1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسراييلو د انتخاباتو په اړه عربي نړۍ څه نظر لري

۱۳۸۷ بهمن ۲۴, پنجشنبه

د عربي نړۍ په مطبوعاتو کښي په واضح ډول يوازي د ال الحرام مصرۍ ورځپاڼي ليکي چي څنګه کيدای سي چي« يوه ټولنه چي د سولي د راوستلو کوښښ کوي،د داسي يوه فاشيست لکه ليبرمن څخه ملاتړ وکي.»

https://p.dw.com/p/GslB
د افراطي مذهبي نشناليست ګوند مشر ليبرمن
د افراطي مذهبي نشناليست ګوند مشر ليبرمنانځور: AP

بېله دې اکثريت عربان د اسراييلود پارلماني انتخاباتو نتايجو ته په بې علاقه مندۍ او يا هم نااميدۍ سره ګوري . دوی عقيده لري چي د اسراييلو د غټو ګوندونو تر منځ بېله هغه هم لږ تفاوت موجود دی،او دې ته اشاره کوي چه مثلاً د غزې د تراډي وروستی جنګ ددفاع ديوه وزير لخوا پر مخ بوتلل سو،چي خپل ځانته چپي او د کارګر د ګوند نماينده وايي،او تر دې به ډيره خرابه هم نه وای ،چي که جنګ د يوبل چا د خوا پر مخ بيول سوی وای.

د ال حيات دورځپاڼي څخه باري علامه الدين وايي چي دا بې تفاوته ده چي که څيپي ليوني ،او يا هم بنيامين ليتانياهو حکومت وکي.

«دا هيڅ رول نلري چي څوک حکومت جوړوي.ځکه چي موږ ګورو چي هغه کمي خواته ځي،او طبعاً د افراطيت خواته،او دا مانا لري چي د اسراييلولخوا ډير افراطيت او ډيره تنلاري ښکاره کيږي،او طبعاً د هغه مطابق به د عربو لخوا عکس العمل هم وښوول سي،او دلته به هم لکه هلته افراطيت زور واخلي. داهم ډيره ساده ،ځکه چي سوله موجوده نده .»

د ال راهي په نامه اردنۍ ورځپاڼه عقيده لري،چي په هره اندازه چي د فلسطينيانو په مقابل کي د تشدداو زور څخه کار واخيستل سي ،په هماغه اندازه په اسراييلو کي نه سوله اونه هم امنيت راتلای سي. ځکه يې نو اسراييل بايد وويني چي د فلسطينيانو د وژلو په سياست کي کوم پرمختګ نه راځي .«نه د سولي کوم چانس موجود دی ،او نه هم ددوو دولتو حل . » دغه ورځپاڼه زياته وي چي دانو په اسراييلو پوري اړه لري چي سوله ومني ،که يا بيا هم اوسني د جنګ سياست ته دوام ورکي.

ژورنالسټه دلال ال بيڅري کاږي،چي اسراييل ديوه لوی بحران سره مخامخ دی. د سولي د راوستو صلاحيت نلري،او داسي ښکاري چي ګواکي سوله ډيره ليري ده. او څنګه چي اسراييل نور پر سوله باور نلري، نو دوی په يوه شيطاني دايره کي لويدلي دي، چيري چي د تشدد څخه تشدد رازيږي،او وروسته تشدد نور هم ډيروي.

خو د عربي حکومتو دپاره اوس دا مهمه نده چي څوک په اسراييلو کي حکومت جوړوي،بلکي دا مهمه ده چي هغه کومه تګلاره پر مخ بيايي. آيا اسراييل به د عربانو سره د2002 کال د سولي ابتکارونه ومني،چي اوس لاهم پراته دي،خو هغه څه چي معلومه ده،داده چي اسراييلو ددغه پيشنهاد په مقابل کي عکس العمل ندی ښوولی.