1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اسرائیلو په هوایې بریدونو کې ۱۱ ایرانیان هم وژل شوي»

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۲, شنبه

د سوریې د بشري حقونو سازمان د رپوټ پر بنسټ د سوریې پر اهدافو د اسرئیل په هوایې بریدونو کې د ۱۱ ایراني اتباعو په ګډون ۲۷ تنه وژل شوي. مخکې تر دې د اسرائیل د دفاع وزیر اعلان کړی وو چې د قدس ځواکونو ۵۰ اډې تر برید لاندې دي.

https://p.dw.com/p/2xZWq
Syrien Raketen über Damaskus
انځور: picture-alliance/AP Photo/Syrian Central Military Media

د فرانسې خبري آژانس د سوریې د بشري حقونو سازمان د مشر رامي عبدالرحمن په حواله رپوټ ورکړی دی چې د می په لسمه په سوریې کې پر ایراني مرکزونو د اسرائیلو په هوایې بریدونو کې ۲۷ تنه وژل شوي دي.

په وژل شویو کې ۶ سوریایې سرتیرې او ۲۱ تنه د بشارالاسد د رژیم بهرني پلویان ول چې ۱۱ یې ایراني اتباع ول. ایراني سرچينو په دغو بریدونو کې د خپل هیواد د احتمالي تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د اسرائیلو د دفاع وزارت د یوې بیانې په ترڅ کې اعلان کړی وو چې د پنجشنبې په ورځ سحر(د می میاشتې ۱۰) یې د قدس ځواکونو په نوم د ایران د اسلامي انقلاب پاسدارانو پر مرکزونو هوایې بریدونه کړي دي.

اسرائیل دغه بریدونه د ایران د توغندیزو بریدونو په ځواب کې کړی دی چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۲۰ توغندي د ګولان پر لوړو توغول شوي ول. د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامين نتانیاهو ایران د دغو بریدونو مسئول بللی وو او دغه توغندیز بریدونه یې له «سرې کرښې» څخه تیریدل بللي ول.

د روسي پوځ چارواکو هم تائیده کړې چې د اسرائیلو برید د دې هیواد د ۲۸ جنګي الوتکو په وسیله ترسره شوی دی او په مجموع کې د ۷۰ توغنديو په وسیله په سوریې کې اهداف په نښه شوي دي.