1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسنادو نشتوالي د زرګونو اخراجونو مخه نیولې

۱۳۹۷ فروردین ۱۱, شنبه

تیر کال ۶۵ زره مهاجر ځکه له آلمان څخه اخراج نه کړای شول چې هغو د سفر اسناد نه درلودل. خو اوس که یو مهاجر د نوي پاسپورټ د ترلاسه کولو په برخه همکاري نه کوي، د مجازات کیدو له ګواښ سره مخامخ کیږي.

https://p.dw.com/p/2vHyg
Kassel-Airport Freiwillige Ausreise von Asylbewerbern
انځور: picture-alliance/dpa/U. Zucchi

یو پناغوښتونکی چې خپل مستعار نوم یوهان او، ښیئ په ۲۰۱۴م کال کې یو مکتوب ترلاسه کوي چې په لیکل شوي دي چې د هغه د پناهندګۍ غوښتنه رد شوې ده. دغه ۴۱ کلن پناغوښتونکی چې د نایجیریا هیواد څخه راغلی د هغه وخت راهیسې یعنې د دریو کلونو را په دیخوا په آلمان کې ژوند کوي.

اوس د آلمان د بهرنیو چارو وزارت غواړي چې یوهان او، اخراج کړي. خو دا چې هغه وایې چې پاسپورت یې غلا شوی، داسې نه شي کیدای. بی له پاسپورت څخه له بایرن ایالت څخه نایجیریا ته اخراج نشته. حقوق پوه لوتر پنسر، چې دغه ۴۱ کلن نایجریایې مهاجر ته د هغه د پناهندګۍ د دوسیې په برخه کې مشورې ورکوي وایې: «هر وار د یوې میاشتې له پاره د هغه د دولدونګ یا زغمل کیدو ویزه تمدیدیږي». پنسر، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «هغه باید هره میاشت اړوندې ادارې ته لاړ شي چې ویزه ورته تمدیده کړي».

یوهان او، یو له هغو په سلګونو زرو کسانو څخه دی چې د رد شویو مهاجرو په توګه په آلمان کې ژوند کوي. دغه کسان ځکه نه دې اخراج شوي، چې یا خو ناروغه ول، یا یې ټاټوبی ته د بیرته ستنولو ډاډمنه لاره نه وه او یا یې په هیواد کې جګړه حاکمه ده او یا هم هویت یې تثبيت نه دی. او یا هم په بایرن کې د دغه نایجیریایې پناغوښتونکې په څیر پاسپورت او تذکزه نه لري. 

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ تیر کال باید ۶۵ زره پناغوښتونکي له آلمان څخه اخراج شوي وایې، خو دوی ته دولدونګ (زغمل کیدو) ویزه ورکړل شوی، ځکه دوی اسناد نه لري. دا شمیر تر دې د یوه کال مخکې په پرتله نږدې دوه برابره زیات دی.

د آلمان د پولیسو د ټولنې مشر ایرنست والتر، ویلي دي چې دغه زیاتوالی په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې آلمان ته د راغلو مهاجرو له شمیر سره په مستقیم ډول ارتباط لري.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

والتر له دویچه ویله سره په مرکه کې ویلي دي چې د آلمان پولیس مکلف دي هغه پناغوښتونکي چې باید اخراج شي بیرته د دوی هیوادونو ته واستوي. خو د والتر په خبره: «خو دا د دې پورې تړلې ده چې پناغوښتونکېي په پرله پسې ډول کوښښ کوي خپل هويت پټ وساتي، تر څو د اخراج کیدو له خطر څخه ځان وژغوري».

دغه آلماني چارواکي همدارنګه زیاته کړه: «صحیح ده چې موږ د قانون د حاکميت د مسئولې ادارې په توګه یو، خو دا طبیعي نه ده چې یو څوک چې خپل پاسپورت غورځوي او خپل هویت پټوي، په آلمان کې دې د پاتې کیدو مستحق وي».

د پولیسو د ټولنې مشر په خبره مهمه ده چې د رد شویو پناغوښتونکو هویت او د زیږدو ځای معلوم او د دوی د بیرته ستنیدنې په برخه کې د آسانتیا د رامنځته کولو پاره نوی پاسپورت یا داسې اسناد دوی ته ورکړل شي چې د پاسپورت په ځای ومنل شي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت غواړي چې پر هغو هیوادونو فشارونه زیات کړي چې د رد شویو مهاجرو د بیرته منلو په برخه کې همکاري نه کوي.

د کولن د مهاجرو د شورا مشر کلاوس اولریش پرولس، خبرداری ورکوي چې په ځنو مواردو کې پناغوښتونکي اړونده ادارې ته ناسم معلومات وړاندی کوي چې په راتلونکي کې یعنې کله چې په ټولنه کې مدغم کیږي د دوی په زیان تمامیږي.

نوموړی زیاتوي: «ډیري دغه کسان د مشوره ورکونې دفترونو ته مراجعه کوي چې د نوم توري یا آلف با او یا د زیږدو نیټه یې غلطه لیکل شوی ده. دا یوه ستونزه ده. ځکه د خپل شخصي هویت په برخه جعل د اقامي له حق څخه د محرومه کیدو سبب کیږي».