1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «اسلامي دولت» پر ضد بریدونه ادامه لري

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ مهر ۶, یکشنبه

په عراق او سوریه کې د «اسلامي دولت» ډلې پر مورچلو بریدونه ادامه لري. همداشان د سرحدي ښار کوبانې، پر سر جگړه ادامه لري. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې له دغه ځای څخه تر هغې کم کډوال سوریې ته تللي، د کومو چې رپوټ ورکړل شوی.

https://p.dw.com/p/1DMDl
انځور: picture alliance/AP Photo/U.S. Air Force

د ترکیې پولې ته څیرمه د کوبانې ښار (عین العرب) شاوخوا ته جگړه ادامه لري. لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریايي سازمان د معلوماتو له مخې په دغه ځای کې د «اسلامي دولت» نومې تندلارې ډلې جنگیالیو په تیرو پنځو ورځو کې ۴۰ کردان وژلي دي. زیاته شوې ده پر دې سربیره د لومړي ځل له پاره په دغه ښار کې پر یوه کور باندې یو توغندی لگیدلی دی چې په پایله کې یې ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو د څار نوموړي سازمان زیاته کړې ده چې د امریکا متحده ایالاتو او د متحدینو هوایي بریدونو په رقه ښار کې ۲۳ تندلاري اسلامپالي وژلي دي. د رقه ښار د اسلامپالو تندلارو پوخ سنگر گڼل کیږي او دغه ښار اسلامپالو د اسلامي خلافت، د پلازمېنې په توگه نومولی دی.

د کډوالو په شمیر کې له مبالغې څخه کار اخیستل شوی

لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریايي سازمان چې د سوریې اپوزیسیون ته نزدي گڼل کیږي ویلي دي چې د هوایي بمباریو سره سره، د اسلامي دولت، ملېشې د کوبانې پر ښار خپلو بریدونو ته ادامه ورکړې ده. د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې د کوباني پر ښار باندې د اسلامي دولت، د جنگیالیو د یرغل له کبله شاوخوا ۱۵۰۰۰۰ کسان ترکیې ته کډه شوي دي. خو د «فرانکفورټر الگېماین زونتاگ څایټونگ» نومې آلمانۍ ورځپاڼې د څیړنو له مخې په دغه ارقامو کې له مبالغې څخه کار اخیستل شوی دی.

د نوموړې ورځپاڼې په وینا د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو ان اچ سي آر) دغه ارقام د ترکي چارواکو څخه اخیستي دي او پرته له دې چې کنترول یې کړي، خپاره کړي یې دي. نوموړې ورځپاڼې وړاندې ویلي دي چې په اصل کې له ۱۵ زرو څخه تر ۲۰ زرو پورې کسان پر پوله ترکیې ته اوښتي دي. دغه آلمانۍ ورځپاڼې لیکلي دي چې د سیاسي دلایلو له کبله د کډوالو په شمیر کې مبالغه شوې ده، دا ځکه چې د انقرې حکومت غوښتل چې د سوریې په شمال کې د کردانو سیمې له انسانانو خالي وښيي، تر څو د یوې «حایلې سیمې» په توگه اعلان شي.

د متحده ایالاتو نوي هوایي بریدونه

امریکا متحده ایالاتو او متحدینو یې د شنبې په ورځ د اسلامي دولت، نومې ترهگرې ډلې پر وړاندې خپلو بریدونو ته ادامه ورکړه. د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پېنتاگون د معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې په سوریه کې اووه هدفونه په نخښه شوي دي چې یوه پکښې یوه ودانۍ او ډیر زغروال موټرې هم شاملې دي. پر دې سربیره د عراق په شمال کې د اربیل په سویل لویدیځ کې هم پر هدفونو باندې بمبارۍ شوي دي. زیاته شوې ده چې په عراق کې د اسلامي دولت، د مواضع پر وړاندې هوایي بریدونو کې د لومړي ځل له پاره بریتانیې هم برخه اخیستې ده.

په لندن کې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې جنگي جېټ الوتکو له قبرص څخه الوتنه کړې او د عراق هوایي قلمرو ته ورننوتي دي او دا چې کوم مناسب هدف یې نه دی موندلې نو بې له دې چې بمباري وکړي بیرتې راستنې شوي دي. د النصره، په نوم تندلارې اسلامپالې ډلې چې په سوریه کې د القاعدې د ترهگرې شبکې یوه څانگه ده نړیوال هوایي بریدونه د «اسلام پر ضد د جگړې» په توگه غندلي دي.

د امریکا متحده ایالات د سوریې د اپوزیسیون ملاتړ کوي

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما امنیتي سلاکارې سوزان رایس، په سپېنه ماڼۍ کې د سوریې د اپوزیسیون له استازو سره لیدلي دي. د سپېنې ماڼۍ څخه په خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې په دغه لیدنه کتنه کې متحده ایالاتو مرستې ته چمتووالی ښوولی دی او پر دې خبره یې ټینگار کړی دی چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد خپل هر رنگه مشروعیت له لاسه ورکړی دی.

زیاته شوې ده چې د هادي البحره، په مشرۍ د سوریې د ملي ائتلاف د استازو سره د هغو لارو چارو په موندلو خبري شوي دي، چې څرنگه متحده ایالات د سوریې له منځلاري اپوزیسیون سره مرسته وکړي. د دغو مرستو موخه د اسلامي دولت، نومې ترهگرې ډلې مخه نیول او په سوریه کې د یوه سیاسي انتقال په هکله په امکاناتو کې ښه والی راوستل دي.