1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرايلو په انتخاباتو کې د اسرايلي عربو ګډون

۱۳۸۷ بهمن ۲۲, سه‌شنبه

د اسراييلو د ټاکنو کتونکي د دي حساب کوي چي ډير چي وي داسراييلي عربو دریمه برخه ممکن په ټاکنو کي برخه واخلي.

https://p.dw.com/p/Gqqc
بيت المقدس
بيت المقدسانځور: dpa

د مثال په توګه موسي ابو علي چي ډم دي او دوکان يي د بيت المقدس د ښار په جنوب ختيځه ځنډه کي پروت دي، ډير په سياست باندي غږيږي. دغه 64 کلن سړي زيادتره دغزي په پيښو باندي خبري کوي، داسراييلو پارلماني ټاکني ده ته اهميت نلري پداسي حال کي چي دټاکلو حق دي، هم لري .موسي وايي:

نه زه، نه د ما ښځه، نه مي زامن اونه مي لوڼي رايي ورکوي. زه به خپله رايه نه عربو اونه يهودوته ورکړم. دوي ټول ژمني او وعدي کوي خو وفا نه پري کوي. يوازي غږيږي، غږيږي او غږيږي، خوپه وضعه کي کوم بدلون نه راځي.

دا به يو تاريخي د لږوکسانو د ګډون کولو حالت وي په 2006 کال کي لا د اسراييلو دعربو په سلوکي 56 کسو په ټاکنوکي برخه اخيستي وه. موسي وايي چي مګرله هغه وخته راهيسي نا اميدي ډيره شويده. دي په ټاکنو کي د عربو د تيرو کلونو ګډون ته کتنه کوي او وايي:

مونږ عرب يو متل لرو چي وايي: ته ځي او راځي خو کوم بدلون نه راځي. پدي تيرو شويو 60 کالوکي کوم بدلون ندي راغلي. د فلسطينيانو لپاره وضعه تل خرابه وه. زه لدي ټاکنو څخه کوم اتنتظار نلرم څه چي نيتانياهو، ليوني ، او که بارک ټاکني وګټي په وضعه کي به کوم بدلون رانشي.

د ليکود د ګوند مشر بن امين نيتان ياهو غواړي چي د يو فلسطيني دولت په جوړولو باندي خبري اتري بس کړي خو د کديمه د ګوند کانديده او اوسنۍ د بهرنيو چارو وزيره ليوني پدي عقيده ده چي د يو فلسطيني دولت جوړيدل به په اسراييلو کي د اوسيدونکو عربو لپاره هم رښتياني وطن وي .د ښيلاسو داسي خبري د اسراييلو د 1,4 مليونو عربوترمنځ چي د اسراييلو دمجموعي نفوس په سلوکي 18 برخه جوړوي ډارمنځته راوړي. د ډم موسي يو مشتري چي علي سلمان نوميږي فکر کوي چي داسراييلو راتلونکي لمړي وزير پيژني او وايي:

نيتانياهو به ټاکني وګټي هغه له عربو څخه کرکه اونفرت لري، زه اوس 75 کلن يم او پدي ټاکنوکي کوم امتياز نه وينم نيتانياهو له مونږ څخه کرکه کوي .

دتيرکال داکتوبر په مياشت کي په اکوکي داسراييلي عربو په ضد مظاهري وشوي اوداسراييل باي تاينو دګوند دمشر اويګدور ليبرمن په شان ډيرو ښيو سياستوالو دعربي لږه کي په ضد شعارونو له ورکولو سره دعربو په ضد فضا خړه پړه کوله.ليبرمن تقاضاکو ي چي اسراييلي عرب بايدداسراييلو دتابعيت دساتلو لپاره په ښکاره ډول داسراييلود دولت موجوديت په رسميت وپيژني . د اسراييلو په پارلمان کي دعربو وکيل احمد طيبي د ليبرمن دبايتاينو ګوند يو فاشيستي ګوند بولي او وايي:

ددي ګوند له ټولو څخه مهم شعاردادي چي« وفاداري چي نوي تابعيت هم نشته» دافاشيزم دي سړي خو تابعيت په اصطلاح په وفادارۍ پوري تړلي نشي .مونږ بايد څه شي ته وفاداره يو دده نظريو او ايديولوزۍته چي مونږ ته دمنلو وړنده؟

د اسراييل بايتاينو اود يووبل ډيرښي ګوند، د اسراييلو د پارلمان د نورو ګوندي ډلو په ملاتړ، د اسراييلي عربو دووګوندونوته د ټاکنو د کمسيون لخوا په ټاکنوکي دګډون اجازه نوه ورکړل شوي. خو داسراييلو ستري محکمي دا ممانعت رد کړ داسراييلو په پارلمان کي 13عرب وکيلان شته دي خو په ټاکنو کي دعربو د نه ګډون له امله به دهغو شمير په راتلونکي کي ډير کم شي.