1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «اسلامي دولت» پرضد نوې امریکایي بمباري

عبدالباري حکيم / آژانسونه۱۳۹۳ شهریور ۹, یکشنبه

د عراق په شمال کې عراقي او کردي سرتیرو د «امرلي» ښار د آزادولو لپاره پر یو نوي برید لاس پورې کړ. دوی دغه نوی برید د متحده ایالاتو د هوايي ځواک د بمباریو په ملاتړ ترسره کوي.

https://p.dw.com/p/1D4LS
انځور: picture-alliance/AP Photo

د عراق پوځ هڅه کوي چی د شعیه او کردي ملیشو په مرسته د امرلي محاصره شوی ښار د «اسلامي دولت» نومې ترهگرې ډلې څخه بیرته ونیسي. دوو پوځیانو وویل چې وسلوال ځواکونه د دغه ښار په لور له څلورو خواوو نژدې کیږي. له امنیتي کړیو څخه اوریدل کیږي چې په زرهاوو جنگیالي په دغو عملیاتو کې برخه لري.

د عراق دولتي تلویزیون رپوټ ورکړ چې په دغه نښتو کې تر اوسه پورې د «اسلامي دولت» ډلې څه ناڅه ۱۰۰ جنگیالي وژل شوي او د هغوی زغروالې وسیلې ویجاړې شوي دي. د دفاع وزارت یو ویاند وویل چې امریکا متحده ایالات د هوایی بمباریو له لارې نوموړي محاصره شوي ښار او د موصول د اوبو بند ته نژدې د «اسلامي دولت» د جنگالیو پر ضد هوایي بمباریو سره له دغه ستر برید څخه ملاتړ کوي. هغه ویاند زیاته کړه چې سر بیره پر دې د متحده ایالاتو، بریتانیا، فرانسې او استرآلیا الوتکو د امرلي په ښار کې اوسیدونکو ته اړینې مرستې وغورځولې.

دوه میاشتنۍ محاصره

د عراق د امرلي ښار چې ډیری اوسیدونکې ترکمن نژاده شعیه مسلمان دي له دو میاشتو را په دې خوا د «اسلامي دولت» د ترهگرې ډلې له خوا چې دعراق د شمال زیاتې برخې تر خپل کنترول لاندي راوستې دي، محاصره دی. د ښار څه دپاسه ۱۵ زره اوسیدونکي سخت خوراکي توکو او د څښاک اوبو ته اړ دي. دا چې د هغوی ډیري شعیه دي، نو اندیښنه موجوده ده چې نه شي هغوی د نوموړې ډلې د عام قتل قربانیان وگرځي. د عراق پوځ له څو ورځو را په دې خوا دغه ښار ته نژدې خپل سرتیري راغونډ کړي دي. د امنیتی کړیو د معلوماتو له مخې د دغه ښار په لور په پرته لاره کې لس کلي لا مخکې آزاد کړای شوي دي.

د متحده ایالاتو هوايي ځواک د اگست له پیل څخه د عراق په شمال کې له کردي پیشمرگو او عراقي پوځ څخه ملاتړ کوي ترڅو د جهادیستاتو د پرمختگ مخه ونیسي. کردان ورو ورو د دغو افراطینو پر ضد جگړه کې پرمختگ کوي او ځینې سیمې يې بیرته له هغو څخه نیولې دي. د کردي پیشمرگو د ویناو له مخې د هغوی قوتونو د شنبه په ورځ د زومار ښار په لور پرمختگ کړی دی. دغه ویاند چې د رسنیو له خوا یې نوم نه دی ښودل شوی وویل که چیري پیشمرگ وتوانیږي چې دغه ښار تر خپل کنترول لاندې راوړي، نو له دې سره به هغوی توانیږي چې په سیمه کې دوه نور ښارونه، رابیه او سنجار د «اسلامی دولت» له ډلې څخه بیرته ونیسی.

د بشری حقونو فعالینو پر «اسلامي دولت» ډلې تور لگوي چی یو گن شمیر یزدي ښځې یې له عراق څخه سوریې ته تښتولی دي او هلته یې په نورو جنگالیو د مینځو په توگه پلورلي دي. د سوریې لپاره د بشري حقونو د څارنې یوې مرجعې وویل: « د ښځو په هکله ۲۷ مستندې قضیې موجودې دي چې ښیي د کابو ۱۰۰۰ ډالرو په بدل کې ښځې د «اسلامي دولت» نومې ډلې پر جنگالیو پلورل شوي دي.» د بشري حقونو فعالین وایي چې په ټولیزه توگه ۳۰۰ نجونې او ښځې له عراق څخه تښولې شوي او د جگړې د غنیمت په توگه سورېې ته لیږدولې شوې دي.

د آلمان حکومت نن( یکشنبه د اگست ۳۱) د عراق په شمال کې کردانو ته د وسلو د استولو په هکله تصمیم نیسي.