1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسیا جام سیالۍ سبا پیلیږي

۱۳۹۴ اسفند ۴, سه‌شنبه

د کریکټ اسیا جام سیالۍ د فبروري میاشتې پر ۲۴ نېټه په بنگله دیش کې پیلیږي. د دغه جام سیالیو لومړۍ لوبه د کوربه هیواد بنگله دیش او هند تر منځ کیږي. افغانستان و نه شو کولای چې دغو سیالیو ته لار ومومي.

https://p.dw.com/p/1I0ZZ
انځور: Reuters/D. Liyanawatte

د ایشیا کپ، یا اسیا جام سیالۍ دا ځل هم په بنگله دیش کې تر سره کیږي. د دغه جام تیرو سیالیو ته د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې لار موندلې وه او آن کوربه هیواد بنگله دیش ته یې په یوه لوبه کې ماته هم ورکړې وه.

خو دا ځل افغان لوبډلې و نه شوای کولای چې د غوراوي پړاو سیالیو د لوبډلو په سر کې ځای ونیسي او د کریکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو سره ځان وآزمويي. افغانستان دا چانس له لاسه ورکړ چې د هند، پاکستان، سریلانکا او بنگله دیش په شان لوبډلو سره یوه ورځنۍ لوبې تر سره کړي.

افغان لوبډلې له خپلو درو سیالیو څخه دوې وگټلې خو د متحده عربي اماراتو لوبډلې بیا ټولې درې سره لوبي وگټلې او اوس به د پاکستان، هند، بنگله دیش او سریلانکا له لوبډلو سره خپل بخت وازمایي. دا ځل دغه سیالۍ یو ورځنۍ نه، بلکې شل اووریزي دي.

د فبروري میاشتې پر ۲۴ نیټه د هند او بنگله دیش تر منځ لومړۍ لوبه کیږي. دوهم لوبه د فبرورۍ پر ۲۵ د سریلانکا او متحده عربي اماراتو تر منځ کیږي. سریلانکا دا ځل د خپلي اتلولۍ دفاع کوي.

د فبرورۍ پر ۲۷ نېټه به د هند او پاکستان لوبډلو تر منځ لوبه وشي. په دغو سیالیو کې ټولې پنځه لوبډلې دي او هره لوبډله یوه، یوه لوبه کوي. د دغو سیالیو پای لوبه د مارچ میاشتې پر پنځمه نېټه تر سره کیږي.

پاکستان سپر لیگ پای لوبه

له بل پلوه په متحده عربي اماراتو کې پاکستان سپر لیگ، سیالۍ هم پر ختمیدو دي او نن به د دغو سیالیو وروستۍ لوبه یعنې پای لوبه په دوبۍ کې تر سره شي. د اسلام آباد یونایټډ او کویټه گلیډي ایټرز تر منځ پای لوبه کیږي.

د افغانستان د لوبډلې پخوانی کپتان محمد نبي عیسی خیل هم په کویټه گلیډي لوبډله کې لوبيدی، خو په غوراوي پړاو سیالیو کې د گډون په موخه له هغوی څخه په نیمه کې بیل شو او په بنگله دیش کې له خپلې لوبډلې سره یو ځای شو.

د کویټه گلیډي ایټرز او لاهور قلندرز تر منځ یوه سیالۍ کې محمد نبي ډیره په زړه پوري لوبه کړې وه او یوازې په ۱۲ توپونو ۳۰ منډې کړې او تر آخره ناسوځیدلی پاتې وو.