1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسماني تیږې ټوټو ډیر کسان ټپیان کړل

مسعود جهش (دویچه ویله)۱۳۹۱ بهمن ۲۷, جمعه

د روسیې د اورال غرونو په سلسله کې د یوې اسماني ډبرې ټوټې رالویدلي چې له کبله یې ډیر شمیر کسان ټپیان شوي دي. روسي چاروکو له خلکو څخه د آرامه پاتې کیدو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/17evg
1377168 Russia, Chelyabinsk. 02/15/2013 The trace of a flying object in the sky over Chelyabinsk (still from a dashboard camera). -/RIA Novosti
Russland Meteor in Chelyabinskانځور: picture-alliance/dpa

د سیمي د اوسیدونکو له خوا په اخیستل شوو ویدیو ګانو کې د دغې تیږې د ټوټو د رالویدو جریان ښوول شوی دی. د وروستیو رپوټونو له مخې د دې پېښې له کبله شاوخوا ۵۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

د اروپا د فضايي سازمان انجنیر رایتر کرسکین، ویلي دي: «دغه شان اسماني تیږې ځمکې ته تر رارسیدو مخکې د موندلو وړ دي خو ستونزه دا ده چې که هغوی تر یوې معینې اندازې وړوکې وي، نو نه شي موندل کیدای. خو پر حال یو ستوری پیژندونکی يو څه چانس ته هم اړتیا لري. زه باید ووایم چې زموږ اوسني تخنیکي امکانات موږ ته د دې اجازه نه راکوي چې د هغې تیږې په اندازه اسماني ډبره چې په روسیه کې رالویدلې ده، مخکې له مخکې ومومو.»

د دغې اسماني ډبرې ټوټې چې په اور کې سوځیدې د چل یابینسک، په سیمه کې رالویدلې دي. په تلویزیونونو کې د دغې ډبرې د ټوټو د رالویدو له کبله رامنځ ته شوې داسې بڅرکي ښودل شوې دي چې د انسان سترګو ته یې زیان رساوه.

د روسیې له ملکي کسانو څخه د ساتنې وزارت ویلي دي چې د پېښې ډیری قربانیان د هغو ښیښو په واسطه ټپیان شوي دي چې د ډبرې د ټوټو تر رالویدو وروسته ماتې شوې دي. دې وزارت زیاته کړې ده چې دې پېښې لږ تر لږه شپږو ښارونو ته تاوان رسولی دی. خو روسي چارواکو ویلي دي چې د پېښې له کبله د دې هیواد اتومي تأسیساتو زیانمن شوي نه دي.

ښاغلي کرسکین ویلي دي چې دغه اسماني ډبره کیدای شي چې د یوه متر په اندازه لوی والی ولري. هغه زیاته کړې ده: «هر هغه څه چې له لیرې کایناتو څخه پر ځمکې ولګیږي، سرعت يې په یوه ثانیه کې لږ تر لږه ۱۱.۲ کیلو متره وي. دا په دې معنی ده چې هغه ځمکې ته له رسیدو سره ډیره خوځوونکې انرژي تولیدوي. نو له دې کبله کله چې هغوی ځمکې ته رسیږي نو ډیرې ورانۍ رامنځ ته کوي.»

د انترفاکس خبري آژانس ویلي دي چې روسیې د دغه وضعیت د کنترولو له پاره ۲۰۰۰۰ مرستندویه ځواکونه چمتو کړي دي.