1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانانو د اخراج پر مسئله دې له سره غور وشي»

۱۳۹۵ بهمن ۳۰, شنبه

د آلمان زرغون ګوند د ټولو ايالتونو په کچه، په يوه ليک کې د بهرنيو چارو له وزير زيګمار ګابريل څخه غوښتنه کړې ده، چې د افغانستان وضعیت ته په کتو د افغان مهاجرو د اخراج پر مسئله له سروه غور وکړي.

https://p.dw.com/p/2XoOP
Münster Bundesparteitag der Grünen
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

د آلمان د بادن ورتمبرګ ايالت صدراعظم وينرفريد کرچمن، د جمعه په ورځ د لسو ايالتونو ګوندي ملګرو چې په حکومت کې شريک دي په نوم، يو ليک د آلمان د بهرنيو چارو وزير زيګمار ګابريل ته واستوه. کرچمن دغه لیک د آلمان خبري آژانس په اختيار کې هم ورکړی دی.

د بادن ورتمبرګ ايالت صدراعظم په دغه ليک کې د افغانستان کړکيچن حالت ته اشاره کړې دې. هغه په دغه ليک کې ليکلي دي چې زرغون ګوند پوهيږي هغه مهاجر چې آلمان کې د پناهندګۍ حق نلري، دغه هيواد کې نشي پاتې کيدای. هغه په دغه ليک کې ټينګار کړی دی: « خو مونږ صرف نظر له دغې خبرې، خپل ځان مسئول ګڼو تر څو دغه مهاجر يوازي د مساعدو امنيتي شرايطو لاندې خپل هيواد ته واستول شي».

تر اوسه د هغو مهاجرو لپاره چې وروسته له راټولو باید اخراج شي يوازې يو خاص مرکز، تر دسامبر او جنورۍ مياشتو پورې شتون لرودلی. د هيوادونو د امنيتي وضعيت څيړنه د آلمان د مرکزي حکومت دنده ده، خو د اخراج مسئوليت بيا د ايالتونو کار دی.

ايالتونه کولای شي د مرکزي حکومت تر پريکړې وروسته د اخراج بهير عملي کړي، څرنګه چې د شلسويګ هولشتاین ایالت، رد شوي افغان مهاجر له آلمان څخه اخراج کړل.

 آلمان څخه د افغان مهاجرو د اخراج مسئله تر منازعې لاندې ده، ځکه د افغانستان په ډیرو سیمو کې لا هم طالب جنګيالي حکومت سره پر جګړو بوخت دي. خو د آلمان مرکزي حکومت بيا استدلال کوي، چې په افغانستان کې داسې امن سيمې هم شتون لري چې مهاجر ورواستوي.

د آلمان د نورد راین ويستفالن ايالت د صدراعظمې معاونې زيلویا لوهرمن، حکومتي چارواکو ته په خطاب کې وويل، چې: « هغوی نبايد له دې نه زيات د افغانستان ناوړه وضعيت له پامه وغورځوي او خپل نرمښ نلرونکي سياست ته ادامه ورکړي.» هغې زياته کړه چې له دې پرته به، آلمان کې د مهاجرو د اخراج يو غير متوازن عمل تحکیم شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (21.01.2017):