1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرايلو امنيتي ستراتيژي تر سوال لاندي راغلې

۱۳۸۹ بهمن ۱۱, دوشنبه

د مصر سره ګډ سرحد، چي په ۱۹۷۹ کال کښي د يوه عربي هيواد سره د سولي د لومړني تړون په راامنځته کيدو سره ډاډمن سو، د اسرايلي پوځ او سياست د پاره يې تر تيري اونۍ پوري د سر درد نه ؤ جوړ کړی، خو ددې خبري وخت اوس تير دی.

https://p.dw.com/p/QwyQ
د اسرايلو صدراعظم بنيامين نيتانيا هو د مصر سره د سرحد د ليدلو پر مهال
د اسرايلو صدراعظم بنيامين نيتانيا هو د مصر سره د سرحد د ليدلو پر مهالانځور: picture-alliance/dpa

په اسرايلي ورځپاڼو کښي نظامي کارپوهانونظر ورکړی دی، چي بايد د سرحد پر ډاډمن ساتلو باندي اوس د سره فکر وسي ، او کيدای سي چي د مصري امنيتي– سياسي چارواکو سره په دغه برخه کښي همکاري نوره له منځه ولاړه سي.

د ګډ دښمن ، په مصر کښي د اخوان المسلمين او غزه کښي د حماس په مقابل کي د مبارک رژيم او اسرايلو نژدې ګډ کار کاوه.

په مصر کښي د مبارک په مقابل کي تر احتجاجونو او اعتراضونو وروسته د اسرايلو د پاره نور ددغه همسايه هيواد څخه د سرحد د خوندي ساتلو انتظار نه کيږي.

د اسرايلو يوې ورځپاڼي وليکل، چي « موږ يوازي يو، بېله يوه متحد څخه ».

مصر به په يقين سره په راتلونکو ورځو او مياشتو کښي په خپل ځان اخته سي.

د ترکيې سره د اسرايلو اتحاد لا وختي، د غزې تر جنګ او تر هغه وروسته په آزادو اوبو کښي د کښتۍ د خونړيو عملياتو له کبله درز پيداکړی دی. د اسرايلو په شرق، اردن کښي پاچا عبدالله نه غواړي د صدراعظم بنيامين نيتانياهو سره وګوري.

د شمال په خوا، لبنان کښي حزب الله وکولای سول ، چي په حکومت کښي ورداخل سي ، او په لويديز اردن کښي د الجزيره ټلويزون د رپوټ پر اساس محمود عباس دداخلي سخت سياسي فشار سره مخامخ دی. د اسرايلو ددفاع پخوانی وزير شاول موفاز وايي،

«موږ کولای سو نن پوه سو ، چي هغه څه چي موږ ندي کړي ، يعني د ډير ثبات او امنيت دپاره کار ، زما مطلب د فلسطينيانو سره د سولي پروسه ده. دا بايد په دغو ورځو کښي جريان پيدا کړي. ځکه چي دغه بې ثباتي کيدای سي داسي سيمو او ځايو ته ورسيږي، چي اوس لا پکښي ثبات موجود دي.»

د عربو ددموکراتيکو غورځنګونو په رامنځته کيدو سربيره ، چي د اسرايلي حکومت په اټکل به په هغو کښي اسلامي ګروپونه برلاسي سي ، د صدراعظم بنيامين نيتانياهو په رهبرۍ اسرايل په غربي نړۍ کښي ډير منزوي سوي دي.

د اسرايلي حکومتي کړيو په حواله ،اسرايلو ته د جرمني د صدراعظمي انګيلا ميرکل او کابينې د ځينو غړو د سفر دمخه په اروپايي ټولنه کښي د اسرايلو په مقابل کي ذهنيت ډير خراب سوی دی.

کليمنس/ محمد قاسم نوري

کتونکی: نجيب الله زيارمل