1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائیلو او فلسطین تر منځ د سولې خبرې اترې

شمس الرحمان ناصر (کریستین کنایپ)۱۳۹۲ دی ۵, پنجشنبه

په داسې حال کې چې د اسرائیلو او فلسطین تر منځ د مذاکراتو له پاره ټاکل شوی وخت مخ پر خلاصیدو دی، خو بیا هم دغه دواړه اړخونه یو پایلې ته له رسیدو ډیر لیرې دي.

https://p.dw.com/p/1AgyR
انځور: AFP/Getty Images

فلسطیي او اسرائیلي استازي څلور میاشتې نور وخت لري چې د سولې خبرو اترو ته ادامه ورکړي. دغه خبرې اترې د جولای په میاشت کې زیانمنې شوې وې. د دغو خبرو اترو له پاره ځانگړی شوی وخت د ۲۰۱۴ کال په اپریل کې پای ته رسیږي. تر اوسه پورې څوک نه پوهیږي چې وروسته له هغې به هم د نویو خبرو اترو بهیر پیل شې او که نه؟

په اوسني وخت کې داسی نه معلومیږي چې دغه دواړه خواوې دې سره یوې موافقې ته ورسیږي. د یوه فلسطیني دولت د رامنځته کیدو په صورت کې اسرائیل غواړي چې خپل پوځي قطعات د اردن په وادي کې ځای پر ځای کړي ترڅو د ختیځ له لورې د احتمالي بریدونو دفاع وکړای شي. فلسطینیان هم د اسرائیلو د دغې غوښتنې پر وړاندې مبارزه کوي.

دغه موضوع د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیرې، له خوا د وړاندې کړل شویو طرحو په مجموعه کې هم شامله ده. کیرې د خبرو اترو نوی پړاو پيل کړی دی او په دغو خبرو اترو کې پریکړنه ونډه لري. په تیرو کلونو کې د اسرائیلو او فلسطین تر منځ خبرې اترې له بن بست سره مخامخ شوې وې.

فلسطینیان د سیندد په لودیځه غاړه کې د اسرائیلي قطعاتو موجودیت ردوي. دوی د داسې یو څه رامنځته کیدل د خپل راتلونکي دولت د خاوری پر بشپړتیا باندې د تیري په معنی بولي. له همدې امله د عربي هیوادونو اتحاديي هم له دغه وړاندیز سره مخالفت کړی دی.

اردن د پولې په توګه

اردن د منځنۍ آسیا په شخړه کې مهم نقش لري. دغه هیواد په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیلو او عربو تر منځ د جګړې پر مهال د اردن د رود په لویدیځه غاړه او د بیت المقدس په ختیځ کې پراخه ساحه اشغال کړه او خپل سرحدي پولې يي وغزولې. اسرائیلو د ۱۹۶۷ کال د شپږ ورځو په نامه جګړه کې دغه سیمې بیرته ونیولې.

له هغه وخت راهیسې د اردن سیند د دغو دواړو هیوادونو تر منځ سرحد جوړ کړی دی. د دغه سیند په لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو په قلمرو کې هغه سیمه پرته ده چې کیدای شي په یوې نامعلومه راتلونکې کې په کې د فلسطین یو مستقل دولت رامنځته شي.

که څه هم اردن له اسرائیلو سره په ۱۹۹۴ کې د سولې یو تړون لاسلیک کړی دی خو اسرائیل اوس له دوو اړخونو اندیښنه لري. یو دا چې اسرائیلو ته د اردن له لارې د تندلارو ترهګرو د ننوتو ویره بله دا چې د تندلارو قدرت ته د رسیدو احتمال. اسرائیل غواړي چې له خپل پوځي موجودیت سره د دغو دوو احتمالي خطرونو څخه ځان وساتي.

محتاطانه خوشبیني

د پوځي قطعاتو موجودیت د اسرائیل او فلسطین تر منځ د سولې د خبرو اترو مخ ته یوازنی خنډ نه دی. د فلسطین له لورې د خبرو اترو هیئت رئیس صائب عریقات، د «القدس العربی» په نامه په لندن کې د خپریدونکې عربي ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې دا ډول خبرې اترې همدا اوس په غیر مستقیم ډول روانې دي، یعنې د امریکا او فلسطین تر منځ خبرې اتری او د اسرائیل او امریکا تر منځ خبرې تترې.

خو دغه خبرې اترې تر اوسه پورې په مستقیم ډول د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ نه دې ترسره شوي. د عریقات خبرې د سولې د روانو خبرو اترو په اړه ډیرې واضح وې.

هغه وویل چې اوس مهال یوې موافقې ته د رسیدو په هکله څه نشې ویل کیدای، ځکه اسرائیل په یهود میشته سیمو کې د ښارګوټو جوړولو ته په ډيرې چټکې سره ادامه ورکوې، خپلې غوښتنې پر فسطینیانو باندې تحمیلوي او د خپلو صلاحیتونو له چوکاټ څخه بهر پښه ږدي او فلسطینیان وژني.

عریقات زیاته کړه: «د داسې ترخو واقعیتونو رامنځته کول، د سولې د تړون له پاره د ښو فرصتونو له لاسه ورکولو په معنی دي». خو سره له دې ټولو بیا هم عریقات د دغو خبرو اترو بریالیتوب نا ممکنه نه بولي.

په همدې منځ کې اسرائیلي سیاستوال هیله لري چې د سولي خبرې اترې په ډيرې چټکۍ سره پر مخ ولاړې شي. د"بیت المقدس پست" په نامه د یوې اسرائیلي ورځپاڼې د رپوټ پر اساس د اسرائیلو د کورني امنیت او اطلاعاتو د سازمان پخوانې مشر یاکوف پیرې، ویلي دي چې اوس خبرې اترې په یوه «خوشبینانه او محتاطانه» فضاء کې پرمخ روانې دي.

یاکوف پيرې، چې اوس د علومو، تخنیک او فضانوردې د چارو وزیر دی څو ورځې مخکې د اسرائیلو دوو وژل شویو سرتیرو ته په اشارې کولو سره وویل: «که څه هم په دا وروستیو ورځو کې په فلسطیني سیمو کې زور زیاتې ډیر شوې دی، خو بیا هم د یوې دریمې انتفادې د رامنځته کیدو خطر او یا هم د فلسطینیانو له خوا د اوږد مهاله قیام د رامنځه کیدو امکان موجود دی.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب