1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسراييلو او حماس تر مينځ اوربند ته د شک په سترګه کتل کيږي

۱۳۸۷ خرداد ۳۰, پنجشنبه

دغزې په تراډه کي اور بند د حماس ارزښت لوړوي او د فتح موقيعت چي مشريي عباس دي کمزوری کوي

https://p.dw.com/p/EMpg
د غزې په تراډه کي د حماس د سازمان جنګيالي
د غزې په تراډه کي د حماس د سازمان جنګياليانځور: picture-alliance/ dpa

د غزې په تراډه کي د اسراييلو او حماس د اسلامي سازمان تر مينځ په رسمي ډول اوربند اعلان سوی. د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو د عربي څانګي مبصر په دې اړه په يوه تبصره کي ليکي چي، سړی کولای سي چي دې اوربند ته د شک په سترګه وګوري.

ځکه چي، ددې اوربند ترټينګېدو پوري چي دپنجشنبې په ورځ پر6 بجوټينګېږي دوی ، پر يو بل باندي ډزي کولای سي . ځيني زورلارو فلسطينيانو لدې څخه استفاده کړې، اودسه شنبې تر ماښامه پوري يې پخپله جوړو کړيو توغنديوباندي داسراييلو سرحدي سيمي ويشتلي دي .

داپېښه ښيي چي داسراييلو او دهغه دعربي چاپېر يال ترمينځ دشخړو دلږولو اودسولي هڅي پر څومره سست بنسټ باندي ولاړي دي . همدا ډول د اسراييلو لخواهم ډاډ نه لیدل کيږي . او دا چي دا خبره څرګنده نده چي داسراييلو لمړی وزير يهود اولمرت ترڅوپوري پر دې چوکۍ پاتې دای سي .

د اسراييلو لومړي وزير ايهود اولمرت د امريکا د جمهوررييس جورج بوش په غاړه کي لاسونه وراچولي دي
د اسراييلو لومړي وزير ايهود اولمرت د امريکا د جمهوررييس جورج بوش په غاړه کي لاسونه وراچولي ديانځور: AP

دی دځان د خپل سياسي راتلونکي لپاره مبارزه کوي، خوله فلسطينيانو، سوريې، او لبنان سره په مناسباتو کي حقيقي لانجې، دونه پېچلي دي چي، داسي اسانه حل کيدای نسي .

راينه زوليش ليکي چي، دنژدې ختيځ په لانجه کي سړی هر وخت دناکامۍ حساب کولای سي چي ، دا بيا د اولمرت پر اوږوباندي بار درنوي . دی همدااوس خپل دسولي دسياست له هڅوسره سره، دخلکو ترمينځ محبوبيت نلري . داسراييلو دخلکوترمينځ له حماس سره دسولي دپلويانو شمېر لږ سوی دی .

د اسراييلو اوحماس ترمينځ اور بند چي، دمصر دعربي جمهوريت په مينځګړيتوب مينځ ته راغلی دحماس ارزښت لوړوي، او دفتاح موقعيت چي مشر يې جمهوررييس عباس دی کمزوری کوي . داچي اسراييل اوحماس به په رښتياسره داوربند شرطونه عملي او دهغو رعايت به وکړي اوکنه، په راتلونکو ورځوکي به معلومه سي .

فلسطينۍ پېغلي د غزې په تراډه کي د اسرايلي پوځ په وړاندي د لاريون پر مهال
فلسطينۍ پېغلي د غزې په تراډه کي د اسرايلي پوځ په وړاندي د لاريون پر مهالانځور: AP

نوموړي وړاندي ليکي چي ، پدې برخه کي ډير داسي امکانات سته چي، حماس د اوربند او دغزې د تراډي و خواته دلاري دېوې برخي د خلاصېدلو څخه ګټه واخلي اوځان په وسلو سنبال کړي اوپه آګاهانه ډول نوري وسلوالي ډلي وعملياتو کولوته پرېږدي . خو دوی په اوربند کي دا امکان هم ليدلای سي چي؛ دغزې تراډي دخلکو دسرنوشت سياسي مسوليت په غاړه واخلي، اوګام په ګام له نړيوال تجريد څخه ځان را وباسي . نوددې دوهم امکان هيله کيږي، ځکه چي، که سړی واقع بينه وي داسراييلو اوفلسطينيانو ترمينځ سوله پر ته له حماسه امکان نلري .

د زوريش په دې عقيدي چي ،که د لبنان سره اسراييل دسولي خبري اتري وکړي هغه به هم تر دې لږ پېچلي نوي . ددې علت به يوازي پر مځکه اوقلمرواوپر دې باندي جنجال نوي چي، هلته دفلسطينيانو سترکمپ دی چي هريو به ځان ته، سوله ستونزمنه کړي ،بلکي د هغه هيواد اوسنی حکومت دلويديځو او سوريې پر پلوي ځواکونو څخه مينځ ته راغلی، او جوړېدل يې ډير سخت وه. د دې نښي نښانې ليدل کيږي چي دسوريې جمهور رييس بشرالا اسدغواړي چي خپل هيواد ورو ورو پرانيزي،او پر ايران باندي په يو اړ خيزه توګه د ډډي لګولو څڅه ځان را وباسي . اسد پدې هم مشهوره دی چي دځان په ګټه ښه تاکتيک چلوي اوحساب کتاب يې چاته معلوم ندی . له اسراييلو سره به دسولي دکولو لپاره دی د امريکا د متحده ايالتو څخه هم يوه بيه وغواړي .