د «اسیا د زړه هیوادونو» د اعتماد په رامنځ ته کیدو ټینکار وکړ
۱۳۹۱ خرداد ۲۵, پنجشنبهپه کابل کې د اسیا د زړه د هیوادونو په غونډه کې پر درو موضوعګانو باندې خبرې وشوې. د سیمې د هیوادونو تر منځ د سیاسي مشورې تر سره کیدل، په سیمه کې د اعتماد د فضا رامنځ ته کول او په افغانستان کې د سیمه ییزو سازمانونو د ونډې ډیرول د دې غونډې د بحث اساسي موضوعګانې وې.
دا د اسیا د زړه د هیوادونو د سازمان دویمه غونډه وه. د دې سازمان لومړۍ غونډه په ترکیې کې جوړه شوې وه. د سازمان غړي هیوادونه افغانستان، اذربایجان، چین، هندوستان، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، روسیه، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکیه، ترکمنستان، متحده عرب امارات او ازبکستان دي.
په دې کنفرانس کې د اسیا د زړه د سازمان د پنځلسو غړو هیوادونو له ډلې څخه د ۱۴ غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، د افغانستان د ۱۴ ملاتړ کوونکو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د ۱۱ نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی وو.
د اعتماد پر رامنځ ته کولو ټینګار
د غونډې په پای کې په جوړ شوي خبري کنفرانس کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول، وویل:
«نن موږ پر اوو موضوعګانو باندې سره موافقه وکړه. پر دغو موضوعګانو باندې په سیمه کې د اعتماد د فضا د رامنځ ته کیدو په موخه خبرې اترې وشوې. د اسیا د زړه د سازمان ټول ۱۵ غړي هیوادونه به شوې پریکړې په بیلابیلو گروپونو کې پلي کړي.»
ګډې منافع او ګډ ګواښونه
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول وویل: «زه په دې غونډه کې د تر سره شوو پریکړو د پلي کیدو په اړه خوشبینه یم، ځکه چې شوې پریکړې د ټولو هیوادونو په ګټه دي. د سیمې هیوادونه ګډې ګټې لري او له ګډو ګواښونو سره مخامخ دي.»
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داوود اوغلو، وویل چې افغانستان د سیمې له پاره ډیر مهم دﺉ. هغه زیاته کړه: «افغانستان د اسیا زړه دئ، پرته له دې چې په افغانستان کې سوله راشي په سیمه کې سوله نه شي راتلای.»
د ایران د بهرنیو چارو د وزیر نیوکه
د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي، په دې کنفرانس کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له شتون څخه نیوکه وکړه. هغه وویل چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو اوږد مهاله پوځي اډې په افغانستان کې ناامنۍ لا زیاتوي. صالحي زیاته کړه چې په افغانستان کې د امریکا اوږد مهاله حضور کولای شي چې افغانستان یو ځل بیا د امنیتي رقابت په میدان بدل کړي:
«یو خاص هیواد غواړي چې په افغانستان کې اوږد مهاله پوځي حضور ولري چې هغه پوځي اضافي مقصدونه چې په سیمه کې لري تعقیب کړي. دغه موضوع په خاصه توګه د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو امنیتي اندیښنې ډیروي.»
د اسیا د زړه د هیوادونو د غونډې په پای کې جوړ شوي خبري کنفرانس ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول، وویل چې افغانستان خپل ګاونډي هیوادونو ته تل ډاډ ورکړی دﺉ چې خاوره به ئې د هغوی پر ضد و نه کارول شي. هغه په دې برخه کې په خاصه توگه د ایران له هیواد څخه یادونه وکړه. رسول زیاته کړه چې هغه ستونزې چې ایران ئې له نړیوالې ټولنې سره لري د سیمه ییزو همکاریو مخه نه نیسي.
د طالبانو سره د خبرو اترو ملاتړ
افغان ولسمشر حامد کرزي، د اسیا د زړه هیوادونو د غونډې د پرانیستلو پر مهال ويلي ویلي وو چې د سیمې د هیوادونو تر منځ همکاري په افغانستان کې د ثبات له راتلو سره مرسته کولای شي:
«د اسیا د زړه په توګه افغانستان غواړي چې د سیمې د هیوادونو تر منځ په افغانستان او سیمه کې د لا ډیرې همکارۍ شاهد وي.»
ولسمشر کرزي همداراز د سیمې پر هیوادونو په خاصه توگه پر پاکستان باندې غږ وکړ چې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي. ولسمشر کرزي وویل چې د افغانستان د سولي د عالي شورا مشر به په نزدې راتلونکې کې سعودي عربستان ته سفر وکړي.
د اسیا د زړه د هیوادونو به وروستۍ اعلامیه کې هم همدې موضوع ته اشاره شوې ده. په اعلامیه کې راغلي دي: «موږ د سیاسي حل لاري پر اهمیت باندې په افغانستان کې د سولې د راتلو له پاره ټینگار کوو. موږ موافقه کوو چې د افغانستان په مشري د دې هیواد د سولې له بهیر سره مرسته وکړو.»
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر همدا راز وویل چې د اسیا د زړه د هیوادونو راتلونکې غونډه به د ۲۰۱۳ کال په لومړیو کې د قزاقستان کې جوړه شي.
مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم