې پر بام یې د توغندي ټوتې ولگیدې. خو دا تر اوسه پورې روښانه شوې نه ده چې د توغندي دغه ټوټې د فلسطینیانو وو او که د اسرائیلو د توغندي ضد دفاعي سیستم.

د لیبرمن او د نتنیاهو تر منځ مخالفت

له څه مودې راهیسې حماس، د فلسطین د خپلواکمنې ادارې د مشر محمود عباس د حکومت یوه برخه جوړوي. د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنح دغه نوی کش او کړپ د اسرائیلو په دننه کې د سیاسی کړکیچ سبب شوی دی. د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر اویگدور لیبرمن، د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د صدراعظم نتنیاهو، تر مشرۍ لاندې د لیکود له گوند سره نور ائتلاف نه لري.

خو لیبرمن او د هغه د سرسخت محافظه پال «زموږ کور اسرائیل» نومې د گوند نورو وزیرانو ویلي دي چې په حکومت کې پاتې کیږي. لیبرمن چې د حماس پر ضد له ډير پخوا څخه د سختو اقداماتو د تر لاس نیولو غوښتنه کوي ویلي دي: «داسې یو وضعیت چې یوه ترهگره ډله په سلونو توغندي له ځان سره وساتي او هر وخت چې یې زړه وغواړي ترې کار واخلي، نور د زغملو وړ نه دی.» د حماس پر وړاندې د نتنیاهو د لاس نیوي دریځ ته په اشارې سره لیبرمن وویل: «زه نه پوهیږم چې د څه له پاره موږ انتظار باسو.»