1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افريقايي کډوالو په سر د آلمان او ايټاليا تر منځ خړپړتيا

اېردمن کاترین/ نسیم صابر۱۳۹۲ خرداد ۱۱, شنبه

د افريقا له جګړو څخه تښتېدلي کډوال د آلمان او ايټاليا تر منځ اړيکو ته زيان رسوي. هغوی له مياشتو راهيسې په آلمان کې ژوند کوي او د ناټو له بريدونو وروسته له ليبيا څخه د ايټاليا له لارې آلمان ته راتښتېدلي دي.

https://p.dw.com/p/18iF3
انځور: DW

د هامبورګ ښار، چېرته چې هغوی اوس ژوند کوي، وايي چې دغه خلک بې سرپناه پاته دي او هيڅوک يې مسووليت پر غاړه نه اخلي.

سهار وختي د اتو بجو په شاوخوا کې لومړني کسان د هامبورګ د عمومي تمځای سره په يوه خېمه کې ناست دي. کيڼ لوري ته يې يو شعار ځړيږي چې وايي: «د ناټو جګړه زموږ د تېښتې وجه وه. موږ خپل حقونه غواړو.»

په خېمه کې دننه يو دېرش کلن نايجريايي فرايدای ناست دی. دی څه باندې يوه مياشت مخکې له ايټاليا څخه هامبورګ ته تر هغه وروسته راغی کله چې د کډوالو کمپونه هلته وتړل شول. فرايدای ته د شېنګن ويزې او ۵۰۰ يورو نغدې پيسې هم ورکړل شوې: «دا د ايټالوي حکومت يوه تحفه وه. هغوی راته وويل چې نور زموږ د تمويل وس نه لري.»

Obdachlose Flüchtlinge aus Afrika in Hamburg
انځور: DW

هغه پيسې چې د اروپايي ټولنې د کډوالو له صندوق څخه ايټاليا ته ورکول کېدې، د فبروري په مياشت کې بندې شوې چې په پايله کې په ايټاليا کې کمپونه وتړل شول.

«هغوی موږ ته کاغذونه راکړل او ويې ويل چې موږ هر بل اروپايي هېواد ته تلای او هلته خپل ژوند له سره شروع کولای شو.»

فرايدای زياتوي چې ده په ايټاليا کې دوه کاله ډېر پرېشانه ژوند کړی دی. دا چې دی ولې هامبورګ ته راغی، په دې اړه څه نه وايي. درې سوه تنه د ده په څېر په هامبورک کې دي او له دې وېريږي چې بېرته ايټاليا ته ولېږل شي.

«که موږ ايټاليا ته په بېرته تللو مجبور شو، نو هغه دوزخ ته بيا ستنېدل دي. موږ نه پوهيږو چې هلته به راسره څه کيږي. هلته وضع لا خرابه شوې ده.»

ټول دغه کسان د ليبيا له لارې آلمان ته راغلي دي. د توګو له هیواد څخه آفو، وايي چې هغوی هلته کار هم کاوه او ښه ژوند يې وو. خو کله چې واکمن قذافي راوپرځول شو، دوی تر تعقيب لاندې راغلل. د ليبيا اوسېدونکو دغه کسان د زورواکي ملاتړ کوونکي بلل. آفو دغه تور ردوي. دی له اوونيو راهيسې بې کوره دی او ستړی او متعرض برېښي او وایي:

«موږ کله دلته او کله هلته خوب کوو، په هغه صورت چې کوم څوک راسره مرسته وکړي. موږ اوس د کوڅو زلميان يو.»

اوس د بشري ناورين خبره هم راپورته شوې ده. څو ورځې مخکې د هامبورګ په پارلمان کې د کيڼ اړخو د ګوند وياندې، کريستيانه شنايدر، د زرغون ګوند په ملاتړ د هامبورګ پر سنا باندې سختې نيوکې وکړې او ويې ويل چې له دغو انسانانو سره هيڅ ډول مرستې نه کيږي: «د انسانانو له کرامت څخه دغه شان يوه سرغړونه زموږ د ښار له پاره لوی شرم دی.»